سپین‌غر ادبي بهیر ۴۱مه ناسته هم وکړه    

سپین‌غر ادبي بهیر يارانو خپله یو څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې سنګر جانان‌خېل سمبالولې، د جانان خدرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره استاد احمدالله چابک ملګری وو.

د تېرې ادبي ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ خوا واورول شو چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد.

پۀ پیل کې د ناستې مشر استاد محمد رازق ځلاند وینا وکړه. هغۀ پۀ خپلو خبرو کې وویل: زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې د بهیر ناستې مو لۀ څلوېښتو بره شوې او ان شاءالله دا لړۍ بۀ دوام لري او کوښښ بۀ کوو چې د بهیر ناستې لۀ خنډ او ځنډ سره مخ نۀ شي، استاد ځلاند زیاته کړه، د بهیر کمېټې دې خپلې هڅې لا چټکې کړي چې د ځینو بهیروالو کتابونه څومره ژر چې کېږي باید چاپ او د لوستونکو تر لاسونو ورسېږي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې استاد احمدالله چابک، نوراغا مظلومیار، جان‌ولي ثاقب، محمد همدرد، امرالله هیله‌من، محمد غوث نوري، جانان خدرخېل، محمد عارف میثاق، جمشېد تکل، راز خوږیاڼي، روح الله صمیم، برکت الله اسیر، خوشال دراني، نوراغا شهزاده، قنداغا سهار، وسیع الله ګوهرخېل، امېد احساس، استاد شمشېر، محمد رازق ځلاند، خالد احساس، میراغا قدریار، شوکت الله امرخېل، او ثابت الله اقبالي پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه او شرنګېدلي ترنمونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته جمشېد تکل ته بلنه ورکړل شوه، چې د ناستې ارزونه وکړي، هغۀ پۀ ټوله کې ناسته لۀ پیله تر پایه ښه وارزوله او لۀ ټولو ملګرو یې غوښتنه وکړه چې باید هره اوونۍ د بهیر ناستو ته راشي او پۀ خپل ګډون د بهیر ناستې لا ښکلې کړي، تکل زیاته کړه، بهیر د ځوانانو لپاره د روزنې او زده کړې ښۀ ځای دی، پۀ وینا یې ځینې کسان چې د بهیر لۀ پیله تر اوسه د بهیر ګډونوال پاتې شوي ډېر فرق پکې راغلی او استعدادونه یې غوړېدلي او پۀ پوره معنا مثبت بدلون یې کړی دی او ډیر ښۀ شوي دي. تکل د خپلو خبرو پۀ پای کې وویل دا بهیر د هېچا نۀ دی بلکې د هر چا دی، ځکه هېڅوک یې دعوه نۀ شي کولی او هر څوک پکې ګډون کولی شي.

د یادونې وړ ده راتلونکې ادبي ناسته کې بۀ دوست محمد دوست پۀ «پښتو شعر او ماډرنیزم» موضوع ادبي درس او لیچکر وړاندې کوي.

ناسته غرمه مهال د استاد وسیع الله ګوهرخېل پۀ دعایه پای ته ورسېده.