د هوايي بریدونو له امله شینډنډ کې لږ تر لږه لس تنه مړه دي

روهي(درې نۍ/۱ د سلواغۍ)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د هرات په شين ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د مرغومي یا جدي پر ۱۸ نېټه د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکي کسانو د وژل کېدو له ادعا وروسته دوی څېړنه پیل کړه.
د دغه کمېسیون د ځانګړو څېړنو د څانګې مشر عالم عزیزي بي بي سي ته وویل:
''زموږ لومړني معلومات ښيي چې په دغه پېښه کې په خواشينۍ سره چې ۱۵ ملکي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې، لس کسان پکې وژل شوي دي، درې ښځې او درې ماشومان هم پکې شامل دي. افغان چارواکو لا د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د دغه وينا په تړاو څه نه دي ويلي خو هغه مهال د هرات ځايي چارواکو وويل چې د بې پيلوټه الوتکې په دغه برید کې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې قوماندان ملا ننګيالی او د هغه پنځلس ملګري وژل شوي وو.
ویل کېږي، د دې پېښې ټول قربانیان د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې د ملا ننګیالي د کورنۍ غړي دي.