
روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د هېواد باختر هوايي شرکت چې له تېرو څو لسيزو يې د اريانا افغان هوايي شرکت سره مدغم شوی وو يو ځل بيا کورنۍ الوتنې پيلوي.
دغه شرکت په ۱۳۶۶ کال کې جوړ او وروسته او د اريانا افغان هوايي شرکت سره وتړل شو. مسوولين وايي چې دغه شرکت د فعاليت ځانګړی جواز هم لري خو اوس به ورته د ښه مديريت په پار نوی جواز واخېستل شي.
حکومت د باختر شرکت په واک کې څلور کوچني الوتکې ورکړې دي، چې کورنۍ الوتنې به کوي. ټاکل شوې ده چې د نوي لمريز کال په لومړيو کې به دغه شرکت خپلې الوتنې پيل کړي.