د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو کس د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شو

روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر منسوبینو یو کس د شپږو کیلو ګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

یاد کس نشه يي توکي په یوه بیک کې دننه د وچې مېوې په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.

د نیول شوي کس دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دی.