
په دې چې زوى يې د تېرو دوو مياشتو راهيسې بې درکه وو، په لټه يې هره خوا خپل او پردي ګرځيدل ، خو هېچا هم ورڅخه ښه خبر نه وو راوړى ، تر دې چې پوليس هم د ځينو معلوماتو په راغونډولو کې پاتې راغلي وو.
يوه ورځ ټکنده غرمه وه ، ور په زوره زوره وډبېده ، آغاجان ور پرانست، څه ګوري چې څلور پوليس له ټوپکو سره را ننوتل او له را ننوتلو سره يې آغاجان له څټه ونيولو.
- وايه ! زوى دې چېرته پټ کړى دى؟
- صاحبه ما چېرته پټ کړى دى.
آغاجان په ژړاغوني آواز زیاته کړه : زموږ ورپسې اوښکې وچې شوې، شپه او ورځ را کره وير روان دى ،نه يې مور څه خوري او نه يې خويندو څه څکلي دي .
- ښه ! نو په هوا ژوندي ياست؟
همدا مې اورېدل غوښتل ، زموږ خيال وو چې تاسو به ساده پاده خلک ياستئ ، چم ګاونډ، کلي ، هيواد کې څه روان دي هيڅ ورسره سروکار نلرئ، لاکن نن تاسې څرګنده کړه، سپينه یې ولې نه وايې چې زوى دې ترور اچوونکو سره مل کړى دى ، د ا غټې ، غټې خيټې مو له بادو څخه نه دي ډکې شوي دا ټول د ترورستانو مال دى .
آغاجان ډير سوګندونه وخوړل، خداى و رسول يې ياد کړ، په پنډيو د کنداغ سختو وارونو د خوا له کوټې ښځینه ډله ترغولي را ورسولې او په ژړا ، ژړا يې آسمان په سر واخيست، خو د پوليسو بې رحمه زړه ته ترس ونه لوېده.
- ځه! راروان شه،بې ناموسه، رښتيا او دروغ به دې نن ښکاره شي،تاسو ټول ټبر راته د ترور اچوونکو جاسوسان ښکارئ را ووځه، دؤوسه د ښځو پړوني کې ځان مه پټوه.
خوا کې آغاجان تر اوسه څه منتونه، زارۍ کولې ليکن د پړوني شاته د پټيدو.... تر دې پورې له سکې هم درنې د هغه پخې له وزرو سپکې کړې، فکرونو کې ډوب ورسره روان شو ،يا الله ! زما د ټبر به څه کيږي؟ لوڼې مې هم اوس پېغلتوب ته رسيدلي دي د هغوى به څه کيږي؟ کورکې يو نارينه هم نشته چې پام پرې وکړي،نيږدې خپل او خپلوان هم نشته.
له خپله حاله بې فکره د کور په غم کې ډوب آغا جان څه وخت وروسته څارندوى ته ورسول شو، پوه نشو خو د مفتش غږ له فکرونو را ويښ کړو.
- څومره يې راليږلي دي؟
- جي؟.
- جي نه ، رښتيا، رښتيا راته ووايه ،که نه دا برکت شاه وينې ډير برکت لري، بس دده دوه گزاره ستا دارو دي، وايه خر.... دې په کوم ځاى کې پټ کړى دى، پوزې له مو را وستم ، هغه پخوا هم ستا زوى و کنه چې د ترورستانو سره مو نيولى او را سره په نښته کې مړ شوى و؟
- نه صاحب ! زه د پخوانه نه يم خبر ، زما د زوی نوم دل آغا دى ، د هغه په هکله ما راپور ثبت کړى دى چې بې درکه دى .
- يو خوا د ترورستانو نه پيسې اخلې، زامن او لوڼې ورسره ليږې او بيا د دروغو راپورونه .... تر لاسه کوې، پوليس د هرڅه نه خبر دي، موږ ته راپور راغلى، د مخبر له خولې چې ستا زوى د ترورستانو سره مل دى .
محبته! تورې کوټې ته يې واچوئ.
د آغاجان منتونه، زارۍ ، ژړا او انګولې هرڅه عبث لاړې ، مفتش فيصله اورولې وه او په نړۍ کې داسې قوت نه و چې هغه له دغه مصيبت نه را خلاص کړي.
د بندي خانې په تورتمه کوټنۍ کې د پروت آغاجان ژړا انګولا هم د څلورو ديوالونو تر منځ غلې شوه.
په څلورمه ، پنځمه ورځ چې د هغه ټبر(مېرمن) څارندوۍ ته د ورننوتلو او د مفتش څخه د خپله ميړه په اړه د پوښتنې جرئت وکړ نو خبره شوه چې هغه د ښار لويې بندي خانې ته استول شوى دى، ځکه ، چې هغه د ترورستانو همکار و، او د هغوى جاسوسي يې کوله ، د آغاجان مېرمنې له څارندوى څخه د وتلونه سمدستي وروسته د خپل مېړه د را خلاصولو په هکله د چم ګاونډ ، د مشرانو او کشرانو ږيرې ونيولې ، خو په دې ورځو کې پوليسو ته د نيږدې کيدو خو لا څه کوې چې د کتلو زړه هم چا نه کولو .
د وخت په تيريدو سره ورو ورو د آغاجان د مېرمنې غوږو ته داسې ګنګوسې ور ورسېدې چې ګواکې هغه په دريمه ورځ هم په څارندوۍ کې دننه د پوليسو له خوا د ترورستانو په اړه د مالوماتو تر لاسه کولو په خاطر د وهلو او ټکولو تر مخه وژل شوى او مړى يې د سور کمر په بڼ کې خخ کړى شوى دى .
د آغاجان د ماندينې (ميرمنې) زړه ددغه حقيقت منلو ته تيار نه شو او هره ورځ سهار مهال به وتله کله يو ځاى ، او کله بل ځاى د خپل مېړه په اړه به يې پوښتنې کولې، د مېړه د تګ سره د زوى غم هم ورڅخه څه ناڅه هېر شوى و.
څه لږ ډير باغ پټی چې يې لرل درې کلونوکې د ګيډې په تناره کې بالن(دسيزلو لرګي) شول.
هر کله به چې دا د مېړه په لټه د کور څخه وتله نو د ايکي يو نفر ته به يې د کور د خيال ساتنې په اړه ويل، هغه نفر نه د دوى خپل و او نه د دوى ګاونډى، بلکې يو نرښځى دلاور و، چې د خلکو په واده، کوژدن، زيږيدنې او يا هم په سنتى کې به يې ميدان ګرمولو چې له دې لارې به يې پيسې لاسته راوړلې او د خپل ژوند شپې به يې سبا کولې.
د آغاجان د تګ راهيسې همدغه نرښځي دلاور، کله به د نارينه او کله به د ښځو په کالو کې د دوى د کور ور ډبولو او له بازاره به يې د سود سودا، وړلو راوړلو پوښتنه کوله، که څه د راوړلو يا د دوړلو وو ، نو هغه کار به يې سرته رسولو، بيا به د دوى له کوره لرې، د کوڅې په بل سر کې د پروت ګټ د پاسه به يې ډډه لګوله، هر تلونکي او راتلونکي ته به يې د طمعې نه پرته چې څوک ځواب ورکوي او که نه، سلام يا په خير راغلې ورته ويل.
د دلاور سترګې به هميش د آغاجان د کور په ور ښخې وې، ټکنه غرمه کې چې مطمئن به شو، چې د آغاجان ټبر او درې واړه لوڼې به اوس د ډوډۍ د خوړلو څخه وروسته ويدې شوي وي ، دى به هم جګ شو او خپله لاره به يې ونيوله.
هغه ورځ چې د آغاجان ټبر(مېرمنه) ورته ويلي وو، چې ښايې د شپې پورې هم بيرته رانشي، دلاور ټوله ورځ په لوږه تېره کړې او بيا درسته شپه يې هم په تش نس شوګيره تېره کړې وه ، شاوخوا لس بجې د آغاجان ميرمن چې ده به ورته ترور وئيل ، بيرته راغله ، نو دلاور د امانت ورسپارلو وروسته کلي نه بهر په شاړه کې پرتې خپلې کيږدۍ ته لاړ، په ګټ پريوت او لکه ماشوم په بې غمه خوب کې په خړيدو شو.
د لاور ته به د نوروکليوالو په څېر د آغاجان لوڼو هم ماما ويل،دى د ټول کلي د مشرانواو کشرانو ماما و، په داسې حال کې چې د ځمکې پر مخ يې هيڅ خپل نه درلود ، همدا کلى دده خپل و، که چېرې بې ځايه نارواه به ورسره وشوه او يا هم د کلي ځلموټو به په ټوکو ټکالو کې په رښتيا وواهه، نو د څو ورځو لپاره به شاوخوا کوم بل کلي ته لاړو خو د لږې مودې وروسته به لکه د پمن سپي لکۍ په خپو منډلې بيرته راغى او هر چاته به يې مسکۍ خوله چينګه کړه چې پلاني کاکا په زوره را وستم، کنې نه راتلم، کليوال دده دغه عادت سره ښه اشنا وو.
د آغاجان د تګ راهيسې د هغه د فاميل د پاره د لاور نه زيات باوري او اعتمادي سړى نه و، دى بې ضرره و، د څه طمع يې نه لرله، بس که کومه ګيله به يې وه، نو له پاک پروردګاره يې کوله ، چې ولې يې داسې پيداکړم، ماڅه خطاکړې وه، له دې نه چې نه وى پيدا شوى ښه به وه .
هره شپه به په کټ کې د پريوتلو وروسته په دغه فکرونو او غمونو ډوب د خداى سره په جنګ و، او بلاخره به په ډکو سترګو ويده شو.، خو د سهار ويښيدوسره به د شپې هر څه ورڅخه هېر وو، په يو نوي جوش به له خپلې جونګړې ووت .
د آغاجان مېرمن ډېره ځيرکه او پوهه ښځه وه، هغې غېر له دلاور نه په بل هيچا باور نه کاوه .
د هغې درې واړه لوڼې اوس د پيغلتوب په درشل ولاړې وې، بخت رويداره، چې د ژوند اولس سپرلي يې ليدلي وو، سپوږمۍ هم شرموله، هغسې خو درې واړه خويندې مورته ورته ډيرې ښايسته وې، د پلار په څېر لکه د سروې ونې دنګې ،ښانګې وانګې ونه يې وه ، لاکن د ټولو مشره يې دومره ښايسته وه لکه نينځکه، د اخلاقو په اړه شاوخوا خلکو به د دريو واړو مثالونه ورکول.
که دل آغا نه واى ورک شوى نو د بخت رويدارې واده به له وخته شوى و.
تاج ملوک خان چې په څومره مينه د خپل يواځيني زوى هاشم ملوک د پاره د بخت بېدارې د پلار لخوا د ننواتې د منل کېدو درنه ميلمستيا او بنډار جوړ کړى و، د دل اغا د تګ سره په هغه هومره بيړه (چټکتيا) په مات زړه دغه کوژدن ماتولوته مجبور شوی و،هيڅوک نه پوهېده چې دغه کوژدن د چا په زور ماته شوې وه، لاکن د اغاجان کورنۍ د غمونو په داسې سيلاب ور لاهو وه ، چې نه پوهېده کوم غم وژاړي او کوم يو پريږدي.
ټکنه غرمه وه ، ناڅاپه ور وډبېدو، د آغاجان مېرمن د غږ سره چې ((څوک يې درغلم)) ور پلو لاړه ، د دروازې پرانستل کيدو سره څلور تنه په زوره کور ته دننه داخل شول.
د دريو تنو په لاس کې کلاشينکوفونه او څلورم تن په خپل لاس کې کتاب نيولى له هيبته ډک و.
د راغلو څخه يو تن وويل : ترورې موږ ستا تکليف ختمولو ته راغلي يو، ستا د لوڼو سره نکاح کول غواړو، راشه ملاصاحبه .....
له دې سره د کوټې په لور لاړ، پاتې درې تنه هم ور روان شول.
د آغاجان مېرمن اريانه در يانه ولاړه وه .
- داڅه وايې بچيه، دا څه وايې ............؟
له ويرې د هغې له خولې نور څه ونه وتل .
د آغاجان لوڼې د ور پرانستل کيدو سره ښځينه کوټې ته ننوتې وې، هغوى د کوټې د کړکۍ نه ټوله ننداره وکړه، په هرڅه پوه شوې، د کوټې يو ور کوڅې پلوته پرانستل کيدو، منځنۍ لور ادينې هغه ور پرانست، په ډېر اميد يې د کوڅې په سرکې پروت کټ ته وکتل، دلاور خپلې جونګړې ته د تګ لپاه جيګ شوى و، ادينې ور منډه کړه او دلاور يې له مټه ونيولو.
- محافظان دي که قاتلان ، کورته مو را ننوتي دي، زره کوه.
د ادينې په خپو کې زور نه و، هم هغلته په کټ کيښناسته، دلاور منډه کړه،له هم هغه لارې کوټې ته ورداخل شو، د آغاجان مشره لور ورته هرڅه بيانوي چې په دې کې آواز شو :
- يا جينکو ژر ژر نوي کالي واغوندئ او وار په وار دلته راشئ، ملاصاحب راغلى دى چې نکاح مو وتړي.
بل آواز شو :
- ژر کوئ ژر ژر .....
د آغاجان مېرمنې پرلپسې ژړل او زارۍ منتونه يې کول :
- يا بچيه ! داسې مه کوئ ... دا يتيمانې دي .... ګورئ دا روا نه ده ... .ډېره ناروا ده .....نن مه کوئ .... په موږ ترس وکړئ .....
يو وسلوال خپل کلاشنکوف د هغې په تندي کيښود او ویې ویل :
- غلې کیږې او که نه؟ .... د خره لورې ... غوږونه دې را وخوړل .... او د یوې لتې سره يې ښکته و غورځوله.
- جينکو! راځئ که موږ در ننوځو.... دومره وخت را سره نشته ؟
له دې ډلې څخه يوتن وویل :
د ملاصاحب لاس او خپې داسې سپین شوي لکه وينه چې نلري .
په دې کې لمړۍ پېغله چې له ځانه يې پړونی تاو کړی و، په ورو ورو راغله او په پسته ژبه يې وويل :
- زموږ مور مه وهئ، موږ واده ته چمتو يو.
ملا صاحب هغې ته د کېناستلو اشاره وکړه، او ورڅخه یې د رضامندۍ پوښتنې وکړې .
د آغاجان مېرمن پخپله بې وسۍ لکه د کانې په ځای پرته وه، اوس خو يې اوښکې هم وچې شوې وې، نه پوهیده چې څه روان دي. ملاصاحب د رضامندۍ نه وروسته، د دوو شاهدانو د ګوتو نښې هم د نکاح پر پاڼه واخيستې.
د نارينه وو په آوازونو کې شور شو، مبارک شه! مبارک شه!
په دې کې ملاصاحب وويل: بله نجلۍ راولې.
د اغاجان ميرمن(مانديني) د جګيدو کوښښ وکړ، ليکن په لينګو کې يې قوت نه و، بيرته ولويده، بې ښوده، ناوې جيګه شوه او د خور د راوستلو لپاره د ښځو کوټې ته ورننوتله، لږ وخت وروسته تک سور شاله کې نغښتې دوهمه پيغله راغله ،هلته کېنول شوه، او د نکاح مراسم تر سره شول، د ناوې رضامندي فقط د هغې د سرښورونې پورې تړلې وه، چې د شال په ښوځيدو معلومه شوه د لمړۍ نکاح په څیر د دویمې د نکاح مراسم تر سره شول، ګوتې ولګول شوې يو دوو تنو بيا مبارک شه ! مبارک شه ! وويل، او بيا چوپه چوپتيا شوه ، دريمې ناوې راوستو لپاره بايد څوک لاړ شی ، څلور واړو کسانو د یو او بل مخ ته وکتل او بيا يې په ځمکه د آغاجان د ميرمنې بې ښوده پروت وجود ته وکتل، خو هیچا هم د ښځو د کوټې ننوتلو ته جرئت ونکړ یو تن ورځينې خاموشي ماته کړه او وويل :
- ځه!ته ولاړه شه او خور دې راوله .
دویم نفر هم وویل :
- بلې ، بلې ته يې راوله .
د لږ آرام نه وروسته ناوې پورته شوه، او د ښځو د کوټې په لور روانه شوه درې څلور ګامه يې لا نه وو پورته کړي، چې يو وسلوال په ځير سره د هغې خپو ته وکتل او د هغې په تګ باندې څه شکمن شو ، ور پورته شو او ناوې پسې د ښځو کوټې ته ور ننوت ، د ننوتلو سره د هغه سترګې په مخامخ نيم بيرته پروت ور ښخې شوې، د ښځو په کوټه کې غیر له ناوې بل هيڅوک نه و سمدستي يې، د ناوې پلو منډه کړه ناوې د سر سورشال لاښکته په کټ هم نه و غورځولی چې دغه وسلوال له مټه ونيوله، او په بل لاس يې د هغې پرتوغاښ راښکود پرتوګ ښکته پريوت، او وسلوال چيغه کړه،(( دا څه دي......؟)) له بهره د ملا سره دواړه وسلوال را ننوتل بلخوا د کور تر څنګ د بسونو له هډې نه يو بس د تورخم په لور روان شوی و په دې بس کې درې ښځینه سورلۍ چې مخونه يې پټ کړي وو،ناستې وې چې په دې کې د دوو ډزو آوازونه تر غوږ شول یو او بل ته يې وکتل، د سترګو لاندې يې پړوني لامده شول، يو غلی آواز ما هم واوريد:
((اِناّلالله و اِناُالیه راجعُون))
روشن لعل ملهوترا
نيټه : ۲۰۰۹-۰۳-۳۰