هستوي او شيميايي د تمدن پيړۍ

ديوه نوي تحقيق له مخې  پنځه اتيا سلنه په اوبو کې پټه دا نړۍ چي يوازې ۱۵سلنه ته بشر لاس رسۍ لري. دطبيعت څيړونکيو او پوهانو د اختراعاتو د تقليد ځنځیرونه مات کړل. يوازې دفلزاتو د راديو اکتيو اتُمي شعاء عواغيزۍ له مخې دا نړۍ د نه بلونکي خطر سره مخ کړه. سره له دې چې هر کال په نړۍ کې د اتومي تسليحاتو ضد، نړيوال کانفرانسونه کيږي. خو بيا هم نړۍ د خپل اتومي زوره نه لويږي. 

دنوي عصر اختراعات ،ستوري پوهنه، فزيک پوهنه  ،بشر اوس مهال دخپلو طبیعي څيړنو او صنعتي کشفياتو او اختراعاتو په لحاظ د بشر د تاريخ لوړ ترين معيار او اعتبار لري. او دخپل دغه امتياز له امله د دې حق لري . چي ورته د کشفياتو اختراعاتو د اتوم بم او د پولادو د مهار کولو عصر ورته وويل شي. د اروپايانو د څيړونکيو او نوښتونو ځيرکتيا او پوهه بېخي بیا د بحث ځای نلري. زموږ د نړۍ د اختراعاتو او د وسايلو د نا سم استعمال بحث يوه بيله موضوع ده. خو حقيقت دا دی چې زموږ نوی تمدن د پخواني تمدن  چې  د سقراط او ارسطو عصر يې باله ،د انساني ژوند لپاره ډېر مُهلک دی. ریښتيا خو داده چي دغه وسايل او اختراعات او صنعتونه په خپل ځای بېخي پاک سپيڅلي او بې طرفه دي. دا په دې مانا چې هغه د انسانانو د ارادې او عقل تابع دي. هغوی په خپله نه خېر دي او نه شر، ولې همدا موږ عقل لرونکي او پوهه لرونکي انسانان ترې د خېر او شر کار اخلو.

 ستوري پوهنه او مُتافزيک هغه علم دی چي د دغې  وسايلو   او اختراعاتو لپاره ترې کار اخلي .په لويدیځو او ختيځو قومونو کې تر يوه وخت دا فکر غالب و چي تمدُن د راحت او سکون نوم دې او دا د ژوند تر ټولو لوړ فکر دی،چي داسې نه ده. هغه وسايل چې موږ له خېر له پاره ترې ګټه اخېسته،سر چپه يې نړۍ ته د جګړې په اور کې واچوو. د همدې  وينا په اساس د بېلا بېلو وسايلو د اختراعاتو لپاره يو اړين وضاحت پکار دي. ځینې وخت په ډېره  حيرانتيا  سره دا فکر کوم ،که چيرې په طبيعت او فضاء کې ؛يعنې په نورو سيارو کې بشر او ژوندي موجودات شتون ولري او له کومې بلې سيارې يو سياح او ليدونکي د ځمکې سيارې ته راشي. زموږ دا وحشت او بربريت وګوري. نو څه به وايي ؟ ويني به ، چي موږ د خپلې تباهۍ او هلاکت وسايل جوړوو، عجيبه خو لا دا ده چي يو بل ته د جوړولو کارولو چل هم ور ښايوو . تاسې ګورئ دا سيالۍ دې حد ته ورسيده، چې د امريکا د متحده ايالاتو او پخوانې روسيې فزيک پوهان د اتوم بم په جوړولو بريالي شول، چې د هغوی په اند دنوي عصر جګړې ماتې،او بريا ور پورې تړلي ده.

 په ۱۴د جولاۍ ۱۹۴۵ع په ۵/۳۰ مينټو اتوم بم د خپل زور او قوت سره په لومړي ځل وازمويل شو. دچادونې زور، د هوا فشار، زهري لوګيو  يو ژوندی قيامت جوړ کړی و. ګرد، دوړو، لمب، دسوزيدلو لوړ غږ د دوزخ په څېر اور؛ چي هر څه په يو دم په ايرو بدل کړل. له هغې وروسته پخوانۍ روسيې اتم پوهانو يو نوی هستوي بم چې۳۰۰۰ وارې دهغه بم نه چې د امريکا متحده ايالاتو  تجربه کړ ی و؛د ۹۰۱ کيلومترو ساحه د اور په لمبو کې لولپه کړه، د۳۰۰۰ درجو نه لوړ د حرارت درجه يي لرله،د اوسني نوي عصر هايدروجني  بمونه ۶۰۰۰ وارې د مخکني ازمایل   شویو اتُمي بمونو قدرت لرونکي دي . اوس مهال په نړۍ کې ۱۶۰۰۰ هستوي اتُمي بمونه شتون لري .چي يوازې لس هايدرُجني اتُمي بمونه د دې طاقت لري ،چې ټوله نړۍ د خاورو سره خاورې کړې.که دغه اتوم بم په يو ښار يا سيمه و چاودل شي.له چاودولو وروسته به دا ښار د خاورو په يو ډيري بدل شي .په يو وخت به انسانان، حيوانات؛ لولپه شي او کوم ساکښ ژوندی پاتې شي. د اتوم بم يو ځوريدونکی لامل دا دی:  په هوا کې اکسيجن په طبیعي ډول سوزيدل پيل کړي. په هوا کې موجود مرطوب نايتروجن او هايدرجني ګاز د هر ژوندي ژوي هسته، له چارج وروسته چاوديدو ته چمتو کړي . وينه تحليليږي،په لومړي سر کې د وينې سپين کرويات له مينځه ځي .څو ورځې چې انسان ژوندی وي، غړي يې سوليږي او په وجود کې دننه هستوي تحريکوي تر څو چي وچوي او انسان ومري . د اتوم بم د چاودنې له امله رايډيايي، راډيو اکټيف وړانګې په هوا کې پاتې کيږي؛ د انسان د پوستکي او تنفس په وسيله جذب کيږي. د راډيويي فلزاتو وړانګې له فضاء او هوا نه په سلوګونو کالونو د دغوو وړانګو زهر نه ووځي.

 موږ انسانان چي د ماديت په علم څومره پوهېږو د دې په پرتله د ژوند پوهنې،چې څنګه په دې روښانه نړۍ کې ژوند وکړو؛ لږ پوهېږو . همدغه ناپوهي موږ د تباهۍ په لور بيايي. دژوندانه اصول،کشفيات او اختراعات سره ولې نا انډوله کړو . د بسيا ژوند اصلي ماخذ څه دي؟ په دې کې هېڅ شک نشته چې د اروپا په دوهم ځل پرمختګ کې د دې پوښتنو ځوابونه موندل کېدل؛خو د عصري، صنعتي، کشفونو، اختراعاتو، د تمدن د بد رنګتوب دغه څرک رڼا نوره هم کمزورې کړي. د ژوندانه باطني فلسفې د وخت په تېريدو سره د انسانان نور هم ډوب کړل. د ژوند د سوکالۍ نښې له منځه تللې دي. دا ځکه چي د نهو پيړيو  راهیسې د انسانانو د اخلاقي قوت د ادب ريښې او دين ترمنځ انډول وران شوی دی. اوس مهال د دوی سره ټول وسايل شته خو آرام نشته. د ژوندانه په ټولو مسايلو او علومو پوهيږي؛ خو د انساني اصولو د تمدن د مباديو بې برخې دي . په عمومي توګه دا ډول ژوند د فطري احساس روحاني اړتياوو غوښتنه نه ده، بلکې دفرضي او مجازي اړتياوو غوښتنه ده . دا اخلاقي حِس او ضمير پکې دومره پاتې دی.د يادې پورته ګډوډۍ پاځوال هغه نظامونه  دي چې  د حکومت ګټې او شتمنۍ په واک کې ساتل خپل ځان فرض ګڼي خو د ولسونو سره د اخلاقي يووالي مرسته او نږديوالی ضرر ګڼي.

 موږ    د يو ځانګړي تنقدي نظر؛لا مخکې د دغې اختراعاتو او کشفياتو يو نظر تيرکړو. وبه ګورو چې ددغه اختراعاتو او کشفياتو مرام څه دی؟او تر کومه ځايه خپل هدف ته رسېدلې دي.ايا د دې نړۍ له پاره له ځان سره خير او برکت راوړلای شئ او که د نړيوالو په مشکلاتو او مصيبتونو کې نور هم ډېرښت راوستلای شئ؟