پټه مينه




د غـم شپېلـــۍ به راته نه ږغـــــوې
ما به په خپلو اوښكـــــو نه اوبـــــوې
زما د سينې له قفسچې څخــــه به
د پټي ميني مشـــــال نه تښـــتوې
ولي مــــي بيا د پټو ستــرګو څــخه
يو په يو تښــــتوې خـــواږه خـــوبونه
ولي مـــــي بيا د زړه آرام لــــوټـــوې
راته راوړې د چا پـــردي خيـــــالـــونه
ما د يوې ځـــــوانۍ اخيتار لــــــرلــو
د يوې مينــــــي نذرانه مـي كــــړله
ما په تندي كـي تصــويرونه مات كړل
چـــي څـه بتان وه بېــګانه مي كړله
زه كه تندي كي خپل تقدير سوځوم
دا پر قولونو پښـــــــېماني خو نه ده
زه چي خيرات خيــــرات نارې وهمه
نو د ځــــــوانيو ارزاني خـــــو نه ده
هغه لمــــــــبه چي د ځان ونه ګڼې
چــــي ما د زړه په تل كي وسوځول
پر هغې شمـــعي بدګومانه نه سې
چي ستا په لاره كي مي ولګـــــــول
چي ته په خپل حسن مغروره نه سې
تا ته مي اوښكي در لېږلــــــي نه دي
د زړه په وينو مي رنګيـــن خطــــــونه
ستا پر كــــوڅــه در استولـــي نه دي
ما چي ځنځـــــير د اوښكـــــو وتوراوه
دې خپل جنون لره مي زور غوښــتئ
چي ستا تصـــوير ته مي په ځير كتله
خپلــــــو بڅرو ته مي اور غوښــــتئ
هغــــه به زما نظمــــونه خپل وبولي
چي پر لنــــډۍ زنه خالـــــــونه وهي
چي يې پر جګو سپيـــــنو غاړو باندي
ګڼي زلمــــۍ زلفــــي ټالونه وهـــي
هغه به زما په چيغــــــو نه مـــــړېږي
له شوګيريو به مي ميــــــــني غواړي
زړه به يې زما له درده نه ســـــــړېږي
هغه به زما له سترګو وينــــــي غواړي
خو زه پوهېږم چي به ګور ته يوســـم
دا له جانانه ســــــــره پټـــــه ميــــنه
دا د بتانو په سجـــــــــــدو تومتــــــي
دا نافرمانه دا سركښـــــــــه وينــــــه
ويرجينيا 1994/4/5

\"\"