جګړه،نيشه او ځوانان

لکه څرنګه چه زمونږ د ګران هيواد هره برخه د تيرو درو لسيزو له ناورينه پوره زيانمنه شويده، او هر څه يي د لاسه ورکړی دی، نو نن يو ځل بيا هغه وخت رارسيدلی چه د ګران وطن د هر پرهر درملنه وکړو.   نو ددی لپاره مونږ با همته ، با سواده او با جرعته ځوانانو ته اړتيا لرو،دا چه په ګران وطن کی د بل شوی اور له امله د تيرو درو لسيزو په جريان کی د ټولنی ځوانانو مو ډير کړاونه ليد لی،او د تعليم له خوږی ثمری څخه بي برخی پاتی شوی، او د قلم په ځای يي د ټوپک له خولی د خپلی نفقی او روزی په تلاش کی وه، او ځينو خو يی بيا د کتاب په ځای د دنيا له هر خواږه نعمته ځانونه بی برخی کړي او د نيشه يزو توکو ا ستعما ل ته يي  مخه کړی او خپل ژوند یی له پراخو کړاونو سره مخ کړی چه لا تر اوسه هم په علاج کی پاتی راغلی ، بس د مرګ په ارمان د ژوندانه شپی او ورځی سبا کوی. نو دلته دری سواله مطرح کيږ 1اول سوال : ولی مونږ نن دومره شاته پاتی يو او د نړی نور هيوادونه دو مره ډير پر مخ راڅخه ولاړ دې، نو مونږ بايد څه وکړو تر څو ددوي      سيال شو؟ 2دوهم سوال : جګړي مونږ ته څه راکړل او هغه څه چه یی راکړی ایا زمونږ په ګټه دی او که په تاوان، ايا نور هم جګړی ته اړتيا شته؟ 3دريم سوال : د نيشه يزو توکو استعمال کی کومی ګټی نغښتی دی، نو که کومی ګټی پکی وی نو بيا ولی د  نړي پوهانو ورباندی کتابونه ندی چاپ کړی، چه مونږ يي لکه د فرض لمونځ نه قضا کوه، او دا چه مونږ     مسلما نان هم يو نو الله (ج) د اسلام په مبارک دين کی د نيشه يزو توکو د استعمال په اړه څه ډول حکم کړي دی ؟ را به شو د لومړی سوال ځواب ته چه مونږ ولی شاته پاتی يو او د نړی   نور هيوادنه ولی پر مخ ولاړ دی. دوی فضا  ته وختل او زمونږ څخه په واټنو واټنو ليری ولاړل او مونږ بد بخت لا تر اوسه هم د ځمکی په سر د ارام او مترقی ژوند څخه بی برخی يو، دوی فضا ته د ختلو لپاره دښو او پرمختللو  ستورمزلو جوړولو په خيال کی دی ، او مونږ بی سوادانو ته د ستنی د جوړولو چل هم نه راځی،   مثالونه نور هم ډير دی خو زه همدا يو دلته کافی ګنم، وجه څه ده چه مونږ نن دومره شاته پاتی یو،او دوی دومره  پر مختللی،  نو اوس څنګه کولای شو چه د سيالانو سيال  شواو څنګه به په هر ډګر کی ددوی مقابله وکړو ،همدا وجه ده چه مونږ نن د هر دوښمن د تيری په مقابل کی ناتوانه يو او هر څوک په مونږ کی خيژی ،او بس ايله ګورو ورته،ددی ټولو سوالونو ځواب يو دی،  چه مونږ بی تعلیمه يواو هيڅ داسی هنر او کمال نلرو چه زمونږ دوښمن ورڅخه سترګه وکړی ، نو راځی چه دا کمال او هنر پيدا کړواو  نور دا د جهل له تيارو څخه ځانونه راوباسو نور بايد  د تعلیم زده کړی په لور مخه کړو، تر څو نور د هر پرهر لپاره  مو درمل پيدا کړو،تر څو پوری به  موداد سوال کچکول په غاړه وی، د ژوند د هر درد دوا د سواد او د تعليم   په زده کړه کی  ده، چه مونږ يي هم بايد د نړي د نورو هيوادنو په شان نر او ښځه زده کړو او نور دا خپل د ګل په شان وطن  داد بی وزلی اوبانصافی له طوفانه  وژغورو.                           رابه شو د دوهم سوال ځواب ته چه جګړه زمونږ په ګټه ده او که په تاوان او د جګړی ثمره څه وه. له دی حقيقت به هيڅوک هم بی خبره نه وی چه د درو لسيزو خونړيو جګړو په مونږ څه وکړل، بچيان مو يتيمان ، ميندی بوری، پيغلی کونډی، او وطن موهم وران کړو، او حتا تر دی چه  تورسرو موپه پردیو هيوادونو  کی  د سوال کچکولونه هم وګرځول،د ښکلو ښکلو ځوانانو جنازی مو څه په خپل وطن کی تر خاورو لاندی کړی او څه په پردیو هيوادونوکی،ما خو يو زره خيراو ګټه هم په کی ونه ليده ،او تاسی هم خپله  قضاوت پري وکړی چه ايا جګړه زمونږ په ګټه ده او که په تاوان،  اوکه دا خو يي ګټه وی نو زما په اند چه غوليدلی به يو، ځکه چه په نتیجه کی هيڅ په لاس رانغلل، يوازی او يوازی غم ، وير ، بی وزلی ، بی کسی او د کړاونو ډک ژوند مو په برخه شو، نو راځی چه نور و نه غوليږو او نور د هوسا ژوند تکل وکړو او بدمرغی څخه ځانونه خلاص او د نيکمرغی غيږی ته ځانونه وسپارو. چه د بد مرغی څخه خلاصيدل او د نيکمرغی غيږی ته تلل د جګړی څخه لاس اخيستل دی،  نو راځی ځوانانو چه نور د تير څخه عبرت واخلو او د هوسا ژوند لپاره له سره د داسی څه په لټون کی شو کوم چه د الله (ج) رضايت او زمونږ نيکمرغی وی پکی چه هغه د جګړی څخه لاس اخيستل ، دسولی او ورور ګلوی ژوند ته وردانګل ، د خپل وران وطن له سره ابادول او د تعليم په ګاڼه د ځانونو سمبالول  دی.  دريم سوال مو د نيشه يزو توکو د استعمال په اړه وه،چه د هغی په ځواب کی به دومره ووايم، د نيشه يزو توکو کارول حرام دی، ځکه چه الله( ج) د قران کريم سورهّ البقره ايت ۱۹ کی فرمايلی، ژباړه: سوال کوي له تا څخه  په باره کې د شرابو او جواری کولو کي، اې پيغمبره ته دوی ته ووايه چې په دواړو کې ګناه ده او يو څه فايده هم شته مګر ګناه يې له فايده لويه او ستره ده . همدارنګه سورهّ النسا ً  ايت ۴۳ کي فرمايلی،  ژباړه: اې هغو کسانو  چې تاسو ايمان راوړی، د نشې په حالت کې لمانځه ته مه نيږدې کيږی. ژباړه : ټول نشه راوړونکي شراب دي او شراب ټول حرام دي. د شرابو حکم په اسلام کي— حمر يوه عربي کلمه ده او لکه څرنګه موچه ولوستل نشه راوړونکو توکو ته استعماليدای شي، دا کلمه په قران کريم کې د پيغمبر(ص)  د يارانو په وينا وو کې او نورو اسلامي علماوو په وينا ذکر شوي ده چه د حمره له کلمې څخه نيول شويده ، چې  ددې‎ کلمې معنی پوښښ او پټ ساتل دي. ددي کلمې مفهوم او مراد هر هغه څه دی چې د انسان عقل پټوي او پوښښ ورکوي او يا يې ذايل کوی. يعني هر هغه څه چي عقل معشوش او ذايل کوی حمر ورته ويل کيږی. نو پدی اړه دينی علماوو او د نړۍ پوهانو ډير موضوعات ليکلی، او دا اوس هر چا ته په ډاګه شويده چه د مخدره موادو کارول روحيي فزيکی، اخلاقي ، اقتصادي او نور ټولنيز زيانونه لری ، چه له همدی وجهی نشه يې توکي په اسلام کی حرام ګرځول شويدی. نو پدی اساس مونږ ټولو ځوانانو ته پکار ده چه د نشه يي توکو کارولو ته زړونه ښه نه کړو.  افغانستان خوست : هيواد همت 2007-12-