د ياد په سیوري دی وسيږم نمر ته نه يم تلی
زه دی لا هغسی مين يم چرته نه يم تلی
د خپل وجود سیوری می هم تل په کمرو ويشتی
د چا د سیوري په اسره سفر ته نه يم تلی
چی ستا يادونه او خيالونه پکـــی نه وي ګرانه
زه لا په خوب کی هم هغه منظر ته نه یم تلی
شيخ راته ځکه بزدل واي وس پری ورســــيدم
چی د خپل ورور خلاف یوه سنګر ته نه يم تلی
بس يو ملنګ خان می منلی چــی باچا ياديږي
نور وريت باغي یمه د يو خان در ته نه يم تلــی
په ما د کفر فتـــوه څلــــــه لګـــــــوی زاهده
جمات ته کله کلـــه ځــــم مندر ته نه يم تلی
ټپه می وکـــــــړه چا جواب د ټپــــی رانکړلو
غر ته ختلـی ووم خو ما وی غر ته نه يم تلی
يو عنــــدليب او يو ګلاب بله د يار مشـــــغولا
زه لا ددغی دايری نه بهــــــــر نه يم تلـــــی
فضل عندليب دير تالاش
وروستي