پاکستان کې زرګونه  بندیان د ایډز او نورو وژونکو ناروغیو سره مخ دي

روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي )، د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرینه مزاري په اسلام اباد کې د ټول هیواد په زندانونو کې د بندیانو د وضعیت د قضیې په اړه راپور وړاندې کړ او په زرګونو بندیان یې په ایډز او نورو خطرناکو ناروغیو اخته یاد کړل.

 
د راپور له مخې په ټول پاکستان کې په زندانونو کې ټول ۵۱۸۹ بندیان په خورا خطرناکو ناروغیو اخته دي ، چې ۴۲۵ یې د ایډز ناروغان دي او ۱۸۳۲ یې په تور زیړي اخته دي د تورزیړي۲۲۵ نارینه او د پنجاب په جیلونو کې دوه ښځې ، په خیبر پښتونخوا کې ۱۱۵ نارینه او یوه ښځه دي.

پاکستان کې د خطر ناکو ناروغیو کچه مه په لوړېدو کې ښودل شوې ده.