وروستیو سیاسي ناخوالو ایران ته څومره اقتصادي زیان اړولی؟

روهي(درې نۍ/۲۴ د مرغومی)، تېرو ۱۲ ورځو پیښې چې د قاسم سلیماني وژلو سره پیل او بیا ایراني چارواکو ومنله چې اوکراینۍ الوتکه یې تېروتنې سره ویشتلې، ایران ته پر سیاسي پایلو سربېره پاموړ اقتصادي اغېز هم لري.
دې وروستیو پېښو پسې ځینې هوايي شرکتونو ایران او عراق ته الوتنې وځنډولې یا یې هم له دې دوو هېوادونو لار بدله کړه.
د جرمني لوفتانزا هوايي کرښې تر ۲۰ جنورۍ تهران ته الوتنې ځنډوې او سوېډن هم د ایران هوايي کرښې الوتنې دوو ښارونو سټاکهولم او ګتنبرګ ته لغوه کړې ده.
ځینې هوايي شرکتونو لکه د فرانسې فرانس هوايي کرښې، د ناروې شاتل هوايي کرښې، د مالیزیا او د اسټرالیا کانتاس هوايي کرښو هم د ایران او عراق اسمان پرېښودلی.
خو د ترکیې هوايي شرکت او د ترکیې پګاسوس هوايي شرکت لا هم تهران ته الوتنې لري.
د ایران د هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد له اسمان د الوتکو تېرېدلو پر ۱۳۹۷ کال ۱۷۰۰ میلیارد تومن عاید درلود، خو دا عاید تر ۱۳۹۶ کال څلور سلنه کم و.
د دې شرکت مشر سیاوش امیرمکري تېر دوبی ویلي و چې د روان کال د عاید شمېر نه لري، خو الوتنې په ورځ کې له ۹۰۰ هم کمې شوې دي او اټکل دی چې سږ کال به دا عاید لس سلنه کم شي.
د یو هېواد له اسمان د پردیو الوتکو د تېردو عاید د الوتکې وزن او د ټاکلي هیواد اسمان کې واټن دی؛ دا لګښت په ایران کې د الوتکې د یو ټن وزن له مخې په کیلومټر د ډالرو څلورزرمه برخه ده.
د دې سره به ایران د اوکراینۍ الوتکې د غورځولو تاوان هم ور کوي.
د ایران د مرکزي بېمې مرستیال غلامعلي جهانګیري دا تاوان د ۱۰۰ او ۱۵۰ میلیون ډالرو ترمنځ اټکل کړی چې یوازې ۷۰ میلیون ډالر د الوتکې کېږي.
له دې سره باید هغه پیسې هم زیاتې شي چې د ایران حکومت یې د قربانیانو کورنیو ته ور کوي.
د الوتکې د غورځېدو یوه بله نتیجه دا شوه چې د ایران پر ګرځندوی نېغ اغېز لري.
د الوتنو لغوه کېدو د ګرځندوی فعالان اندېښمن کړي او ان د هوايي سفر او ګرځندوی د دفترونو ټولنې په یوه لیک د ایران د ګرځندوی، لاسي صنایعو او کلتوري میراث وزیر ته په لیک کې ویلي چې بېړني شرایط اعلان کړي.
د ګرځندوی او هوايي سفر د خدمتونو ټولنې مشر حرمت الله رفیعي وايي، وروستیو کې ایران ته د ګرځندویانو تګ ۷۰ سلنه کم شوی دی:
"له امریکا او کاناډا صفر، له اسټرالیا او له اقیانوسیه اتیا سلنه او له اروپا او اسیا ۶۰ سلنه سفرونه لغوه شوي دي".
وروستیو پېښو د ایران ګرځندوی صنعت دومره سخت اغېزمن کړی چې لوړپوړو چارواکو هم ومانه.
د ایران د ګرځندوی، لاسي صنایعو او کلتوري میراث وزیر علي اصغر مونسان وویل: دې پېښو ګرځندوی ته ستر ګوزار ور کړ.
که څه هم ایران د ترکیې په څېر له ګرځندوی ډېر عاید نه لري، خو اوس همدغه عاید هم اغېزمن شوی دی.