خوست: د ښاروالۍ د مامورينو ظرفیت لوړولو او په ښار کې دښو ښاري خدماتو د سرته رسولو په منظور غونډه وشوه .

د روان لمریز لېږدیز کال د قوس یا د لېندۍ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ولایت مقام په دفتر کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوه ، چې په کې د خوست ښاروال انجنیر جهان ګل او د ښاروالۍ په چوکاټ کې د رمپ اپ متخصصینو ګډون درلود.
ناسته د قرآن پاک د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه ، ورپسې خوست ښاروال جهان ګل د ښاروالۍ په عوایدو ، روان او همداشان په راتلونکي پلان مالومات وړاندې کړل . نوموړي د تېر کال په پرتله د خوست والي په ځانګړي پاملرنه د ښآروالۍ په عوایدو کې له زیاتوالي یادونه وکړه .د ده په خبره د قوس تر۱۸ مې نېټې پورې یې د ښاروالۍ عواید ۵۸ ملیونو ، ۹ لکو او دیارلس زرو افغانیو ته رسېدلي ، چې ۲۲۰ لکه افغانۍ یې یوازې د ۱۲۰۰ فامیلیو څخه په لاس ورغلي ، چې د خوست والي عبدالجبارنیعمي تر هدایت لاندې به یې د ښاروالۍ د منظم پلان له مخې په ښاري خدماتو ولګوي .
له ده وروسته د رمپ آپ مسوول په خپلو خبرو کې وویل ، درې میاشتې وړاندې یې په دې ولایت کې دندې پیل کړي ، چې تردې دمه یې د ښاروالۍ سره په ګډه د خلکو په خوښه په لسو پروژو د اسنادو جوړولو باندې کار کړی ، چې د هغې څخه به یې په دریو پروژو کار په نږدې راتلونکي کې پيل شي .
د نوموړي په خبره چې په یادو پروژو کې د ښار د ویالو لېول او پرهغې د پټولو په موخو په ښایسته ډول د اوسپنیزې جالۍ نصبول ، د ښار څخه د کثافاتو د لېږدولوپه موخه د دوو سېپټي ټانکرونو اخېستل او په ښار کې د پاکوالي پروژې شاملې دي .
له دوی وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي د ښار په ښکلا او پاکوالي ټينګاروکړ، ده وویل ، ماته ډېره مهمه داده ، چې د خوست ښاریان دې له یوه ښکلي ، پاک او له اړینو اسانتیاوو برخمن شي .
نوموړي په دې هکله له خوست ښآروال او د ښارولۍ له متخصصینو وغوښتل ، چې په ښار کې مهمو ستونزو ته کلکه او لازمه پاملرنه وکړي ، ترڅو له یوې خوا ښار پاک او له ښکلا برخمن شي او له بله لوري یې ښاریان نور په هېڅ یوه برخه کې له ستونزو سره مخ نه وي .
والي نعیمي زیاته کړه ، غواړم په سرکې د ښاروالۍ دمامورینو ظرفیتونه لوړ شي .تر څو دوی وکولای شي ، دظرفیت لوړونې په ترڅ کې ورسپارل شوي دندې په ښه ډول سره مخ ته یوسي .د ده په خبره چې که ظرفیت لوړونې ته پاملرنه ونه شي ، په هېڅ صورت نه شو، کولای په ښار کې له سړکونو ، تعمیرونو، ونو ، پارکونو او نورو ځایونو څخه حفظ او مراقبت صورت ونیسي .او تر ټولود شویو کارونو څخه ساتنه او پالنه ډېره مهمه ده.
خوست والي عبدالجبارنیعمي وویل ، د دولتي عوایدو په راټولولو کې باید زیاتې هڅې وکړۍ ، ترڅو عاید لوړ او له مخې یې په مقابل کې ښه ښاري خدمات ترسره کړۍ.
والي نعمي همداشان له خوست ښاروال وغوښتل ، چې په ښار کې په پام کې نیول شوي لمریز څراغونه بایدد لوړ کیفیت درلودونکي وي ، ترڅو له مخې یې په ښا رکې د تیارې ستونزه رفع شي.
والي نعیمي په ښآر کې د پاکوالي او د بیارغنیزو د کارونو څخه د ساتنې او پالنې په موخه له دوی وغوښتل ، چې عامه پوهاوی وکړي ، دده په خبره چې په نږدې وخت کې به په خوست کې ورځپاڼه په فعالیت پیل وکړي، چې د ولایت په کچه به ټول نوي بدلونونه او شته ستونزې د حل او هواري په موخه په نشر رسوي ، همداشان د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر په چوکاټ کې د فعال شوي وېب پاڼې فعالولو یادونه وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کچېې له دوی وغوښتل چې ټولې کړنې ، فعالیتونه او د عامه پوهاوي په اړه پیغامونه کولای شۍ ، د همدې لارې خلکوته ورسوۍ .تر څو خلک هم د ښآر په پاکوالي او ساتنه کې خپل رول اومسوولیت ادا کړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي له دوی په داسې ګروپ جوړولو او فعالیتونو ټينګار وکړ، چې ورسره په خوست ښار کې د سړکونو او نورو ځایونو په پراخوالي کې له منظم پلان سره کار وکړي ، تر څو خوست له سترو پراخو سړکونو برخمن او اوسنۍ زیاته ګڼه ګوڼه کمه شي .د ده په خبره د خوست ښار سړکونه لسګونه کاله وړاندې د ولسوالۍ په کچه جوړ شوي ، ولې اوس نه یوازې دا چې خوست په ولایت بدل شوی ، بلکې له زیاتو پرمختګونو خواته روان دی ، چې بایده دي ، د سړکونو او نورو اړینو پروګرامونو کې پراختیا ومومي ، ده په دې اړه د ځانګړیو تصمیمونو یادونه وکړه .