غز ل


ښـه شوه چې له تا لمن مـې ټولــــه کړه
تــه شوې بـی وفا، لمن مــې ټولـه کـــړه
ما مـــې درتـه زړه په لاس کـــــې درکړلو
تـا کـــړلــــو خطا، لمـن مــې ټولـــه کـــړه
هســې پــــــــه ملګــــرو نازيـــدمـــــــه زه
نــوره پــــــــه والا، لمــن مـــې ټولــه کـړه
بيا دی په والا کـــه زړه کــــــې ځاي کړمه
دا ځلې رښتيا، لمــــــن مې ټولــه کـــــړه
تـــه يــې پـــه لوستلو چـې خفه نه شـي
هسې لـــه يو چا، لمــــن مـــــې ټوله کړه
حميد احساس هالنډ
په دوبۍ کې يو ملګرې ته ليکل شوې دی