دافغانستان دسيمه ييزومطالعاتومرکزله ويب پاڼې څخه :
ډاکتر خوشال روهې
له هغه وخت راهيسې ، چې د شوروي پخوانۍ امپراتوري ونړېده ، نړۍ د امريکې له برلاسۍ او واکمنۍ سره عملاً يو قطبي شوه . تاريخي تجربو ښودلې ، چې هر کله په نړۍ کې دځواکونوتوازن له منځه تللی نو درنې جګړې پېښې شوي ، يو شمېر ولسونو خپلې خپلواکۍ له لاسه ورکړي او يو شمېر سيمې په ژورو کړکېچونو کې ښکېل شوې دي . که څه هم امريکا له نازي جرمني ، فاشېستي اېټاليااو ملېټارېستي جاپان سره توپير لري او ظاهراً يې د دموکراسۍ جنډه پورته کړې ، خو سره له دې په يو شمېرمهمو نړيوالو مسايلو کې د امريکې د يو اړخيزوپرېکړو له امله يو شمېر سيمه ييز او نړيوال کړکېچونه رامنځته شوې دي . زما په اند د اقتصادي سياليو تر څنګ د دغو کړکېچونو يو غټ لامل دا هم دی ، چې د سره خطر( کمونيزم ) تر ماتې وروسته امريکې او ناټو پرېکړه وکړه ،چې دشنه خطر( اسلامي بنسټپالنې ) جرړې هم يوازې دزور له لارې وباسي او په دې توګه يې هغه سيمې چې سيکولر نظامونه درلودل هم د اسلامي بنسټپالنې په ځالو واوړول . له بده مرغه له شمالي افريقې څخه نيولې تر اندونيزيا پورې سيمې او په هغو کې په ځانګړې توګه افغانستان د دغو کړکېچونو لوی قرباني دی .
د پخواني شوروي امپراتورۍ له ړنګېدو سره امريکې او ناټو نه يوازې هڅه وکړه د شوروي پخواني اقمار تر خپلې ولکې لاندې راولي ، بلکې هڅه يې کوله د شوروي پخواني جمهوريتونه هم ترخپلې اغېزې راولي او له ځان سره يې مل کړي او دهغوی له ډلې څخه په لومړي پړاوکې ازبکستان او قزاقستان ته په ناټو کې د غړيتوب له ورکړې سره د روسيې چاپېره د ناټو يو کمر بند راتاو کړي .
داسې ښکارېده ، چې روسيې نه يوازې خپل پخواني جمهوريتونه له لاسه ورکړي ، بلکې د روسيې له اډانې څخه به د چېچن ، انګوشيتا اوقفقاز په څېر يو شمېر سيمې هم ورو ورو بېلې شي او په دې توګه به روسيه په نړيوالو لوبو کې په يوه کمزوري او غير مهم عنصر بدله شي . د شلمې پېړۍ په وروستي کال د امريکې په کانګرس کې د بهرنيو چارو جرګه ګۍ خپل حکومت ته خبرداری ورکړ ، چې منځنۍ اسيا به د انرژي له مخې د يوويشتمې پېړۍ ډېره مهمه سيمه وګرځي . د جرګه ګۍ په وينا روسيه ، جاپان ، چين ، هند ، تر کيه او حتی ايران وار دمخه سيمې ته رسيدلي او هر يو يې هڅه کوي دسيمې په غنايمو کې د زمري برخه تر لاسه کړي . که څه هم امريکې په اذربايجان او ګرجستان کې خپلې پښې ټينګې کړي وې ، خو د سپټمبر له يولسمې سره دا زمينه ورته برابره شوه ، چې له پاکستان څخه نيولې تر قرغېزستان پورې پوځي اډې جوړې کړي . د شوروي پخوانيو جمهوريتونو چې په پيل کې د روسيې له بيا ځلي استيلا او همداراز په افغانستان کې له خپرېدونکي طالبيزم څخه وېرېدل ، لويديځوالو ته په خلاصه غيږ ښه راغلاست ووايه ، خو کله چې په روسيه کې د (KGB)پخوانی کارکوونکی ولاديمير پوتين واک ته ورسېد او په يو شمېر هېوادونو لکه آذربايجان ، ګرجستان او اوکراين کې لوېديځ هڅه وکړه د دموکراسۍ په نامه د پخوانيو رژيمونو د بدلون ملاتړ وکړي ، يورېشيا کې جيو پولېټيک جريان په بدليدو شو .
ولاديمير پوتين هڅه پيل کړه ، چې د روسيې له لاسه تللی برم او حيثيت بيا راژوندی کړي . تر ټولو د مخه يې د کور د ننه د بېلتون پالنې بلوا په سختۍ وځپله او له لاسه تللی چېچن يې بېرته تر لاسه کړ ، ورپسې يې د امريکې په وړاندې د يو نوي قطب او نظامي بلاک د رامنځته کولو هڅې پيل کړې . تر دې د مخه اروپايي اتحاديې ته د امريکې په وړاندې د يوه بالقوه راتلونکي سيال په سترګه کتل کېدل ، ځکه چې په يو شمېر مسايلو کې يې ګټو له امريکې سره ټکر درلود . په ځانګړې توګه داسې فکر کېده چې د( ګېرهارډ شرودر ) په مشرۍ جرمني اود ( ژاک شېراک ) په مشرۍ فرانسه هڅه کوي له روسيې سره خپلې ګټې همغږي کړي او د امريکې ډېکټې نور په پټو سترګو ونه مني او په همدې دليل يې د عراق په جګړه کې هم د امريکې له غوښتنو تر ډېره حده سرغړاوی وکړ . داسې فکر کېده چې د اروپايي اتحاد پوځي ځواک به د ناټو ځای ونيسي او جلا پاليسي به خپله کړي . په سوداګريزواواقتصادي برخو کې هم امريکې او اروپايي اتحاديې متضادې ګټې درلودې ،يوازې انګلستان هڅه کوله له امريکې سره خپلې نږدې اړيکې وساتي او په همدې دليل اروپايي اتحاد ته په احتياط سره ورنږدې کېده ، تر دې چې تر ننه پورې يې ويزه او پيسه ترې جلا دي . امريکې د جرمني او فرانسې په وړاندې د ختيځې اروپا له نويو آزاد شويو هېوادو سره اړيکې نږدې کړې او يو ځل خو امريکې د نوي او زړې اروپا دخبرې په مطرح کولو سره جرمني او فرانسه د زړې اروپا په توګه غير مهم وګڼل . خو سره له ټولو بېلتونونو او جلا والي د سپټمبر تر يولسمې او پر عراق تر بريد وروسته ناټو ، اروپايي اتحاديه او امريکا اړ شول د ګډ ګواښ په وړاندې په ګډه عمليات وکړي او په دغو برخو کې ګډ دريځ غوره کړي . کله چې القاعدې اروپايي اتحاد ته هم د امريکې د ملګري په توګه د دښمن په سترګه وکتل د دوی دريځونه نور هم سره نږدې شول . په دې وروستيو کې په جرمني کې د ( انګېلا مېرکل ) او په فرانسه کې د ( سارکوزي ) په مشرۍ د نويو حکومتونو په راتګ سره د اروپايي اتحاديې امريکايي ضد سياستونه تر ډېرې اندازې په بدليدو ښکاري او داسې نه ښکاري ، چې اروپايي اتحاديه به د امريکې په وړاندې د يو مخالف قطب او سياسي سيال په توګه ګامونه اوچت کړي .
له قراينو څخه ښکاري ، چې د لوبو ډګر منځنی ختيځ ا و منځنۍ آسيا ته راانتقال شوی وي . له منځنۍ آسيا سره د امريکې لېوالتيا ورځ په ورځ زياتيږي او هڅه کوي په سيمه کې پخې اډې تر لاسه کړي . څه موده وړاندې د امريکې حکومت د يو شمېر سياستوالو په ځانګړې توګه د دفاع پخواني وزير رېچارډ ارميټاژ له خوا تر نيوکې راغی ، چې اسيا يې د روسيې او چين په ګټه هېره کړې . کانډوليزا رايس دغه نيوکې ردکړې او ويې ويل : « امريکا د آسيا له مسايلو سره ډېره کلکه علاقمندي لري . آمريکا له جاپان جنوبي کوريا ، آسټراليا، نوی زيلنډ سره ښې اړيکې لري او له چين سره هم تر ټولو پخوانيو امريکايي ادارو ټينګ اړيکي لري . همداراز موږ له آسيان او اوپيک سره خپل اقتصادي او امنيتي اړيکي لا پراخوو . » (۱ )
د شنونکو له نظره منځنی آسيا به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ يوه ډېره مهمه سيمه وګرځي . د نړۍ نږدې ۱۰ په سلو کې د تېلو زېرمې ، څه باندې درېيمه برخه يورانيم او د ګازو ډېرو لويې زېرمې دغه سيمې ته د انرژۍ له مخې ځانګړی اهميت وربښي . د دې تر څنګ منځنۍ آسيا په سيمه کې مهم ترانزيتي او ستراتېژيک ارزښت لري . د روسيې جيو پولېټيک شنونکی ( واديم څېمبورسکي ) په نظر : « پر دغه سيمه باندې کنټرول يوه هېواد ته دا امکان ورپه برخه کوي ، چې په عين وخت کې په روسيه باندې د سايبريا د ترانسپورت په برخه کې اغېز پرېباسي ، پر هند باندې د کشمير له لوري ، پر ايران باندې د شمالي ترکي ولايتونو ، پر چين باندې د سينکيانګ ، اويغور سيمې ، تبت او حتی منګوليا له لارې تاثير واچوي . له دې امله پر قزاقستان او مرکزي آسيا باندې کنټرول د امريکې اومتحدينو د نړيوالې هژمونۍ لپاره ډېر ارزښت لري . » (۲)
په دې توګه ويلی شو، چې د نړۍ د زبر ځواکونو او سيمه ييزو ځواکونو له نظره د منځنۍ آسيا اهميت پټ نه دی او ټولو پر دغه سيمه د ولکې لپاره خپلې سيالۍ پيل کړي .
امريکا علاقه لري د قزاقستان په ګډون دغې سيمې ته لويه مرکزي آسيا ووايي او هڅه کوي له افغانستان څخه د امريکې په ملاتړ نويو زېږېدلو هېوادو ته بېلګه يي دموکراسي او پرمختګ د هڅوونکي په توګه وړاندې کړي . لويه مرکزي آسيا به د امريکې لپاره ډېره مهمه وي ، خو د روسيې د بهرني سياست لپاره دا سيمه کليدي ارزښت لري او له قزاقستان سره اړيکي خو بيا دروسيې په اقتصادي راتلونکي ، سياسي ثبات او حتی ځمکنۍ بشپړتيا کې مهمه ونډه لري .
چين هم په منځنۍ آسيا کې د لوبو پر يوه مهم لوبغاړي بدل شوی . له هغې ورځې چې د « دون شاوپېنګ » له سمونونوسره چين د خپل ډېکتاتوري نظام او خپلو سياسي ارزښتونو له ساتلو سره د آزاد بازار پر لوري ګامونه اخېستي ، په اقتصادي لحاظ يې ډېره چټکه وده کړې او لا يې هم اقتصاد په اوسط توګه د کال 10٪ وده کوي . دوګړو د نفوس له مخې دغه 1.3 مېلياردي هېواد له خپلې چټکې ودې سره امريکا ، روسيه ، اروپايي اتحاد او هند وارخطا کړي دي . همدغه هېوادونه که له يوې خوا هڅه کوي د چين د ودې له احتمالي زيانونو څخه ځان وساتي په عين وخت کې هڅه کوي د يوه مهم تجارتي بازار په توګه ښه اړيکي هم ورسره وساتي . خو په خپله چين د خپلې چټکې ودې لپاره د خپلو مالونو د بازار تر څنګ دسون انرژۍ ته ډېره اړتيا لري او دغه اړتيا ورځ په ورځ نوره هم زياتيږي . همدااوس چين تر امريکې وروسته د انرژۍ دويم درجه لوی مصرفوونکی هېواد دی . انرژي ته اړتيا اوورسره له خپلو شمالي او شمال ختيځو پولو څخه د بې ثباتۍ وېرې چين اړ اېستلی چې منځنۍ آسيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
د چين او روسيې همدغو اړتياوو او لېوالتياوو دوی په 1996 کې له قزاقستان ، قرغېزستان او تاجېکستان سره د (Shanghai-5)په نامه تړون کې سره يو ځای کړ ل. کله چې په 2001 کې ازبکستان هم له دغه تړون سره يوځای شو نو يې نوم Shanghai Cooperation Organization( د شانګهای د همکارۍ سازمان ) باندې واوښت .
د شانګهای د همکارۍ سازمان : د شانګهای اوسنی سازمان له خپلو شپږو غړو سره په 2001 زکې رامنځته شو . دغه سازمان چې د روسيې او چين او د پخواني شوروي د څلورو جمهوريتونو د ګټو له همغږۍ او د امريکې او بروکسل( ناټو او اروپايي اتحاديه ) د نفوذ دمخنيوي په موخه رامنځته شوی ، په پيل کې چندان اهميت نه درلود ، ځکه دشوروي پخوانيو جمهوريتونو هڅه کوله په خپل بهرني سياست کې بې طرفي او څو اړخيز اړيکي وپالي . خو کله چې د امريکې په ملاتړ په اوکراين ، ګرجستان او آذربايجان کې لوېديځ پلوه حکومتونه رامنځته شول ، د منځنۍ آسيا د جمهوريتونو ، چې ډېکتاتوري نظامونه لري ، علاقمندي د شانګهای له سازمان سره زياته شوه . دوی په خپلو بهرنيو سياستونوکې بيا کتنه وکړه او د شانګهای د اغېزمنو فعاليتونو لپاره يې لاره اواره کړه . په دغه بدلون کې د ازبکستان ولسمشراسلام کريموف اساسي ونډه درلوده . کله چې کريموف د 2005 زکال د می 14-13 کې په انديجان کې اسلامپاله مخالفين په کلکه وټکول او يو زيات شمېر بې وسلې مظاهره چيان يې ووژل ، لوېديځو هېوادونو کلکې نيوکې ورباندې وکړې ، خو کله چې د شانګهای له غړو هېوادونو څخه وغوښتل شول ، چې د انديجان وژنې وغندي ، هغوی وويل ، چې دا دازبکستان کورنۍ موضوع ده او دوی د يوبل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي . له دغې نېټې وروسته دغو هېوادونو چې ډېکتاتوري نظامونه په کې واکمن وو ، د لوېديځ په وړاندې خپلو سياستونو ته بدلون ورکړ او له روسيې او چين سره يې د نږدې اړيکو خواته تمايل زيات شو . د شانګهای د غړو هېوادونو مشران هرکال يو ځلې په نوبتي توګه د يوه هېواد په پلازمېينه کې سره غونډيږي . په قرغېزستان کې د ( کورمانبېک باقيېف ) په مشرۍ دنوي حکومت (2004 ز) تر رامنځته کېدو او په ازبکستان کې د انديجان تر پېښو( 2005ز ) وروسته ، چې د لوېديځو هېوادونو د سختو نيوکو هدف وګرځېدې ، دچين او روسيې مشرانو يوه مهمه ناسته درلوده . په دغه ناسته کې د شانګهای دسازمان د جيو پولېټيک اغېز د پراخولو په برخه کې ډېر پر مختګ وشو . دواړو مشرانو د امريکې د نفوذ د مخنيوي په موخه د « نوي نړيوال نظم » تر سرليک يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يې د نړيوالو چارو انحصار او په نړۍ کې د مشرانو او پيروانو تر منځ د وېش هڅه د هرچا له خوا چې وي او يا دا چې څوک هڅه وکړي د ټولنيز پرمختګ خپل ماډل پر نورو هېوادونو وتپي ، وغندل . په اعلاميه کې له امريکې څخه په ازبکستان او قرغېزستان کې د امريکايي پوځي اډو د تړل کېدو مهال وېش وغوښتل شو او دا غوښتنه هم وشوه ، چې د ازبکستان د خان آباد او قرشي له پوځي اډو څخه بايد دافغانستان تر عملياتو پرته نوره استفاده ونه شي .
تر اعلاميې وروسته ازبکستان عملاً له خان آباد او قرشي پوځي اډو څخه امريکايي پوځيان وايستل او ورپسې د قرغېزستان ولس مشر باقيېف اعلان وکړ ، چې د ( Manas ) د هوايي اډې کلنۍ بيه به له 2.7 مېليون څخه 200 مېليون ډالرو ته پورته کړي ، حال دا چې د مناس په ګاونډ يوه بله اډه کې روسانو ته په وړيا توګه اډه ورکړل شوې ده . په څرګنده توګه معلوميږي ، چې د باقيېف هدف اقتصادي ګټه نه بلکې د امريکايانو ايستل دي .
که څه هم په 2001 کې دشانګهای سازمان ظاهراً د دريو شرارتونو يا بدګړو يعنې بېلتون پالنې (Separatsim) ، ترهګرۍ (Terorism) او بنسټپالنې (Fundamentalism) سره د مبارزې او ورسره د اقتصادي همکارۍ په موخه رامنځته شو ، خو داسې ښکاري چې سازمان ورو ورو د امريکې لپاره د يوه ګواښ او د ناټو په وړاندې د يوه سيال په توګه سر راپورته کوي . د شانګهای موخې ورور ورو پراخيږي ، دوی اوس له پورتنيو موخو سربېره په منځنۍ اسيا کې دسولې او ثبات ، د ملګرو ملتونو د رول پياوړتيا ، د امنيت شورا له پرېکړې پرته د زورکارولو مخنيوی ، په نړۍ کې له سولې دفاع او د نوي عادلانه نړيوال سياسي او اقتصادي نظم د ايجادولو خبرې هم کوي . (۳)
داسې ښکاري ، چې د شانګهای سازمان په ښکاره له امريکې سره د مقابلې په لور روان دی . د سازمان غړو هېوادونو په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړ ، چې نه ښايي له هغو تاريخي توپيرونو څخه ، چې د کلتوري دودونو ، سياسي سېسټمونو ، ټولنيزو ارزښتونو او د واکمنۍ د موډلونو په برخه کې رامنځته شوي دنورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې د پلمې په توګه استفاده وشي . د شانګهای غړي هېوادونه په څرګنده توګه وايي ، چې غواړي يو نوی نړيوال نظم رامنځته کړي . د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير ( ژومرات توکايېف ) هيله څرګندوي ، چې : « د شانګهای د همکارۍ سازمان به ډېر ژر د نوي نړيوال نظم يوه برخه وګرځي . »
اوس به وګورو ، چې د شانګهای سازمان د امريکې لپاره څومره جدي سيال ګڼل کېدای شي او رښتيا به وکولای شي نوی نړيوال نظم رامنځته کړي ؟
د ناټو او امريکې د سيال په توګه : ( Sanghai Cooperation Organization ) SCO
د شانګهای غړي هېوادونه او ناظرين يې ، چې دغړيتوب بالقوه کانديدان دي ، همدااوس د نړۍ 44 ٪ نفوس ، 18 ٪ پوځي ځواکونه ، 23 ٪ د تېلو تثبيت شوي زېرمې او د طبيعي ګازو ډېرې لويې ساحې يا ميدانونه اداره کوي .
د يوه نوي بلاک په توګه د شانګهای سازمان لومړی دچين او روسيې په ګټه د جاپان ، هند جرمني او برازيل د هغو هڅو مخالفت وکړ ، چې غوښتل يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي زيات شي . داسې هڅه روانه وه ، چې له هرې لويې وچې څخه د امنيت شورا ته يويوغړی ورزيات شي ، چې په دې لړ کې برازيل ، هند ، جاپان ، جرمني ، جنوبي افريقا اويو شمېرنورهېوادونه کانديدان وو . له دغه مخالفت سره سره هند هڅه وکړه د پاکستان ، منګوليا او ايران تر څنګ د شانګهای په سرمشريزه غونډه کې د ناظر په توګه ومنل شي او بريالی هم شو ، چې دا په خپله د دغه سازمان د زياتيدونکي اهميت څرګندونه کوي . همدغه سازمان په 2006 زکې دناظر غړيتوب لپاره د امريکې غوښتنه رد کړه ، حال دا چې پاکستان ، منګوليا ، او ايران په 2005 زکې دا حق ترلاسه کړی او سريلانکا ، بنګلادېش او نيپال هم په کتار کې ولاوړ وو .که څه هم امريکې له يو شمېر نړيوالواو سيمه ييزوسازمانونو څخه ، لکه د جنايتونو نړيواله محکمه ( ICC) ، د بشري حقونو شورا ( HRC ) او ...څخه ځان څنډې ته ساتلی خو له شانګهای څخه د غړيتوب غوښتنه له دغه سازمان سره د امريکې جدي علاقمندي څرګندوي .
د شانګهای د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ له ترهګرۍ ، بنسټپالنې ، بېلتون پالنې او مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې په نامه پوځي همکاري ورځ په ورځ زياتيږي او سازمان ورو ورو د يوه دفاعي تړون بڼه غوره کوي . داسې پتيل شوې ، چې د سازمان دفاعي وزيران به په منظمه توګه سره ګوري . په 2004 کال کې د روسيې او چين دفاع وزيران موافقې ته ورسېدل ، چې په 2005 کې به په چين کې ګډ پوځي تمرينات ترسره کوي . دا تمرينات ډېر لوی او مهم وو او 10000کسانو برخه په کې اخېستې وه . د تمريناتو موخه هم تر هغه څه ، چې ظاهراً مطبوعاتو ته ويل شوي و ، ډېره مهمه ښکارېده . په دغو تمريناتو کې ځمکنيو ، هوايي او سمندري ځواکونو برخه اخېستې وه او تر تمريناتو وروسته روسيې موافقه وکړه ، چې پر چين د ( ۳TU-22 M بېک فايرډوله) او (TU-95 بېيرډوله ) بم غورځونکې پرمختللې الوتکې وپلوري . په دې توګه به چين د لومړي ځل لپاره داسې قاره مزلي الوتکې تر لاسه کړي ، چې کولای شي د اتومي مردکيو توغندي وتوغوي . تر دې دمخه دشانګهای غړو هېوادونو په 2003 کې په قزاقستان کې هم ګډ پوځي تمرينات تر سره کړي وو . د روان کال ( 2007 ) د اګسټ پر څلورمه نېټه چين اوروسيې په مسکو کې د ترهګرۍ ضد تمرينونه ، چې ( دوستي 2007 ) نومول شوي وو ، تر سره کړل . (۴) ورپسې د اګسټ پر 16 د قزاقستان په مرکز آستانه کې د شانګهای سرمشريزه غونډه وشوه . سرمشريزې پر داسې مسايلو لکه ترهګري ، د مخدره موادو قاچاق او د امنيت او انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريوپه اړه خبرې وکړې . تر غونډې وروسته ګډون کوونکي د روسيې د ( چليابينسک ) ښار ته د ګډو پوځي مانورو د ليدو لپاره لاړل . په دغو پوځي مانورو کې ، چې د شانګهای سازمان تر ټولو لويې مانورې وې ، 2000 روسي سرتېرو ، 1600 چيني سرتېرواو له نورو څلورو غړو هېوادو څخه هم يو شمېر سرتېرو ګډون درلود . (۵)په پوځي برخه کې له دغې زياتيدونکې همکارۍ څخه څرګنديږي ، چې دشانګهای سازمان غواړي ديوه جدي نړيوال ځواک په توګه مطرح شي .
د پوځي همکارۍ تر څنګ دشانګهای د غړو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکارۍ ډېر ارزښت موندلی او ښايي اساساً د سازمان د جوړېدو انګېزه هم په سيمه کې د انرژۍ د غني زېرمو موجوديت وي . د آستانه په سرمشريزه کې همدغه د انرژۍ پر موضوع ډېر فوکس وشو . د تېلو د دوه بډايو هېوادونو ( روسيه او قزاقستان ) مشرانو ولادېمير پوتين او نور سلطان نظر بايېف د غړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ په برخه کې د پراخو اړيکو غوښتنه وکړه .نظربايېف وويل ، چې د روسيې قزاقستان ، مرکزي آسيا او چين تر منځ د پايپ لاين شبکه د انرژۍ د يوه ګډ مارکېټ په توګه غوره خدمت کولای شي . ولادېمير پوتين بيا دغسې شبکې ته د ( انرژۍ کلوب ) نوم ورکړ او ورسره يې د تجارت او د اړيکو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د ګډو انستيتونود جوړېدو غوښتنه وکړه . پوتين په غير مستقيم خو څرګندو ټکو کې وويل ، چې: « بايد يوه څو قطبي نړۍ رامنځته شي ...څو قطبي سېسټم به ټولو هېوادنو لپاره د امنيت او ودې مساوي امکانات برابر کړي ... له نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو سره په يوازې سر چلند راتلونکې نه لري . » (۶)
شنونکي په دې عقيده دي ، چې که د انرژۍ دا کلوب ياشبکه جوړه شي ، نو په حقيقت کې به دا د اوپېک په څېر يو بل سازمان وي ، خو له پوځي ځواک او ګواښ سره مل يا په بل عبارت دا به اتومي بم لرونکی اوپېک وي ، چې کولای به شي د وسلې او انرژۍ له دواړو ګواښونو څخه کار واخلي . له غړو يا ناظرو هېوادونو څخه د دې ډول ګواښونو بېلګې لا دمخه ليدل شوي . د بېلګې په توګه ايران ګواښ کړی و ، چې که امريکه پر دوی بريد وکړي نو دوی به د فارس په خليج کې د( هرمز )تنګه د تېل وړونکو کشتيو پرمخ وتړي . همداراز کله چې په اوکراين کې لويديځ پلوه حکومت رامنځته شو نو روسيې پر اوکراين د ګازو بيه څلور چنده کړه او ، چې اوکراين ونه منله نو يې ګاز پرې بند کړل . څرنګه ، چې له اوکراين څخه يو شمېر اروپايي هېوادوته هم د ګازو نلليکې غځېدلي نو پر هغو هم ګاز ودرېدل او اروپا يې د ګازو له بحران سره مخ کړه . ځيني اروپايي هېوادونه د همدغه بحران له امله روسيې ته د انرژۍ د يوه نامطمنه بازار په سترګه ګوري .
ايران ډېر لېواله دی ، چې د شانګهای غړيتوب تر لاسه کړي او له شانګهای څخه اوپېک ډوله سازمان رامنځته کړي او په دې توګه وکولای شي نړۍ ته د تېلو او ګازو د بيې په ټاکنه کې لوی لاس ولري . ايران تمه درلوده چې د ۱۳۸۵کال تر پايه يې د تېلو عايدات له 40 څخه 60 مېليارد ډالرو ته ورسيږي . دا کار ځکه ممکن دی ، چې يوازې په تېرو 18 مياشتو کې د تېلو بيه په يوه بېرل کې له 40 څخه 70 ډالروته ورسېده .
امريکه د ايران له دغو هڅو څخه اندېښمنه ده . يو ځلې د امريکې پخواني دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ وويل ، چې زما لپاره ډېره عجيبه ايسي ، هغه سازمان ته چې له ترهګرۍ سره مبارزه خپله مهمه موخه ګڼي ، داسې يو څوک راوستل شي ، چې په خپله د نړۍ مخکښه ترهګر هېواد دی .
له بلې خوا د ايران د تېلو او ګازو غني زېرمې د شانګهای د سازمان لپاره د ځانګړې پاملرنې وړ دي . ايران تر روسيې وروسته په دوهمه درجه کې د ګازو لويې زېرمې لري ،په نړۍ کې د تېلو د توليدله مخې څلورم ځای او په اوپېک کې د 132 مېليارد بېرل تېلو په درلودلو سره دوهم ځای لري .
روسيه لېواله ده ، چې ايران ته د شانګهای په سازمان کې غړيتوب ورکړي ، خو چين په دې برخه کې زړه نازړه دی . داسې فکر کيږي ، چې روسيه د شانګهای له سازمان سره د امريکايي نفوذ د مخنيوي په موخه د وارسا د ځای ناستي او توګه د يوه نوي بلاک په توګه ډېره علاقه لري ، خو چين بيا دهغې د انرژۍ غني زېرموته سترګې نيولې او هڅه کوي ، چې ځان له امريکې سره ډېر مخامخ نه کړي . شانګهای سازمان ته په واقعيت کې د روسيې او چين د پوځي او اقتصادي همکارۍ د تړون په سترګه کتل کيږي ، خو روسيه او چين هم د ګډوګټو تر څنګ متضادې موخې او سياستونه لري او ځينی داسې خپل منځي ستونزې هم لري ، چې د دوی د بې باورۍ لامل ګرځي .
لومړی به د يوه زبر ځواک په توګه چين ته د شانګهای د سازمان د ننه او له هغې بهر يوه لنډه کتنه وکړو :
چين: که څه هم امريکا تراوسه د نړۍ د انرژۍ تر ټولو لويه استهلاک کوونکې ده ، خو چين د خپلې چټکې ودې له امله تر جاپان پښه اخوا ورواړوله او د انرژۍ د لګښت له مخې يې دويم ځای ونيوه او داسې ښکاري ، چې په دې برخه کې اوس له امريکې سره په سيالۍ بوخت وي . د وړاندوينو له مخې به په راتلونکو 25 کلو کې د نړۍ د انرژي اړتيا 50 ٪ زياته شي او په 2045 کې به د چين 45٪ انرژي په وارداتي تېلو پورې تړلې وي ، له همدې امله دانرژۍ دنويو او مناسبو زېرمو لټون او د انرژۍ د يوې ثابتې منبع تأمينول د چين د بهرنۍ تګلارې مهم ټکی ګرځېدلی .
د انرژۍ په لټه د چين پښه تر منځنۍ آسيا او منځني ختيځ وراوښتې او تر افريقا او جنوبي امريکې پورې رسيدلې . افريقا همدااوس د چين د تېلو 25٪ اړتيا پوره کوي . چين د نايجېريا د تېلو په صنعت کې 4 مېليارده ډالره پانګونه کړې ، له کېنيا څخه يې د انرژۍ د لټون بشپړ حق اخېستی ، د سوډان د پترولو په صنعت کې تر ټولو لوی ونډه وال دی او د انګولا د هايدروکاربن په صنعت کې هم يې درنه پانګونه کړې ده . چين د سوډان د پترولوپه صنعت کې 15 مېليارده ډالره پانګونه کړې او په 2005 کې يې د سوډان نيمايي صادراتي تېل په يوازې ځان وپېرودل ، حال داچې همدلته امريکا د دارفور په مسأله کې په پوځي توګه ښکېله ده . د چين د انرژي ملي شرکت ( Sinopec ) د سوډان د ( Greater Nile Petrolium CO ) 40٪ برخه اخېستې ده . څېړونکي عقيده لري ، چې سوډان د افريقې د تېلوتر ټولو لويې ناايستل شوې زېرمې لري . چين همدارنګه دزمبابوې د سکروپه کانونو کې 1.3 مېليارده ډالره پانګونه کړې ده .
که دامريکې پښه په پوځي لحاظ د چين تر ګاونډيانو رسېدلې ، چين هم دانرژۍ په لټه تر لاتينې امريکې پښې غځولې دي . همدااوس چين په ارژانټاين او اېکوادور کې دتېلو لوی ميدانونه ( Fields) اخيستي او له ونزويلا څخه يې د تېلو واردات دوه برابره کړي . چين د دغو هېوادوپه کورنيو چارو يا د بشري حقونو پر مسايلو کار نه لري او په دې توګه په ډېرو ځايونو کې د امريکې د فشار سياستونو ته زيان رسوي . چين معمولاً د هغو هېوادوپه برخه کې ، چې د انرژۍ غني زېرمې او يا نورې اقتصادي اړيکې ورسره لري پر دوی باندې د بنديزونو پر ضد د امنيت په شورا کې له خپل وېټو حق څخه کار اخلي ، لکه د ايران ، سوډان ، برما ،زېمبابوې ، کيوبا او ونزويلا په اړه . له دغو هېوادونو څخه د اتومي وسلو د نه جوړولو ، سياسي سمونونو او يا د بشري حقونو د رعايت غوښتنه کيږی . په داسې وخت کې ، چې پر ايران باندې د اتومي انرژۍ په برخه کې نړيوال فشار ورځ په ورځ زياتېده ، د 2004 په نوامبر کې د چين د انرژۍ ملي شرکت (Sinopec) د ايران د ( يادآوران ) د تېلو ساحو د انکشاف لپاره له 70 څخه تر 100 مېليارد ډالرو پورې يو تړون لاسليک کړ .
د چين دغه ډول چلند يو شمېر هېوادونه هڅولي ، چې له امريکې سره خپلې دښمنۍ ته نوره هم زورورکړ ي او پر ځای يې د شانګهای له غړو هېوادو او په ځانګړې توګه چين ته خپل د تېلو او ګازو صادرات زيات کړي .
د ونزويلا جمهور رييس ( هوګو چاوېز ) له امريکې سره د دښمنۍ بيرغ برآلا اوچت کړی او هڅه کوي ، چې د کارايېب په سيمه او لاتين امريکا کې د خپلو تېلو د نفوذ په مرسته يو ضد امريکايی بلاک رامنځته کړي . چاوېز ( بولويا) او (اېکوادور ) هم هڅوي ، چې د تېلو او ګازو صنايع ملي وګرځوي او امريکايي پانګه وال ترې بې برخې کړي . د بولويا جمهوررييس ( مورالېس ) خو دا کار پيل کړی او اېکوادور هم همدې خواته روان ښکاري . چاوېز په همدې لړ کې د امريکې له يو بل دښمن يعنې ايران سره هم ډېرې نږدې اړيکي ټينګ کړي . په 2006 کې چاوېز ګواښ وکړ ، چې خپلې (F-16) الوتکې به پر ايران وپلوري او د همدې کال په جولای کې په خپله روسيې ته ولاړ او د يو مېليارد ډالرو په بيه يې د وسلو تړون ورسره لاسليک کړ . چاوېز په يو ه تلويزيوني وينا کې وويل ، چې موږ به د امريکې هغه محاصره ، چې غواړي ونزويلا بې وسلې کړي ماته کړو .
د برتانيې د پارلمان په يوه راپور کې راغلي ، چې « له يو شمېر متخطي هېوادونو سره د چين د اقتصادي اړيکو وده هم د لوېديځ ګټو ته او هم په اوږده موده کې په خپله د چين ګټو ته زيان رسوي ، ځکه ډېکتاتور ، ظالم او فاسد رژيمونه د چين لپاره هم نامطمنه شريکان دي .» همداراز د ( CIA ) يو پخوانی مشر (R. James Wedsey ) د اسراېيلو ( Jeurisalam Post ) ته ويلي ، چې : « تېل په دارفور کې د دې مخه نيسي ، چې جينو سايډ ته خاتمه ورکړو ځکه سوډان له چين سره د تېلومعامله لري ، همدارنګه ګرانه ده چې له ايران سره ( د اتومي انرژۍ پر سر) نتيجې ته ورسيږو ، ځکه چې چين له ايران سره د تېلو معامله لري . » (۷)
په دې توګه چين په هغو سيمو کې د انرژۍ په لټه دی ، چېرته چې امريکا ستونزې ورسره لري او غواړي فشار پرې راوړي او منزوي يې کړي . د امريکې د ملي امنيت په شورا کې د چين په اړه د پاليسۍ ډايرکټر ( Michael J. Green) وايي : « دوی ( چين ) د اوږدې مودې تدارکات هر چېرته چې موندلای شي اخلي ، حتی په داسې ناامنه سيمو کې لکه سوډان ، ايران او برما کې ، چېرته چې موږ يې نه شو اخېستی . دوی ( چينيان ) وايي ، چې داګټوره او مناسبه معامله ده ، ځکه چې دوی د نورو ولسونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او موږ وايو دا له سالمې يا وړ معاملې پرته نور هر څه کېدای شي ، ځکه هغوی د دغو رژيمونو ناوړه چلند تمويلوي . » (۸)
ځيني شنونکي په دې عقيده دي ، چې د انرژۍ لپاره حرص ښايي چين په ځينو سيمو کې د زور استعمال ته هم وهڅوي . د وسله والو ځواکونو ژورنال اډېټر ( ټام ډانلي ) نننی چين له پروني جاپان سره پرتله کوي : « چين د انرژۍ په زېرمو پسې لېونی دی او همدا خبره تر دويمې نړيوالې جګړې د مخه د جاپان په اړه هم صدق کوي . يو مهم لامل ، چې جاپان پر ( Pearl Harbor) بريد وکړ ، پردوی باندې زموږ د تېلو بنديز و . » (۹)د انرژۍ په برخه کې د چين دغه متعرضه پاليسي کېدای شي د سمندر لاندې زېرمو د استخراج پر سر ، چې د لانجې وړ يوه موضوع ده ، له يو شمېر هېوادونو سره د ټکر سبب وګرځي . دغه ډول ستونزې له جاپان ، ماليزيا ،فلپين ، ويتنام او تايوان سره موجودې دي. څرنګه چې چين د خپل پوځ په عصري کولو او پياوړي کولو هم لګيا دی نو دا ډول اندېښنې نوره هم زياتيږي . ويل کيږي ، چې چين له خپلو 24 ګاونډيانو څخه له 11 سره يې ځمکنۍ لانجې لري .
له روسيې څخه ځيني راپورونه وايی ، چې چين له روسيې څخه د سمندري بېړيو ، اوبتلونو او همداراز يو شمېر ترانسپورتي او رادار لرونکو چورلکو د اخېستو پروګرام لري . تر هغې وروسته ، چې( تيانامېن ) په ميدان کې د مظاهره چيانو د وژنو له امله امريکې پر چين بنديزونه ولګول ، روسيه د چين لويه متحده او د وسلو او انرژۍ پر مهمې چمتو کوونکې واوښته . په 2003 کې چين له روسيې څخه د 2 مېليارد ډالرو په بيه وسلې وپېرلې او نن ورځ د روسيې 50 – 30 ٪ صادراتي وسلې يوازې چين ته ځي . پخوا به د چين او روسيې پر پوله په سلګونو زره سرتېري مخامخ سره پراته وو، خو اوس د هغوی ځای سوداګريزو او اقتصادي اړيکو نيولی . د چين د پوځ په مډرن کولو کې روسيې لويه برخه اخيستې او له دې امله د تېرې لسيزې په پرتله د چين او روسيې اړيکې ډېر ټينګ شوې دي . د عصري کولو په پروسه کې د روسيې ( Su-30Mkk) جنګي الوتکې د چينايي پوځ د ملا تير جوړوي . په 2004 کې چين 24 دغه ډول الوتکې تر لاسه کړي .
د ډونالډ رمسفلډ لپاره يو امريکايي رپوټ وايي ، چې چين په خپل پوځي سياست کې د ( مرغلرو امېل ) ستراتيژي تعقيبوي . په دې مانا ، چې له مرکزي آسيا سره د ښو اړيکو له لارې په سيمه کې ځای پر ځای پوځي اډې جوړوي ، چې يوه بېلګه يې د پاکستان د ګوادر په بندر کې د اوبتل د يوه سټېشن جوړول دي .
سره له دغو ټولو خبرو چين هڅه کوي له امريکې سره له ټکر نه ځان وساتي . له يوې خوا چين هم د امريکې په څېر له ترهګرۍ ، اسلامي بنسټپالنې او بېلتون پالنې څخه وېريږي . له بلې خوا په نړيوالوسوداګريزو چارو کې د امريکې همکارۍ او په خپله امريکې ته د خپلو توليداتو لپاره د يوه مهم بازار په توګه اړتيا لري . همداراز که امريکا د شمالي کوريا او ايران په برخه کې د چين مرستې ته سترګې په لار ده ، نو چين هم د تايوان ، تبت او سينکيانګ په برخو کې د امريکې مرسته او نه لاسوهنه غواړي . د چين له ډاډ سربېره امريکا د چين پوځي ودې ته د جدي ګواښ په سترګه ګوري . د روان کال د اګسټ په 21 مه نېټه په لرې ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قوماندان ( اډمېرال ټيموټي کېټنګ ) د کمبوديا له دفاع وزير سره تر خبرو وروسته وويل ، چې : « د دوی ( چين ) ځيني سېسټمونه او پوځي وړتياوې کېدای شي هغسې ، چې دوی يې وايي دسيمې د امنيت لپاره ګټور نه وي » (۱۰)په وروستيو وختو کې کمبوديا د چين او امريکې تر منځ د سيالۍ پر يوه مهم منځي ( مرکز ) اوښتې . که څه هم چين ټينګار کوي ، چې د دوی پوځي شتون په سيمه کې دسولې په ګټه دی ، خو امريکايان اندېښنه لري ، چې کېدای شي پر تايوان جګړه وتپل شي . امريکې له يوې خوا په 1979 زکې د واحد چين مفکوره منلې خو له بلې خوا له تايوان سره هم مرسته کوي ، چې د ځان دفاع وکړي .
څرنګه چې چين هڅه کوي په چټکۍ سره خپل پوځ پياوړی او عصري کړي ، له همدې امله د امريکې يو لوړپوړي جنرال له چين څخه وغوښتل ، چې د خپلې پوځي بوديجې په اړه له شفافيت څخه کار واخلي .د هغه په وينا دوی بايد پوه شي ، چې چين څه اراده لري . د دې په مقابل کې د چين د دفاع وزارت مرستيال وويل ، چې ددوی په پوځي بوديجه کې 17.8٪ زياتوالی راغلی او اوس د دوی پوځي بوديجه 44 مېليارد ډالرو ته رسيږي ، چې نيمايي يې د پوځيانو پر معاشونو لګيږي . » (۱۱)
سره له ټولو دغو هڅو امريکا په نړيوالو لوبو کې خپل امنيتي اهداف زياتره په يو اړخيزه او له پوځي لارو تعقيبوي . چين بيا په ډېر احتياط سره هڅه کوي خپلې دېپلوماتيکې ، سياسي او اقتصادي قطعې په څو اړخيزه يا دوه اړخيزه توګه استعمال کړي . په بله وينا د چين نرم ځواک په يوروېشيا کې د امريکې د سخت ځواک (زور) په وړاندې سيالي کوي .
چين په ځينو نورو برخو کې هم له امريکې سره سيالي کوي . د بېلګې په توګه امريکايان وايي ، چې د چين جاسوسي چنګکونه ( هېکرز ) د دوی د دفاع وزارت کمپيوټري سېسټم ته ورننوتي، يو شمېر معلومات يې غلا کړي او هغه کمپيوټري سېسټم ، چې د دفاع وزير رابرټ ګېټس په خدمت کې و ، هغه يې تړلی دی . تر دې څه موده دمخه د جرمني چانسلرې ( آنګېلا مېرکل ) هم ورته ادعا درلوده ، خو چين دا تورونه ردوي ، هغه بې اساسه ګني او وايي ، چې دا ډول تورونه د سړې جګړې د ذهنيت استازېتوب کوي او زياتوي ، چې دوی په خپله هم څو ځلې د همداسې انټرنېټي هېکرونو ښکار شوي . (۱۲)
امريکا له چين څخه د تخنيکی وسايلو د توليد په برخه کې د غير قانوني کاپي کولو له امله هم سخت شکايت لري ، خو داسې ښکاري چې چين له ماجرا او لانجې پرته خپل کار کوي ، د چا په کورنيو چارو کار نه لري او په هره بيه ، چې وي غواړي په اقتصادي ډګر کې د ځان لپاره د پرمختګ لاره اواره کړي . همدااوس دنړۍ اکثر با زارونه چينايي مالونو نيولي او ترجرمني وروسته د نړۍ دويم لوی صادروونکی هېواد دی.
همدااوس چين د زبر ځواکۍ کابو اکثره شرايط بشپړ کړي ، د بېلګې په توګه تېرکال يې د لومړي ځل لپاره فضا ته سپوږمکۍ واستوله ، ورپسې يې په فضا کې له کاره لوېدلې سپوږمکۍ له مځکې څخه له منځه يوړه ، چې د لوېديځوالو اندېښنې يې راوپارولې . همدارنګه يې تېره اونۍ د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته سپوږمکۍ وتوغوله ، چې د نوامبر په پيل کې به هلته ورسيږي او په پام کې لري په راتلونکې کې له روسيې سره په ګډه مريخ ته هم ستورمزلي واستوي . د دې تر څنګ ټاکل شوې ، چې د 2008 کال د المپيا لوبې به په چين کې تر سره کيږي او په همدې کال کې به له جرمني څخه د صادراتو اتلولي هم تر لاسه کوي ، چې دا ټول د نړيوالې زبر ځواکۍ څرګندې نښې دي .
روسيه : په روسيه کې د ولادېمير پوتين په راتګ سره روسيې بېرته د پوځي ، اقتصادي او سياسي ثبات پر لوري ګامونه واخېستل . لومړی يې له لاسه وتلی چېچن تر ولکې لاندې راوست ، په ټول قفقاز کې يې د بېلتون پالنې خوځښتونه پر ځای کښېنول ، بيايې د امريکايانو د ځواکونو لويه برخه له منځنۍ آسيا څخه وشړله او اوس هڅه کوي خپل بايللې سياسي او پوځي زبر ځواکي بېرته ترلاسه کړي . روسيه هڅه کوي د سيمه ييزو سازمانونو په جوړولو او په هغو کې د ګډون له لارې بېرته خپل پخواني جمهوريتونه او احتمالاً ځينې نوي هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راولي ، د بېلګې په توګه روسيه په عين وخت کې دShanhai Cooperation Organization( SCO)، Collective Security Treaty Organazition (CSTO)، Caspian-5، Euroasian Economic Community( EAEC)، Commonwealth of Independent States( CIS). سيمه ييزو سازمانونو غړيتوب او تقريباً مشري لري.
روسيې اوس تقريباً په ټولو مهمو نړيوالو مسايلو کې ، لکه د ايران ا وشمالي کوريا د اتومي وسلو بحران ، د کوزوواو فلسطين خپلواکي او داسې نورومسألو کې ځان د پرېکړې مېز ته رسولی . روسيه په دې بريالۍ شوه ، چې د کور دننه سياسي او اقتصادي انارشي تر ډېره بريده کنټرول کړي ، د پوځ بيا رغاونه پیل کړي او آزاد بازار ته د انرژۍ له عرضه کولو سره نغد اسعار زېرمه کړي . همدااوس روسيه اروپا ته دطبيعي ګازو د اصلي تهيه کوونکې په توګه د فشار يوه مهمه وسيله په لاس کې لري . روسيه په دې بريالۍ شوه ، چې خپل پورونه تر وخت دمخه بېرته ورکړي او په خپلو امکاناتو د پرمختګ پلانونه طرح کړي .
په پوځي برخه کې روسيه نور هغه پخوانی کمزوری دريځ نه لري او د پوځي تحرکاتو په وړاندې جدي دريځ غوره کوي . له هغې وروسته ، چې امريکې په چېک او پولنډ کې د دفاعي چتر خبره راپورته کړې ، روسيې ګواښ کړی چې دوی به هم له پخواني Conventional Force in Europe( يا په اروپا کې قراردادي ځواکونه) تړون څخه ووځي ، د پولنډ پر پوله به خپل توغندي ځای پر ځای کړي او په نږدې راتلونکي کې به ډېره پرمختللې اتومي وسله وازمايي . امريکا غواړي په چېک کې يو رادار بېس او په پولنډ کې ښکاري راکټونه ځای پر ځای کړي او وايي، چې دوی غواړي له دغه دفاعي سېسټم سره د شريرو هېوادونو لکه ايران او شمالي کوريا داحتمالي بريدونو مخه ونيسي . خو روسيه دا سېسټم خپل امنيت ته ګواښ ګڼي او امريکې ته يې وړانديز کړی ، چې که په رښتيا غواړي د ايران له لوري د احتمالي بريد مخه ونيسي نو روسيه چمتو ده په آذربايجان کې له امريکې سره په ګډه دفاعي پروژه کې برخه واخلي .روسيه داهڅه د برلين له نوي دېوال سره تشبيه کوي او چېک ته يې خبرداری ورکړی ، چې دا به د دوی ډېره لويه تېروتنه وي که د امريکې د راکټي دفاع کوربنه شي او سپارښتنه يې ورته کړې ، چې د امريکې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو د طرحې پلي کول وځنډوي . (۱۳)
د ( کوزوو ) په مسأله کې هم روسيې ډېر کلک دريځ غوره کړی . تر پرونه پورې داسې ښکارېده ، چې د ملګرو ملتو او ناټو د مهال وېش له مخې د کوزوو خپلواکي له يوګوسلاويا څخه مسلمه ده ، خو اوس روسيه پر کوزوو باندې د بلګراد له حاکميت څخه په کلکه دفاع کوي او په دې برخه کې يې د لوېديځ مهال وېش له جدي ننګونې سره مخ کړی . د يو ګوسلاويا د بهرنيو چارو يوه کارپوه د يوګوسلاويا ( بي 92 ) تلويزيوني کانال ته ويلي ، چې : « موږ فکر کاوه ، چې کوزوو نوره له لاسه تللې ، خو اوس بل ډول احساس کوو .اوس احساس کوو ، چې په مسکو کې يو داسې پلوي او ملاتړی لرو ، چې له موږ سره مرسته کوي خپل نظريات په مناسبه توګه وړاندې کړو .» (۱۴)دکوزوو په برخه کې د روسيې مانور د هغې جيو پولېټيک لوبې يوه برخه ده ، چې روسيې د پوتين تر مشرۍ له اتو نهو مياشتو راهيسې پيل کړې .روسيه غواړي يوځل بيا نړۍ ، هغې ته د يولوی هېواد او ملت په سترګه وګوري .
اروپا د کوزوو او په ځانګړې توګه د روسيې په اړه وېشل شوې ښکاري . ځيني هېوادونه له دې څخه غافل دي ، چې روسيې بياسر راپورته کړی .د امريکې له دفاعي چتر سره مخالفت ، پر استونيا ( سايبر ) بريد ، اروپا ته دګازو پر صادراتو د روسيې د ګازو ملي شرکت ( ګازوپروم ) کنټرول ، له انګلستان سره د جاسوسۍ شخړه ( چې انګلستان په کې پر شا شو ) ، د ناروې پر هوايی حريم د روسيې د پوځي الوتکو تېری ، د ايران په اتومي بحران کې دروسيې محافظه کاري او ځان ساتنه او تېره مياشت د نړۍ تر ټولو زورور غير اتومي بم ( Vacum bomb يا خلايی بم ) *ازمويل د روسيې د زور ښودنې نوې تګلار ده .
روسيې په پیل کې هڅه وکړه له اروپايي اتحاديې سره يوځای د څو قطبي نړۍ په رامنځته کولو کې ګام واخلي ، خو اروپايي اتحاديه په دې اړه چې آيا روسيې ته د پارټنر په سترګه وګوري که د غليم ، پاتې راغله .له دې امله روسيه اوس هڅه کوي خپله هيله د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې ترسره کړي .ځيني شنونکي دې پايلې ته رسيدلي ، چې په راتلونکې لسيزه کې به روسيه د اروپا لپاره لويه مسأله وي . اروپا تر اوسه د اروپايي اتحاديې يا ناټو د پراختيا لپاره بريدونه نه دي ټاکلي او روسيه د هغوی د پرمختيا په وړاندې د اوکراين ، بېلاروس او قفقاز پر لوري کلک مقاومت کوي .
کله چې څو اوونۍ د مخه ولادېمير پوتين اعلان کړه ، چې دی به راتلونکی کال د لومړي وزير په توګه بيا په واک کې پاتې کيږی ، داسې ښکاري چې دی غواړي روسيه په لنډ وخت کې په خپلو لاسو پخواني برم ته ورسوي . پوتين د دغه کار لپاره د روسيې په ولس کې پوره ملاتړ او محبوبيت موندلی او ښکاري ، چې لازم تدبير او دکار انرژي هم ورسره لري .
روسيه ، چې لادمخه له اوپېک څخه بهر د تېلو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد ګڼل کيږي، هڅه کوي دخپلو تېلوتوليدات نوره هم زيات کړي . د امريکې د جيولوجيکې سروې له مخې روسيه د 300 مېليارد بېرلوپه کچه د تېلو نابېرسره شوې نورې زېرمې هم لري . که چېرې دا خبره سمه وي ،نو روسيه به له خپلې تثبيت شوې زېرمې سره يوځای 360 مېليارد بېرله تیل ولري او دا به د نړۍ د تېلو تر ټولو غني هېواد يعنې سعودي عربستان څخه ، چې شاوخوا 267 مېليارده بېرله تېل لري 100 مېليارد بېرله زيات وي . برسېره پردې د نړۍ د ګازو تر ټولو لويوميدانونو ( Fields) په درلودو سره يقيناً روسيه د نړۍ د انرژۍ په مارکېټ کې برلاس لري . امريکايي سرچينې وايي ، چې روسيه د تېلو په توليد کې هم له سعودي عربستان څخه وړاندې شوې او د نړۍ تر ټولو لويه توليدونکې ګرځېدلې . (۱۵)څرنګه ، چې روسيه د ګازو تقريباً نه ختمېدونکې زېرمې لري ، کېدای شي له دې امله د سړې جګړې تر مهاله هم زياته پياوړې شي . اروپايي هېوادونه اړ دي د ګازو لپاره هم له روسيې سره ښه اړيکي وساتي او روسيه هم هڅه کوي دوی ته د ګازو د عرضې په برخه کې د ثبات ډاډ ورکړ ي. د شمېرو له مخې روسيه کولای شي په 2020 ز کې په يوازې ځان د اروپا د ګازو 40٪ اړتيا پوره کړي . داسې وړاندوينه کيږي ، چې په 2027 ز کې به روسيه د اروپا اقتصادي ( Power House ) وي او ناخالص کورني محصولات به يې په کال کې درې ترېليون ( درې زره مېليارد ) ډالرو ته ورسيږي . همداراز ويل کيږي ، چې که د ګازو بيه همداسې مخ پر لوړېدو وي نو يوازې د ګازو پروم برخه به په کال کې 140 مېلياردډالرو ته ورسيږي .
پوتين هڅه کوي د اقتصادي بيا رغاونې تر څنګ د روسيې اتومي دفاعي سېسټم هم عصري کړي . دډسمبر په مياشت کې به روسيه د ( Topol-M)ګرځنده مېزايل راوباسي . دا مېزايل به د مسکود شمال ختيځ په 240 کيلومترۍ کې د ( تايکوو) په ښار کې ځای پر ځای کيږي او د پوتين په وينا له دغو توغنديو سره به دروسيې امنيت له 20 څخه تر 30 کلو پورې خوندي شي .(۱۶) په يوه وروستي پرمختګ کې د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتين چې داکټوبر په 27 مه نېټه يې د اروپايي اتحاديې په غونډه کې ګډون کړی و ګواښ وکړ ، چې د امريکې دفاعي چتر کېدای شي په 1960ز کې د کيوبا د توغنديو بحران ته ورته وضعيت رامنځته کړي .په 1960 زکې روسيه او امريکا په کيوبا کې د روسي توغنديو د ځای پر ځای کېدوپرسرداتومي جګړې په درشل کې ولا ړوو.
دزبر ځواکونو تر منځ د هند دريځ : هند ، چې په خپله هم غواړي د زبر ځواکونو په کتار کې حساب شي او په وروستيو کلو کې پر همدې لوري چټکه وده کوي ، هڅه کوي پر کوم ځانګړي لوري يابلاک پورې ځان ونه تړي ، بلکې له ټولو سره ښه اړيکي وساتي .
په امريکا کې يو شمېر سياستوال هڅه کوي د شانګهای د سازمان د مخ په زياتيدونکي ګواښ پر وړاندې د دموکراتيکو هېوادونو يو لوی اتحاد رامنځته کړي . د دوی په اند که چېرې هند هم له دغه اتحاد سره يو ځای شي ، نو اتحاد به له لوېديځ څخه بهر د نړۍ په کچه اعتبار ترلاسه کړي . امريکې هڅه کړې له هند سره خپل مناسبات تاوده کړي ، تر دې چې د امريکې د قانون خلاف يې له هند سره د اتومي انرژۍ په برخه د همکارۍ تړون لاسليک کړ. د امريکې د قانون له مخې هغه هېوادونه چې د اتومي وسلو د نه خپراوي نړيوال تړون يې لاسليک کړی نه وي ، له هغو سره به د اتومي انرژۍ په برخه کې همکاري نه کوي . د امريکې ولسمشر جورج بوش د امريکې کانګرس ته د قناعت ورکولو په موخه وويل ، چې له هند سره د اتومي انرژۍ د همکارۍ تړون لاسليک کول د امريکې د ملي ګټو لپاره حياتي ارزښت لري .په همدې موخه دامريکې او هند ددفاع وزيرانو لومړی په واشنګټن کې د 2005 ز په جون کې د دفاعي اړيکو د نوي چوکاټ په نامه يو تړون لاسليک کړ او ورپسې په 2006 ز کال کې د دواړو هېوادونو مشرانود اتومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ لانجمن تړون لاسليک کړ . د وروستي تړون له مخې به امريکا په هند کې 16 اتومي رياکټورونه جوړوي ، چې دا دهند لپاره د انرژۍ په ډګر کې يوه ډېره لويه بريا ده .
که څه هم هند له امريکې سره ګډ ټولنيزاوسياسي ارزښتونه پالي او له پاکستان څخه د امريکې د ملاتړ د انصراف په موخه غواړي له امريکې سره نږدې اړيکي وساتي او همداراز د شانګهای له غړو هېوادو سره د خپل سياسي سېسټم له مخې ژور توپير لري ، خو له روسيې سره د ژورو اړيکو د پخوانۍ سابقې او په يورېشيا کې د انرژۍ د غني زېرمو د شتون له امله هڅه کوي د شانګهای له غړو هېوادو سره هم نږدې اړيکی ولري .
هند د روسيې او چين په څېر هڅه کوي په چټکۍ سره خپل دفاعي ځواک عصري کړي او همدااوس د 10 مېليارد ډالرو په بيه د 126 جېټ الوتکود پېرودلو په لټه کې دی . که څه هم د داوطلبۍ لپاره هند خپل فرمايش امريکې ، روسيې ، فرانسې اوسويډن ته سپارلی ، خو تر نورو هېوادونو يې له روسيې سره پوځي اړيکې ډېر ژور دي . هند په نږدې وختو کې له روسيې سره په ګډه د ( Brah-Mos) په نامه د کروز يو پرمختللی توغندی جوړ کړ . دا توغندی د نړۍ يوډېرپر مختللی توغندی دی ، چې هنديې له امله ډېر وياړي او په پام کې لري ، چې له روسيې سره په ګډه لا پرمختللې وسلې جوړې کړي . (۱۷) همداراز د اکټوبر په 25 نېټه هند د ( تيجا ) په نامه خپله لومړنۍ جنګي الوتکه وازمويله . دغې الوتکې د روسيې له هوا څخه هوا ته توغندی هم په برياليتوب وتوغاوه او دهندي چارواکو له خولې ، الوتکه به سمدلاسه د الوتنې اجازه ترلاسه کړي . (۱۸)
که څه هند هم تر زياتې اندازې خپلې ځمکنۍ لانجې له ګاونډيانو په تېره له چين سره حل کړي ،خو اوس هم د لازياتو وسلو د رانيولو په فکر کې دی . د هند د فاع وزير ويلي ، چې تر 2026 ز پورې به د هند د وسلو پېرودنې 35 مېليارد ډالرو ته ورسيږی . (۱۸)
هند د شانګهای تر سازمان له SAARC ( د جنوبي آسيا د سيمه ييزو همکارۍ سازمان ) سره ډېره علاقه لري ، خو په سارک کې داسې هېوادونه سره يوځای شوي ، چې لا يې خپل منځي لانجې نه دي سره حل کړي . د بېلګې په توګه پاکستان ، چې د سارک غړی دی نه يوازې له هند او افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي ، بلکې دهند او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکارۍ خنډ هم ګرځي . همداراز د هند او بوتان او د پاکستان او بنګلادېش اړيکي هم څومره ، چې ښايي نېکې نه دي . له بلې خوا په سارک کې په سياسي لحاظ ډېر غير متجانس هېوادونه سره يو ځای شوي ، د بېلګې په توګه په پاکستان کې ډېکتاتوري نظام واکمن دی، حال دا چې په هند کې بيا دموکراسي چليږي . په بنګلادېش ، نيپال او بوتان کې لازم سياسي ثبات نه ليدل کيږی او په افغانستان ، پاکستان اوسريلانکا کې خو بيا د کورنۍ جګړې تر بريده ژورکړکېچونه روان دي . نو له دې امله هغسې ، چې هند هيله لري د سارک له اقتصادي همکارۍ څخه ګټه نه شي پورته کولای او سارک ته د يوه همغږي او په اقتصادي لحاظ يوه ځواکمن سازمان په توګه لاډېر کار پاتې دی . خود شانګهای په غړو هېوادو کې سياسي تجانس او نسبي ثبات ليدل کیږي .
د زبر ځواکونو او سيمه ييزوسازمانونوتر منځ د افغانستان دريځ : دافغانستان په ګاونډ کې د نړۍ درې راتلونکي زبرځواکونه او درې مهم سيمه ييز سازمانونه د ودې پر لور چټک ګامونه اخلي . افغانستان ښايي د دوی په اړه له ډېر دقت او تدبير سره خپله راتلونکې ستراتېژي او پاليسي طرحه کړي .
زما په اند چين سمدستي له افغانستان سره ډېره علاقمندي نه لري ، ځکه چې چين له افغانستان سره نه د پخوا په څېر اېډيالوژيکې دلچسپۍ لري او نه هم غواړي د اوس لپاره دلته ځان په پوځي او سياسي لوبو او سياليو کې ښکېل کړي ، بلکې چين له هغو هېوادونو سره ډېره علاقمندي لري ، چې هلته فوري اقتصادي ګټې موجودې وي او وکولای شي د چين له چټکې ودې سره سمدستي مرسته وکړي . افغانستان د چيني مالونو لپاره نه کوم لوی مارکېټ ګڼل کېدای شي او نه بالفعل لويې اقتصادي زېرمې لري . همدا دليل دی ، چې چين د افغانستان په بيا رغاونه کې هم ډېره همکاري نه ده څرګنده کړې . چين له 52 کلو راهيسې له افغانستان سره دېپلوماتيکې اړيکې لري ، خو دااړيکي هومره ژور او ستراتيژيک نه دي لکه څومره ، چې چين يې له پاکستان سره لري . له بده مرغه په ورستيو کلونو کې افغانستان له چين سره خپلو اړيکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی ، حال دا چې چين په اقتصادي او پوځي برخو کې ډېره چټکه وده کوي او د نړۍ د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلی . دوې مياشتې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا په بېجېنګ کې د چين له بهرنيو چارو وزير سره وکتل . چيني لوري له سپنتا څخه وغوښتل په ملګرو ملتو کې د واحد چين له داعيې څخه ملاتړ وکړي او سپنتا هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ . (۱۹)
روسيه ، چې بېرته هڅه کوي خپل پخوانی نړيوال برم او نفوذ ترلاسه کړي ، زما په اند لاهم افغانستان د خپل نفوذ سيمه ګڼي او په افغانستان کې د فعالې مداخلې په فکر کې ده . د ځينو په اند که روسيه له افغانستان څخه د دروازې له لارې ووتله ، د کړکۍ له لارې بېرته راننوتې ده . که روسيه د افغانستان د بيا اشغال په فکر کې نه وي هم ، خو د خپلو پخوانيو جمهوريتونو د ساتنې په موخه او د امريکايي نفوذ د مخنيوي په منظور هم ځان ته د مداخلې حق ورکوي .په تهران کې د (کسپين ـ 5 )په غونډه کې پوتين له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو وتل وغوښتل او په دې موخه يې د يوه ټاکلي مهال وېش غوښتنه وکړه .په غونډه کې د تاجېکستان د بهرنيو چارو وزير هم وويل ، چې په افغانستان کې ټاکنې تر سره شوي ، پارلمان جوړ شوی او طالبان هم چندان شتون نه لري ، نو د امريکايي اډو لپاره نوره اړتيا نه ليدل کيږي . د دوی په وړاندې بيا د امريکې لوی درستيز رېچارډ مايرز ويلي ، چې منځنۍ آسيا يوازې د دې لپاره ارزښت نه لري ، چې زموږ ځواکونه هلته پراته دي ، بلکې له ډېرو نورو اړخونو څخه هم اهميت لري . (۲۰) زما په اند لکه څنګه چې له روسيې سره دښمني نه ده په کار ، له هغې سره ډېر نږدې اړيکي اوس هم د پخوا په څېر د خپلواکۍ بيه غواړي ، نو ښايي چې افغانستان په دې برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي .
که چېرې چين او روسيه د شانګهای سازمان په چوکاټ کې خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکړي له شک پرته ، چې شانګهای به د امريکې او ناټو په يوه سيال اومخالف بلاک بدل شي . که افغانستان دغه سازمان ته ورګډيږي مانا دا چې د امريکې په مخالف قطب پورې ځان تړي ، خو که چېرې د شانګهای سازمان ته د هند ، سريلانکا ، نيپال په څېر يو شمېر نور هېوادونه ورګډشي نو ښايي ، چې سازمان د يوه پوځي ، دفاعي بلاک پر ځای زياتره د اقتصادي همکارۍ پاليسي غوره کړي . بېشکه ، چې په دوهم حالت کې يې د افغانستان لپاره غړيتوب نه يوازې ګټور بلکې ضروري هم دی .
هند له افغانستان سره د دوستۍ اړيکو ته خاص ارزښت ورکوي او له هندوستان سره د دوستۍ اړيکې 60 کلنه سابقه لري . په دغو اړيکو کې له پاکستان سره اختلاف او ځمکنۍ شخړه د اشتراک مهم ټکی ګڼلی شو . په دې کې شک نشته ، چې د هندوستان سخاوت د افغانستان په بيا رغاونه کې ښه مرسته کولای شي ، خو نن سبا چې پاکستان د افغانستان پر سياسي او امنيتي حالاتو ژور اغېز لري افغانستان ته ښايي ، چې له هند سره په اړيکو کې د احتياط حد په پام کې وساتي او ورسره د پاکستان د دوستۍ او ډاډ لپاره له فعالې دېپلوماسۍ څخه کار واخلي .
په SAARC کې د افغانستان فعال غړيتوب له پاکستان او هندوستان سره د ښو اړيکو په لار کې مرسته کولای شي . که څه هم د سارک غړي ډېر بډای نه دي ، خو کولای شي د يوه ناپييلي اقتصادي سازمان په توګه غوره وده وکړي .
داسې ښکاري ، چې امريکې غوښتل او لا هم غواړي له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا پر لوري د پل په توګه او د سيمې د هېوادو لپاره د ولسواکۍ او مدني پرمختګ د يوه موډل په توګه کار واخلي . خو څرنګه ، چې امريکې ځان په عراق کې ډېر بد ښکېل کړی ، سمدستي د امريکې داهيله ستونزمنه ښکاري . که چېرې افغانستان بريالی شي د امريکې ، ناټو او آيساف د ځواکونو په مرسته د ثبات تر ټينګولو او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له ناټو او اروپايي اتحاديې څخه ځانګړي رعايتونه تر لاسه کړي ښايي ، چې د افغانستان له راتلونکي ثبات او اقتصادي ودې سره ډېره مرسته وکړ ي.
څرنګه چې په سيمه کې نوي ځواکونه مخ په راپورته کېدو دي او د ځواکونو معادله په ډېرې چټکۍ سره بدليدای شي ، نو د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده ، چې له ټولو بلاکونو ، نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره ځان له هر ډول دښمنۍ ، تقابل او منفي سياليو څخه وژغوري ، بلکې هڅه وکړي له دغو ځواکونو سره دګډې همکارۍ په موخه د اشتراک ټکي ولټوي .
اخځليك:
- The News International , Sep.06 , 2007 1
2- Nezavismay Gazeto ( Russian Newspaper) Aug. 07 . 2007
۳ ـ المفاضل مجله ، د ابولخير ليکنه ، ۳۳۹ ګڼه ، ۲۰۰۶ کال .
4- Daily Times , Aug. 05 , 2007
5- SCO seek to expand Energy and Security Influence , Peter Fedynsky ,VOA, Aug.16 , 2007
6- Ibid
7- Jeurisalem Post, Nov. 17-23 , 2007
8- New York Times , Apr.19 , 2006
9- Defense News , May 29, 2006
10- Daily Times , Aug.22 , 2007
11- The Associated Press , June 04 , 2007
12- Daily Times , Aug.5 , 2007
13- Daily Times , Aug.22 , 2007
14- Robert Muraquand , Russia Flexes New Muscles in Europe , The Cristian Science Monitor , Oct.04 , 2007
15- American Security Councel Pub., Aug.26 , 2006
16- Daily Times , Sep.02 , 2007
17-Malaysian National News Agency, jan.07, 2007
18- www.s-rohi.com , Oct.26 , 2007
19-The Economic Times , Jan. 08 , 2007
20- Xinhua , New China News Agency , Aug.21 , 2007
۲۱ – هل تستطيع الولايات المتحده الرد علی مقترح منظمة شنغهای ،
Ruearba.ru www.
* دغه بم د نړۍ تر ټولو زورور واکيوم ياخلايي بم دی ، چې د يوه اتومي بم په ځواک د لړزې تخريبي څپه رامنځته کوي .
وروستي