مارتین لوترګینګ د حق او عدالت لپاره فدايې مبارز

په هغو ټولنو کې چې عدالت او انصاف نه وي، نو جابر او  ظالم نظامونه حاکم وي، په دې ډول ټولنو کې  اکثریت  غریب او مظلوم او یوازې یوه وړه طبقه په عیش او مزو  کې وي، خائین او ظالم چارواکي او محدود پيروان يې د نظام غلطې فیصلې، بی انصافي او غیرمساوت د خپلو  تبلیغاتو او پروپاګندا  په ذریعه خلکو ته مشروع وطندوستي او تدبیرانه پلانونه معرفي کوي.
 
هوښیار،  د منطق، دلایلو او عقلانیت خاوند یا خاوندان چې همیشه په ابتداء کې  اقلیت وي،  آواز  وچتولو او حق ویلو ته نه پریښودل کیږي. 
 
که کوم مخلص او هوښیار کس د بی انصافی  په خلاف آواز وچت کړ، نو جابر مشران،  بیا ورته بیلابیلې لارې لري:  
 
لومړی يې د تبلیغاتو په ذریعه بدناموي، خاین، وطنفروش، د بیګانه هېواد جاسوس، د هېواد امنیت ته ګواښ ... تورونه پرې پوري کوي. 
 
دویم پړاو کې يې زنداني کوي
 
 دریم حالت کې يې د وژنې اراده  کوي. 
 
 خو تاریخ دا  هم ثابته کړې، چې  هرې  زمانې کې ظالمان اخر ناکام شوي دي، د حق او عدالت  خاوندان او اقلیت غږونه د ډیرو تکلیفونو وروسته بریا ته رسیدلي دي.
 
  اسلام  مقدس دین د عدالت دین دی او  د داسي مبارزینو یادونې پکې شوې دي، د بیلګې په توګه پر بني اسرائیلو د فرعون ظلم، او په موسی علیه السلام باندې د فرعون تورونه او بیا د موسی ع د وژنې پلان. بیا د موسی بریا...
 
  همدارنګه  پر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د قریشو تورونه، چا به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ساحر، چا به لیونی، چا به پيریانۍ او چا به دا تور پرې پوري کول، چې کواکې  محمد رسول الله  صلی الله علیه وسلم په کورنیو کې  د زوی او پلار همدارنګه د قبیلې د غړو ترمنځ بی اتفاقي اچوي.
 
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډیرې زیاتې طمعې ورکړل شوې، چی د الله د دین د عدالت مبارزه ترک کړي.   په آخر کې د ده رسول الله صلی الله وسلم  د قتل پلان هم چمتو شو. په ابتداء کې د رسول الله ص  ملاتړي او د حق خبر منونکي څومره وو؟ خو اخر کامیابي د چا شوه؟
 
په اوسني عصر کې هم همدا طریقه روانه یوه بیلګه یې زه دلته یادوم....
  په ۱۹۶۰ لسیزه کې  د امریکا متحده ایالاتو د ظلم او وحشت یوه بیلګه دا وه، چې  د هېواد  دننه يې پر  تور پوستوامریکایانو ظلم کول، پولیسو تور پوسته امریکایان په مختلفو پلمو وژل او زنداني کول، اقتصاد، زده کړې او ټولو  ښاري حقوقو څخه یي تور پوسته امریکایان بی برخې کړي وو، حتی د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون  چې  ۱۷۷۶ کال شاوخوا کې تصویب شوی وو، او  د بشري حقوق او مساوت یوه ځانګړې بیلګه ګڼل کیده،  جنسیتي تعصب او نژاد پالنې مادې پکې  شتون درلود،  تور او سپين امریکایان يې سره برابر نه ګڼل  او ښځې يې هم د ډیرو ټولنیزو کارونو څخه منع کړې وې،  چې بیا  په ۱۹۶۵ کال کې اصلاح شو.
  
د ډیموکراسي او بشري حقوقو مدافع امریکا، چې په ډیر خواشینۍ سره  باید ووایم ، چې حتی ځینې  افغان نارینه او ښځې تر اوسه پورې  ترې په افغانستان کې د ښځو حقوق او ډیموکراسي غواړي، د  هېواد څخه بهر ویتنام کې انتخابات ونه منل، ځکه نه يې غوښتل چې ویتنام واحد او خپلواک هېواد شي، امریکا غوښتل چې  په جنوبي ویتنام کې د امریکا لاسپوڅی حکومت وي نو د هېواد آزادي غوښتونکي، او په میلیونونو ملکي  ویتنامیان یې په ډیرې بې دردې سره بمبار او ووژل. 
 
د کور دننه ځینو تور پوسته ځوانانو د بربریت او ظلم خلاف خپل آواز وچت کړ. په دوی کې  د مالکم ایکس ،محمد علی کیلي او...  ترڅنګ یې یو ځوان مارتین  لوترګینګ وو، هغه د کور دننه او بهر کې د ظلم او بی انصافي  خلاف غږ وچت کړ.
 
 مارتین لوترګینګ په بی ګناه ویتنامیانو د امریکا بي رحمه بمباري وغندلې.  له تور پوستو سره د نظام تبعیضي چلند یې  چیلنچ کړ، چې دې کار د (عدالت او انصاف  لپاره  د غږ اوچتول)  ورته ډیر ګرانه تمام شو، د خائین تورونه پرې ولګیدل. ډیرو ملګرو يې یوازې پریښود.
 
د د  یوه مشهور  نقل القول د  د  د تنهايي او له د  سره د خپلو ملګرو بی وفایی درد څرګندوي، چې وايي: (( زه د دوښمن خبرو دومره نه یم ځورولی لکه د دوستانو خاموشي). 
 
دې مشهور مبارز ځوان، یوازې ۳۹ کاله  ژوند وکړ، خو  اوس يې  د امریکا دننه او بهر  میلونونه خلګ حتی هغه کسان  هم ستایې چې یو وخت  یې خائن باله..
 
ښاغلی لوترګینګ  په ۱۹۶۸ کال کې  د خپلې یوې مشهورې وینا یوه ورځ وروسته ترور او ووژل شو. 
 
دې ومړ خو مبارزه يې بریالۍ او یاد يې تلپاتي شو.....