سعودي عربستان: فلسطین زمونږ لپاره لومړۍ مسله ده

روهي( نۍ/۲۸ د مرغومي )، سعودي عربستان موږ روښانه دریځ لرو چې د فلسطین په تړاو د اشغالګرو چارواکو لخوا یو اړخیز اقدامات غیرقانوني دي.

 د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان آل سعود ویلي دي چې فلسطین زموږ لومړۍ ستونزه وه، نن ورځ ده او همداسې به دوام ولري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې موږ تل د عربي سولې د فورمول او نړیوالو قانوني پریکړو سره سم د جامع عربي حل غوښتنه کړې ده.

 
هغه وویل چې سعودي عربستان د عربي هیوادونو اتحاد او بشپړتیا ضروري ګڼي او هیڅ ډول مداخله به ونه زغمي چې د عربستان ثبات له ګواښ سره مخ کوي.