له مودو راهېسې مې په خصوصي سکټور کې کار کولو ملا کړوپېدو ته نږدې کړې وه، ځکه چې یوازې به مې خپله راسپارل شوې دنده نه ترسره کوله بلکې د یو درجن رخصت اخېستو، امیدوارو ښځېنه کارمندانو، زړو سولېدلو سپین سرو او سپین ږیرو چارې هم راتر غاړه وې، خو برکت یې دا ؤ چې له عمومي رئیس رانېولې بیا تر عادي پیاده د ټولو پر چارو پوه او د کارونو تر سره کولو کې مې هر لور ته لاس خلاص ؤ.
یوه ورځ دا چورت را ولوېدو، چې راځه له دندې استعفا وکړه او کومه دولتي دنده پیدا کړه، چې هم اسوده شې ورسره او هم د مظلوم او بې وزله ملت لخوا دولت ته د ورکړل شوې مالیې پیسو برکتي معاش څښتن شې او هغه دې چا خبره د دنیا او آخرت دواړو اجرونه تر لاسه کړې؛ هماغه وو، چې د خپل خیال پولاو مطابق مې عمل وکړ.
د دفتر عمومي رئیس مې په ډېرې سختۍ استعفا ومنله، ځکه ویل یې، چې زما په تګ سره به یې ګڼې ستونزې ورتر غاړې شي او خدای مه کړه دفتر او کارونه به یې له سقوط سره مخ شي، چې په تلو تلو کې یې د معاش را لوړلو وړاندېز هم وکړو، خو ما د خپل خیال پولاو عملي کولو لپاره دواړه پښې په یوه موزه کې منډلې وې او په وچ زور مې پرې خپل استعفا لاسلیک کړه.
دولتي دندې پسې مې لومړۍ مېخېنې کېړۍ (څپلۍ) زړې کړې او بیا د خپلو اسنادو بشپړولو لپاره په لسګونو ادارو د کال یوې ربعې په اندازه سرګردان او لالهاند وګرځېدم، څو مې د پخوانۍ دندې نېمايي معاش دنده پیل کړه.
په پیل کې خو تر ټولو دا راته ستونزمنه تمامه شوه دولتي ادارو کې بېروکراسي ډېره ده، چې د یوې عادې موضوع لپاره به په سلګونو دفترونه ګز کېدل، خو بیا هم په تلو تلو کې ورسره بلد شوم، چې په دې به یې ستاسې سر نه درګرځوم. خو دولتي دنده کې یوه بله تر ټولو عجبه دا وه، چې له رئیس ور هاخوا د منځنۍ رتبې یو مدیر به پر بایسکل دفتر ته راتلو او یا به د کرايي موټرو له لارې په ډېرې سختۍ ځان د حاضرۍ لپاره رارسولو، یو مېټر لوستونکی او د تدارکاتو، مالي او بشري سرچېنو څانګو مامور به په ضد زره موټر کې له باډېګارډانو سره مل دفتر ته راتلو، چې دې عجایبو او غرایبو مې ذهن ته ګڼې پوښتنې راولاړې کړې او اړ شوم، چې د خپلې ادارې له یو زړه سوانده همکار څخه پوښتنه وکړم.
زړه سواند همکار مې د پوښتنو تشریحي ځوابونو حیرانتیا دومره زیاته کړه، چې وېښتان مې نیغ نیغ ودرېدل او سترګې مې نږدې له حیرانتیا راوتلې وې، ځکه هغه ویل، چې دا ضد زره کې راتلونکي لوی رئیسان، مشاورین او ټېټ رتبه مامورین خپل برکتي معاش هم کور ته نه وړي بلکې د راخېستو په ورځ یې په خوارو غریبانو ویشي او خالي لاس کور ته ځي. د همدې دولتي برکتي معاشونو وال په کال کې دوه یا درې ځلې د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې، دوبۍ او هند په سیاحتي سفرونو ځي او په هېواد کې دننه او بهر شخصي کورونه او لوی جایدادونه لري. دوي دغه راز پر شرعي یوې مېرمنې سربیره بیلابیلو ځایونو کې صیغې لري.
د زړه سواند همکار له دې ټولو تشریحاتو وروسته دا دی پوره نېمه لسیزه تېریږي، خو د دولتي دندې برکتي میاشتنۍ معاش مې د میاشتې تر شلمه په ډېرې ستونزې رسوي او د لسو پاتې ورځو لپاره د چم ګاونډ له دوکاندارانو په پور سودا راوړم او دا چې مخکې تر دې د چا پوروړی نه یم پاتې شوی، نو د پور غوښتلو غږ راباندې د راکټ ګوزار په څېر بد لګېږي، نو ځکه د هرې میاشتې وروستیو لسو ورځو کې د د کاندارانو له راپاڅېدو مخکې د محلې له جوماته د سهار له لمانځه وروسته نیغ دفتر ته ځم او د مازدیګر رخصتۍ وخت کې هم د مازدیګر، ماښام لمونځونه په جومات کې په ملا امام پسې ادا کوم او وروسته بیا په ترږمۍ کې کور ته ځان رارسوم، خو تر نن ورځې مې ضد زره موټر، باډېګارډان او سیاحتي سفرونه په خوب هم ونه لېدل سره له دې، چې د یو عادي مامور په توګه مې دنده پیل کړې وه او اوس په ډېره لنډه موده کې د خصوصي سکټور کاري تجربې او وړتیاوو له برکته د آمریت تر څوکۍ رسېدلی یم.
وروستي