
ليکوال: محمدخالد سعادت
دګران هېواد افغانستان دتجزيې طراح او دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي ريچارډهولبروک دزړه دشيريان دبنديدو له امله په روغتون کې ساه ورکړه، ٦٩ کلن هولبروک دامريکا دبهرنۍ ديپلوماسۍ لپاره ډيرکارونه کړي چې ښايي امريکايي چارواکي يې په مړينه سخت غمجن وي.
خو دافغان او په ځانګړې توګه دپښتنوسياستوالو لپاره به بيا دا دپيغور خبره وي چې دهولبروک په مړينه خواشيني څرګندوي ځکه له دې سره سره چې افغانستان په خپل منځ کې د کورنيو امنيتي، سياسي، اقتصادي اوټولنيزو ستونزو سره لاس او ګريوان و؛ دغه امريکايي سياستوال دافغانستان دتجزيې پلان طرحه او دافغان- غربي اجنټانوسره يوځاى يې دپلي کولو هڅه کوله.
ده څه موده وړاندې په لندن کې هم دشمالي ټلوالې د ليډرانو سره يوځاى د افغانستان دتجزيې دپلان په اړه خبرې وکړې خو له بده مرغه چې دټلوالې ليډرانو دتجزيې دغه طراح هم له لاسه ورکړ!!!.
راځو ديته چې دهولبروک دزړه چاودنې اصلي لامل څه و.
په دې کې شک نشته چې افغانستان ته هر يرغلګر په خپلو پښو راغلى خو له نيکمرغه چې په روغ بدن دبيرته وتلو چانس ياري نده ورسره کړې، دکلونو پخواني غښلي ځواک انګليس هم خپل قسمت وازمايه خوپچه يي ښه ونه ختله، دوخت زبرځواک پخواني شوروي اتحاد هم په افغانستان يرغلګروکړ خو د روغ وتلو چانس ورسره ملتيا ونکړه خپله پخواني شوروي اتحاد له سياسي او اقتصادي پلوه له وژونکي ګزار سره مخ شو، شوروي اتحاد ټوټې ټوټې او په بيلابيلو جمهوريتونو وويشل شو ددوى تر استعمار لاندې هېوادونه خپلواک شول.
دافغانستان دکړکيچ له امله دشوروي اتحاد دوخت دريو مشرانو لکه برژنيف، کنستانتين چرينکوف، او ولاديمير اندروپوف هم په ډير کم زماني واټن کې دزړه د دريدو له امله دمرګ غيږې ته ورغلل.
دامريکامتحده ايالاتونو ديرغل په لومړيو کې دشوروي اتحاد دهغه جنرال مشوره چې له افغانستان څخه يي دروسي ځواکونو د وتلو مشري کوله، هم ونه منله چې اوس دافغانستان پوځي کړکيچ دې حالت ته ورسيد چې سياستوال ښاغلي ريچارډ هولبروک ته يي دزړه ناروغي پيدا او دمرګ کندې ته يي ورټيل وهلو.
تردې وړاندې چې جنرال ډيويډ پيتريوس په افغانستان کې د امريکايي اوناټو ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شو اوکله يي چې دامريکا دمشرانو جرګې استازو ته معلومات ورکول نو د پوښتنو او دافغانستان دجګړېېز ډګر دسختوالي له امله ورباندې بيهوښي راغله اوپه مشرانو جرګه کې بيهوښه پروت و، چې دمشرانوجرګې داستازو لخوا له دغه جرګې نه ځنځولۍ وايستل شو.
زه وايم هغه وخت لرې ندى چې دامريکا نور مشران هم دزړه د ناروغۍ او يا نورو روحي او رواني ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي او يا هم ښايي خپله دامريکا ولسمشر بارک اوبا به دافغانستان دکړکيچ له امله ځان وژنه وکړي.
داچې دامريکا چارواکي او ياهم په خپله دامريکا ولسمشر دې حالت ته ونه رسيږي غوره ده چې بارک اوبا له افغانستانه خپل پوځونه وباسي او دپوځي لارې پرځاى بله لاره ولټوي ترڅو له يوې خوا د افغانانو، او له بله پلوه دامريکا او ناټود نازولو عسکرو ژوند خوندي شي دغه راز دافغانستان د کړکيچ له امله به دښاغلي اوباما ژوند له ګواښ سره نه مخ کېږي.!!