برتانیا پرېکړه کړې چې هغه والدین به جرمانه کوي چې ښوونځیو د رخصتۍ پر وخت خپلو ماشومانو پسې ناوخت راځي

روهي( نۍ//۲۸ د مرغومي )،  په انګلستان کې، پریکړه شوې چې هغه والدین جریمه کړي چې د ښوونځيو د رخصتۍ پر وخت خپلو اولادونو پسې پروخت نه راځي.
د انګلستان د ښوونځیو یوې څانګې پریکړه کړې چې مور او پلار به جریمه کړي چې د رخصتۍ وروسته د خپلو ماشومانو بیرته نیولو کې ځنډ کیږي، هر پنځه دقیقې کې به د یو پونډ په توګه جریمه ورد ښووخڼیو ادارو ته سپاري.
 
د ښوونځي اداره وایي چې حتی د ښوونځي رخصتیو وروسته، والدین نیم ساعت ناوخته راشي ترڅو ماشومان راوباسي ، او امنیت کارمندان او ښوونکي یې باید د ماشومانو خوندیتوب ته انتظار وکړي.
د ښوونځي ویاند زیاته کړه چې پلرونو ته پدې اړه څو ځله خبرداری ورکړل شوی و مګر د ځواب نه ورکولو له امله پریکړه وشوه چې دا به د ښوونځي مدیریت ساتلو کې هم مرسته وکړي.