د ۱۹ کلنو کرکټ  لوبغاړو پرلپسې بریا

روهي(څلورنۍ/۳ سلواغی)، د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان نن جنوري ۲۲ مه د سویلي افریقا په پوتشيفستروم ښار ګوټي کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د توپوهنې برخه کې د متحده عرب امارات لوبغاړي یوازې د لوبې تر ۳۲ اعشاریه څلور اوور پورې میدان کې پاتې شول. د دغې لوبډلې کپتان اریان لکرا تر ټولو ډېرې ۲۸ منډې وکړې.
وریتیا ارویند دویم لوبغاړی و، چې تر نورو ملګرو ډېرې ۱۹ منډې یې وکړې.
شفیق الله غفاري دویمه پرلپسې لوبه کې هم د افغانستان له لوري تر ټولو بریالی بالر ثابت شو، چې د ۲۳ منډو بدل کې یې پنځه وېکټې واخیستې.
شفیق الله غفاري له دې مخکې د دې سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره د سویلي افریقا لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او د هغې لوبې غوره لوبغاړی شو.
 
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اوورنو له لوبې وروسته شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۶۵ منډې یې وکړې او متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه.
متحده عربي اماراتو لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۰۵ منډې وکړې او د ۱۶۰ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.