کرېس ګېل: پاکستان د نړۍ تر ټولو خوندي ځای دی

روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، د وېسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی کرېس ګېل وايي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو خوندي ځای دی. کرېس ګېل وايي چې د پاکستان د سوپر ليګ لپاره مېلمنو لوبغاړو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نېول شوي دي. 

دغه لوبغاړی وايي چې د پاکستان لوپوړي چارواکي د کرېکټ لوبغاړي د امنيت په فکر کې دی او ځانګړې پاملرنه ورته لري. 

کرېس ګېل په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د نړۍ  ډېری لوبغاړو پاکستان  کې د ناامنی له امله د دغه هېواد په سوپر ليګ کې برخه وانه خېسته.