د کابل – هرات لویه لار د سوداګرو او ترانسپورتي موټرونو پر وړاندې خلاصه شوه

روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل – هرات د لویې لارې د وضعیت ارزونې په موخه چې څه موده دمخه یو شمېر سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو مسوولینو ترې د ناقانونه پیسو اخیستنې شکایتونو کړي وو؛ هرات ولایت ته سفر وکړ.

مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل – هرات پر لویه لار له سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو له مسوولینو سره چې د بډې اخیستلو ادعا یې کړې وه او له همدې امله یې په اعتصاب لاس پورې کړی و، وکتل.

 سعادت د سوداګرو او اړونده برخو مسوولینو شکایتونه او اندېښنې واورېدې او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیت ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي او هر هغه کس چې پر دې لویه لار د بار وړونکو موټر چلوونکو د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کوي له هغوی سره به قانوني جدي چلند کېږي.