ز ه د ژوند يوه ارمان يــم اتله مــــې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه تياروته بل ډيوه مــــې کړه پښتو ته
تورې شپۍ رڼا کــومه د يوســـولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغــه ا وناره مـــې کړه پښتوته
که د سـر په بيه کــــــيږي قــربانې ته يم و لاړه
ازادي باندې ميئنه حما سه مـــې کړه پښتو ته
د غر يب دژ و ندډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن ميـنه پالمه خوږکيسه مــې کړه پښـتوته
حماســي را پارومه د ميـــوند خو ږ ه کيسه يم
دملالې په نوم وياړم پښـــتنه مې کړه پښتوته
زماوطن دمــــيړنو دی تجـاوزته ســـورانګار دي
زه بچې د يو افغان پروانه مــې کړه پښــــتو ته
دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي دغيــــرت نوم دی
زماژوندافغانسـتان دی نزرانه مې کړه پښتو ته
وروستي