کندهار د ممیزو حاصلات  ۱۵سلنه ډېر شوي

روهي( دوه نۍ/۲۳ د مرغومي )، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دغه ولایت کې د انګورو کلنۍ تولید تر ۲۸۰ زره مټریک ټنو پورې رسیږي، درې برخې يې په تازه بڼه او یوه برخه يې له وچېدو وروسته کورنیو او نړيوالو مارکېټونو ته د ممیز په ډول صادرېږي.
 
 سیدي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا د کندهار ولایت انګورو بڼوالو لپاره ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۸۸ ممیز خونې جوړ شوي دي، چې ورسره د ممیزو په کیفیت کې مثبت بدلون راغلی دی.

د کندهار د کرنې رییس همدا ډول وويل، دا مهال په سلګونه مېرمنې او نارینه د ممیزو پر وچولو بوخت دي، چې دا يې د عوایدو ترلاسه کولو یوه ښه وسیله ده. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۰زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو تاکنونه ولاړ دي، چې دې وروستیو کې يې یو شمېر د کرنې وزارت په همکارۍ عصري شوي هم دي.
سږکال ددې ولایت د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوې وه. په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.
له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (NHLP) له ۲۰۱۶ ام کال را په دې خوا د کندهار ولایت په ډنډ، دامان، ارغنداب، پنجوایي او ژړی ولسوالیو کې د انګورو بڼوالو لپاره لسګونه عصري ممیزخونې جوړې کړي دي.

یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل شوي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
 
کندهار کې د انګورو ډېر بڼونه دي، چې هر کال له دې ولایت څخه نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.