د افغانستان ولسمشر ته د ځمکې پر مخ تر ټولو سخته دنده ور ترغاړې ده

له واشنګټن پوست سره د ولسمشر غني وروستۍ مرکه
د افغانستان ولسمشر په یو حساس پړاو کې دی. ولسمشر ټرمپ په ښکاره دا ویلي چې امریکایي سرتېري به خپل وطن ته ستنوي. د ټرمپ اداره اوس له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي، هغه طالبان چې یو وخت یې په افغانستان کې حکومت کاوه، نورو تروریستي ډلو ته یې زمینه برابروله او پر ښځو یې سخت ظلم کاوه. ولسمشر غني د واشنګټن پوست له خبریالې لالي وایموټ سره په سویس کې د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې اوږده مرکه کړې. ولسمشر غني ویلي چې ټرمپ ترې خوښ دی او ښې اړیکې ورسره لري.
 
پوره مرکه دلته ولولئ!
پوښتنه: د طالبانو په دریځ کې رښتیا هم بنیادي بدلون راغلی؟ د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې له دې موضوع سره تړاو لري؟
 
ځواب: رهبري یې بدلون نه دی کړی، خو طالبان اوس متحد نه دي. په دوحه کې مېشت طالبان نه‌دي بدل شوي، خو جنګیالي يې له جګړې ستومانه شوي دي. دوه کاله مخکې په ټول هېواد کې اوربند وشو. طالب جنګیالي ټول ښارونو ته راغلل او له خلکو سره یو ځای شول. جنیګالي یې وژل کېږي خو د دوحې مشران ښه ژوند لري.
 
ځينې مهمې پوښتنې دي چې باید مطرح شي: ایا هغوی رښتیا هم چمتو دي چې له نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، یوازې له القاعدې سره نه، بلکې له ټولو ډلو سره؟ ما داسې شواهد نه‌دي لیدلي. له نشه يي توکو سره د طالبانو د اړیکو په تړاو هم ځينې پوښتنې شته. هغوی د نشه يي توکو په قاچاق کې شریک دي او له همدې لارې ځانونه تمویولي، دوی به دا پرېږدي؟ اوس میلیونونه افغانان په نشه يي توکو روږدي دي. ایا هغوی په راتلونکې کې د حکومت جوړولو لپاره انتخابات مني؟ تر اوسه یې انتخابات نه‌دي منلي.
 
پوښتنه: ما اورېدلي چې ستاسې د حکومت غړي له طالبانو سره خبرې کوي، رښتیا ده؟
ځواب: په ټول هېواد کې خبرې راونې دي. زموږ ټولنه د جرګو ټولنه ده.
 
پوښتنه: په دوحه کې مېشت طالبان وايي چې ستاسې له حکومت سره خبرې نه کوي؟
ځواب: هو وايي؛ خو دوی له موږ سره له خبرو پرته له چا سره خبرې کوي؟
 
پوښتنه: څه فکر کوئ، ټرمپ ستاسو له حکومت پرته له طالبانو سره خبرې کوي؟
ځواب: موږ ناخبره نه یو. په دوامداره توګه اطلاعات راکړل شوي دي. ټرمپ ډېر ښه کار وکړ چې تېر منی یې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک مسوده و نه‌منله.
 
پوښتنه: ټاکل شوې وه چې په ډېویډ کمپ کې د سولې هوکړه لیک نهايي شي، خو ټرمپ  په وروستۍ دقیقه کې دا هرڅه بدل کړل؟
ځواب: ټرمپ ته تر دې مخکې پوره معلومات نه وو ورکړل شوي. کله چې هغه په ټولو شیانو خبر شو، ښه پرېکړه یې وکړه او موږ ترې خوښ یو. افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ وروستی سفر هم ډېر ګټور و.
 
پوښتنه: ولسمشر ټرمپ له تاسو سره ژمنې کړې دي؟
ځواب: هغه فکر وکړ چې موږ ډېر کارونه کړي دي او موږ چې په کوم لوري روان یو هغه ترې خوښ دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کمه شوې. د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته په افغانستان کې تر ۵۰ کم امریکايي سرتېري وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې زرګونو امریکایانو په افغانستان کې خپل ژوند بایللی او لوړ قېمت یې پرې کړی دی.
 
پوښتنه: که په ډېویډ کمپ کې معامله شوې وای، ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴زره څخه ۸۶۰۰ ته راکماوه، ستاسو حکومت به څه کول؟
ځواب: دوه کاره شوي دي. اول دا چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا دولت په افغانستان کې د ټکنالوژي په برخه کې د پام وړ پانګونه کړې ده، نو ځکه اوس د سرتېرو شمېر مهم نه دی. دویمه خبره دا ده چې جګړه اوس افغان امنیتي ځواکونه مدیریت کوي.
 
پوښتنه: افغان امنیتي ځواکونه د امریکا له مرستې پرته جګړه ګټلای شي؟
ځواب: موږ د ښه کېدو په حال کې یو. په ۲۰۱۴م کال کې چې زه ولسمشر شوم، د ناټو ۱۰۰زره سرتېرې له افغانستان څخه ووتل، هغه وخت ټولو ویل چې موږ به په لنډ وخت کې را وپرځو، خو داسې و نه شول... په افغانستان کې پاتې امریکايي سرتېري د افغانستان د دفاع لپاره نه‌دي، هغوی پر امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دلته پراته دي.
 
پوښتنه: په افغانستان کې د کم شمېر امریکايي سرتېرو حضور ته اړتیا شته؟
ځواب: له تروریزم سره د مقابلې او د افغان ځواکونو د روزلو او هغوی ته د مشورو ورکولو لپاره کم شمېر سرتېرو ته اړتیا شته، خو هغوی اوس په جګړه کې برخه نه اخلي.
 
پوښتنه: که ټول امریکايي سرتېري له افغانستانه و ایستل شي، افغانستان به د سپټمبر ۱۱مې پېښې څخه د مخکې حالت په څېر د تروریستانو په پټنځای بدل نه‌شي؟
ځواب: موږ به یې مخه ونیسو. امریکا په ۲۰۰۱م کال کې هغه مهال له موږ سره مرسته وکړه چې موږ ډېر کمزوري وو. ظلم، جګړې او پنځه کاله وچکالي افغانان ډېر ستومانه کړي وو.  په را وروسته کلونو کې زموږ د بیا راپورته کېدو لپاره د امریکا مرستې ډېرې مهمې وې. د ټولو هېوادونو په څېر موږ هم په راتلونکې کې د خپل امنیت د خوندیتوب مسوولیت لرو.
 
پوښتنه: په دې باور یاست چې تاسو کولای شئ له طالبانو سره خبرې وکړئ او یوه تلپاتې سوله راشي؟
ځواب: هو. موږ باید هڅه وکړو، خو سوله هم په هر قیمت نه منو.
 
پوښتنه: له طالبانو څه غواړئ؟
ځواب: دوی باید انتخابات ومني.
 
پوښتنه: ایا طالبان نه غواړي چې په افغانستان کې بیا اسلامي امارت حاکم شي؟
ځواب: امارت نه منو، هغه دیکتاتوري ده. خلک یې نه غواړي.
 
پوښتنه: دا د طالبانو غوښتنه نه ده، هغوی وايي موږ یې غواړو؟
ځواب: له خبرو مخکې خلک هر ډول موقف درلودلای شي. که هغوی غواړي چې د افغاني ټولنې برخه شي، باید ځانونه بدل کړي. د افغانستان ټولنه باید طالبان ومني او په ټولنه کې د دوی له مدغم کېدو سره ځانونه عیار کړي.
 
پوښتنه: دا ممکن دي؟
ځواب: د ۲۰۱۸ کال اوربند ته په کتو، هو. افغانان غواړي چې تاوتریخوالی ختم شي.
 
پوښتنه: نو هیله شته؟
ځواب: هیله شته. زه تل خوشبین یم.
 
پوښتنه: د واشنګټن پوست ورځپاڼې لخوا خپاره شوي وروستي اسناد ښيي چې د امریکا دریو ولسمشرانو د افغان جګړې په تړاو امریکایانو ته ګمراه کوونکي معلومات ورکړي، ستاسو غبرګون څه و؟
ځواب: کله چې زه له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د مالیې وزیر وم، ما د بهرنیو مرستو د ضایع کېدو، له هغو څخه د ناوړه استفادې او ناسم مدیریت په تړاو غږ پورته کړ. کله چې زه په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته راغلم، ما له هماغه وخت تر اوسه دلته ډېر کار کړی دی. ما له امریکايي کمپنیو او قراردادیانو سره هېڅکله معامله نه ده کړې.... ما ۲زره ډګروالان او جنرالان په کور کېنول.
 
پوښتنه: هغوی په فساد کې ښکېل وو؟
ځواب: هو، موثر هم نه وو.
 
پوښتنه: ولسمشر ټرمپ یو ځل وايي چې ډېری امریکايي سرتېري خپل هېواد ته ستنوي او بیا داسې تمایل هم ښيي چې هغه به سرتېري هلته پرېږدي، دا تاسو ته سخته نه‌ده؟
ځواب: زه د نړۍ له هغو کمو مشرانو څخه یم چې له ولسمشر ټرمپ سره ډېرې ښې اړیکې لرم.
 
پوښتنه: خو دا به تاسو ته سخته وه چې هغه یو ځل وویل له افغانستان څخه ټول سرتېري باسي؟
ځواب: ولسمشر ټرمپ نوي څه نه‌دي ویلي، هغه د کمپاین پر مهال دا خبرې کړې وې. هغه ثبات لري.
 
پوښتنه: تاسې ولې له ولسمشر ټرمپ سره ډېرې ښې اړیکې لرئ؟
ځواب: هر ځل مو چې خبرې کړې دي، خبرې مو ډېرې دوستانه او ښې وې. هغه ښې پرېکړې کړې دي.
 
پوښتنه: هغه تقریباً دې پرېکړې ته رسېدلی و چې طالبان ډېویډ کمپ ته ورشي او هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ځواب: خو هغه داسې و نه کړل. په تاریخ کې یوازې کړنې لیکل کېږي او داسې و نه شول.
 
پوښتنه: ایا ولسمشر ټرمپ له دې امله د کمپ ډېویډ خبرې لغوه کړې چې طالبانو د خبرو تر پیل لږ مخکې د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې امریکايي سرتېری وواژه؟
ځواب: هر لامل چې یې و؛ مهمه دا ده چې هغه سمه پرېکړه وکړه.
 
پوښتنه: د نړۍ ډېر مشران ادعا کوي چې واشنګټن د اعتبار وړ نه‌دی، تاسې هم همداسې فکر کوئ؟
ځواب: زه له واشنګټن سره ډېرې ښې اړیکې لرم، ځکه زه له ټرمپ څخه هغه څه نه غواړم چې هغه یې نه غواړي. هغه څه چې ما هر وخت ویلي:«د امریکا ګټو د تللو لپاره چې ده (ټرمپ) کوم پارامیټرونه ټاکلي، زه همدغو پارامیټرونو ته په کتو پیاوړې اړیکې جوړوم.»
 
پوښتنه: ستاسې حکومت د افغانستان څومره برخه کنټرولوي؟
ځواب: پخوا دا اتهام و چې د افغانستان ولسمشر یوازې د کابل ښاروال دی. اوس حکومت پر ۸۵ سلنه نفوس کنټرول لري. آن د طالبانو تر ولکه لاندې ولسوالۍ هم د حکومت پر خدماتو باور لري.
 
پوښتنه: طالبان پر څومره خاوره واکمن دي؟
ځواب: د رسمي ارقامو له مخې طالبان د افغانستان له ۳۸۶ ولسوالیو څخه په ۱۲ ولسوالیو واک لري. پخوا ۲۲ ولسوالۍ وې.... موږ داعش مات کړ.
 
پوښتنه: خو داعش اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي.
ځواب: موږ د افغانستان ختیځ هغوی ته دوزخ ګرځولی.
 
پوښتنه: صادقانه ووایاست، داعش ډلې بیا ستاسې په هېواد کې فعالیت نه‌دی شروع کړی؟
ځواب: په ځينو سیمو کې بیا را فعاله شوې ده.
 
پوښتنه: راتلونکی څه ډول ګورئ؟
ځواب: افغانستان داسې رهبري ته اړتیا لري چې حال درک او د راتلونکې په اړه فکر وکړي. خو دا کار یوازې په ښه اراده او غوړو خبرو نه‌شي کېدای. موږ باید ګډ کار وکړو.
 
پوښتنه: دا ستونزمن ښکاري.
ځواب: دا د ځمکې پر سر ښايي تر ټولو سخته دنده وي.
 
پوښتنه: د افغانستان په ټولنه کې د ښځو ونډه څه ډول ارزوئ؟
ځواب: زه د ښځو لپاره د برجسته رول غوښتونکی یم. تاسې داسې تصور کاوه چې د امریکا او ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان استازې به دواړې مېرمنې وي؟
 
پوښتنه: ما لوستي چې ستاسې په هېواد کې ۳.۵ میلیونه نجونې ښوونځيو ته ځي.
ځواب: هو. مخکې به یوې یا دوو ښځو په تشریفاتي ډول په جګو بستونو کار کاوه، خو اوس هېڅوک دې ته په بده سترګه نه ګوري چې ښځې دې په سترو موقفونو کار وکړي. هغوی اوس هر ځای کار کوي. پر دې سربېره موږ اوس د سیمې په کچه ځوانه کابینه لرو. نسلي بدلون رامنځته شوی دی.
 
پوښتنه: د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وشول، تاسو په لومړیو پایلو کې په کم توپير بریالي شوی، اعتراضونه ډېر دي او د رایو بیا شمېرنه هم راونه ده، اندېښمن نه یاست؟
ځواب: نه. بیا شمېرنه روانه ده. موږ په پوره ډول قانون عملي کوو. تر اوسه زما د انتخاباتي ټیم رایې ډېرې شوې دي، کمې شوې نه‌دي. ما د انتخاباتو پروسې ته پوره درناوی کړی دی.
 
پوښتنه: کله چې د شپې ویده کېږئ، د څه شي په اړه ډېر اندېښمن یاست؟
ځواب: څو په دې مطمین شم چې خلک وږي نه‌دي. هغوی دا هیله لري چې موږ تاوتریخوالی ختم کړو. نه دا چې موږ د تاوتریخوالي ډول بدل کړو. خلک ثبات، پرمختګ او عزت غواړي. زه انتخاب شوی یم چې د خلکو دا هیلې پوره کړم. زه هیله من یم چې د خلکو دا غوښتنې به پوره کړم.