پر پښتونخوا د غلې بندولو په بدل کې به  برق پرې بند شي

روهي(دوه نۍ/۳۰ د مرغومی)، په پاکستان کې د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، د پښتنو د یووالي لپاره به ډېر ژر یوه جرګه راوغواړي چې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو خبرې وکړي. ښاغلي خان يې په ځواب کې وویل، که پنجاب په پښتونخوا غله بنده کړه، نو په هیڅ قیمت به برق ورنه کړي.
د ویلو وړ ده چې د پاکستان په اساسي قانون کې په ۲۰۱۰م عیسوي کال کې د اتلسم سمون په نامه بدلون شوی وو، چې له مخې يې د سرحد ايالت نوم په خیبرپښتونخوا واړول شو او وړو ایالتونو ته تر پخوا ډېر واک ورکړل شو.
ښاغلي خان دا خبرې نن دوشنبه د خدايي خدمتګار د بنسټګر خان عبدالغفار خان (باچاخان) او د هغه د زوی او وتلي سیاستوال خان عبدالولي خان د تلینونو په لړ کې جوړې شوې یوې ولسي غونډې ته وینا کې کړې. د عوامي نېشنل گوند مشر د غونډې گډونوالو ته په خطاب کې وويل "هر یو کس چې پاڅي، وايي - د پښتون یووالی، د پښتون یووالی - زه ستاسو په مخ کې امیر حیدر خان هوتي او میا افتخار حسین دواړو ته وایم، چې څومره ژر کېدای شي، د پښتنو له ټولو مشرانو سره تماس ونیسئ او په باچا خان مرکز کې د پښتنو یوه لویه جرګه راوغواړئ، چې ټول سره کېنو او یوه لاره راوباسو."