
محمود طرزي فکري بنسټ
د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر۲۳ نېټه د کابل په انټر کانټیننټل هوټل کې د محمود طرزي فکري بنسټ له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي معاهدې او د سیمې پر سیاسي وضعیت یې د اغېزو تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي ناسته جوړه شوه.
په دغه ناسته کې چې د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انورالحق احدي او د افغانستان پېژندنې انسټیټیوټ مشر ډاکټر عمر شریفي یې مېلمانه وو د رسنیو استازو هم پراخ ګډون کړی وو.
ډاکټر انورالحق احدي او عمر شریفي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي معاهدې او د سیمې پر سیاسي وضعیت یې د اغېزو په اړه خبرې وکړې او دغه معاهده یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله او ژر تر ژره یې د دغې معاهدې د عملي کېدا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي احدي وویل چې دغه معاهده یو ځل په ۱۹۶۵م کال کې هم لاسلیک شوې وه، خو ځینې ستونزې یې درلودې چې د افغانستان په ګټه نه وې، خو په اوسنۍ معاهده کې، چې د روان میلادي کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه لاسلیک شوه لوی توپیر په کې دادی چې دا ځل د ځینو ستونزو د راولاړېدو په صورت کې د یو ګډ سوداګریز کمیسیون منل هم ځای لری، چې د سوداګریزو ستونزو دحل په برخه کې به مرسته کوي.
ډاکټرعمر شریفی هم په خپلو خبرو کې وویل، چې یادې معاهدې ته دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان په هیلمندو سترګو ګوري ، چې نه یوازې له اقتصادي اړخه بلکې له سیاسې لوري هم ډېره ګټوره ده، د سولې د راتلو هیله هم ترې کېداې شي او د سیمې هیوادونو ته یې هم ګټه رسېږي.
دغه تحلیلي ناسته د خبریالانو په پوښتنو او د مېلمنو په ځوابونو له ۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.