د شفافیت نړیوال سازمان:  په پاکستان کې اداري فساد زیات شوی

راپور: محمد مبین هڅاند  روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، د شفافیت نړیوال په وینا ، په۲۰۱۹ م کال کې د نورو کلونو په پرتله په پاکستان کې اداري فساد ډیر شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د اداري فساد په اړه د خپل ۲۰۱۹ م کال راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو چې پاکستان تیر کال د اداري فسادزیات شوی دی.

د راپور په وینا ، پاکستان په ۲۰۱۸ م کال کې د اداري فساد پرضد اقداماتو پر ضد د تېر کال په نسبت یوه نمره مخې ته راغلی دیپه ۲۰۱۹ کال څخه مخکې یاد هېواد په ۳۳ نمبر قرار لاره خو اوس ۳۲ نمرې ته راښکته شوی دی.

د پاکستان د فساد ادراک انډیکس د ۳۲ نمرو ترلاسه کولو وروسته له ۱۱۷ څخه ۱۲۰ ته لوړ شوی.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د شفافیت انټرنیشنل پاکستان د فساد د ادراک د ۱۸۰ هېوادونو د جملې څخه ۱۲۰ ځای خپل کړی دی.

د ټرانسپرنسي انټرنیشنل لخوا د پخوانیو راپورونو پراساس ، له۲۰۱۰څخه تر ۲۰۱۸ پورې، پاکستان د فسادکې تېز تللی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې ، دا په ۱۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان د فساد په لېست کې وروسته پاتې دی.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي چې د جي اووه پرمختللي هیوادونه هم د فساد ضد هڅو کې ښکېل دي، پداسې حال کې چې متحده ایالات، انګلستان، فرانسه او کاناډا د فساد ضد کچې ټیټې کچې لري.

راپور وایی د متحده ایالاتو نمره، انګلستان او فرانسه او د کاناډا له فساد سره د مبارزې نمرې کچه ټیټه وه.

د روڼتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د مخ په زیاتیدونکي فساد د مخنیوي لپاره وړاندیزونه هم کړي دي ، چې په وینا:

په ټوله نړۍ کې سیاسي تمویل کنټرول کړئ.
په سیاست کې لوی پیسې او نفوذ باید کنټرول شي.
بودیجه او عامه تاسیسات باید د هغو کسانو په لاس کې پاتې نه شي چې شخصي ګټې لري.

د ګټو او د ګمارنې میتود باید کنټرول شي.
بریښنایی اعتبار باید پیاوړی شي.

غلط تشریح باید بنده شي.

اتباعو ته ځواک ورکول.

د ټولنیزو کارمندانو ، کشف کونکو او ژورنالستانو ساتنه وکړئ.

 چیک او توازن او اختیارونه باید جلا شي ترڅو د فساد مخه ونیول شي.