
لیکونکی: مليار صادق ازاد
افغان حكومت د واليانو د غوره کولو او له جمهور رئيس سره د هغوى د مستقيم ارتباط د تامينېدلو په مقصد د1386 كال د وږي په مياشت كې د محلي ارګانونو خپلواك رياست رامنځته كړ او د كورنيو چارو وزارت ټولې ملكي څانګې چې د واليانو او ولسوالانو ټاكل دي په دې اداره پورې اړوند شوې.
د دې ادارې د لومړي پيله غلام جيلاني پوپل د دې ادارې د رئيس په توګه ټاکل شوی. په داسې حال كې هيله كېده چې د دې ادارې په رامنحته كېدو سره به واليان د ضوابطو او لياقت پر بنسټ وټاكل شي، ولې د مختلفو دلايلو له امله او د دې ادارې د پوره واك د نه درلودلو له امله بيا هم د واليانو په شمول نورې ټولې مقررۍ د مصلحت او ګوندي روابطو پر اساس تر سره كېدې.دا كار د دې پرځای چې په كارونو كې ښه والى راولي د چارو د ټكني كيدو اوخنډ سبب شو.
داسې شواهد موجود دي چې د هېواد ټول واليان د زور او بېلابېلوكړيو د ملاتړ له مخې مقرر شوي.
د كليد د تحقيق له مخې پخواني جهادي مشران، د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواكو اراكين او هغه هېوادونه چې په افغانستان كې پراخ نفوذ لري، ټول د واليانو په مقررۍ كې مهم رول لري.
د محلي ارګانونو د ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالمالك صديقي هم وايي چې دا اداره نه شي كولاى د ټاكلي معيار له مخې واليان وټاكي، هغه وویل: (( موږ د واليانو د مقررۍ لپاره معيارونه لرو، ولې بدبختانه روابط پر ضوابطو حاكم دي.د وړانديز او اداري مراحلو پروسه زموږ له لارې كېږي، خو د مقررۍ لپاره د جمهوري رياست مقام، د جمهوري رياست مرستيالان، جهادي مشران او...هر يو له ځانه خپل كانديد لري او موږ ته يې معرفي كوي.))
دغه تحقيق له 30 برحالو واليانو، د دولت د اپوزيسيون له مشرانو، پخوانيو واليانو، سياسي څېرو او يو شمېر دولتي چارواكو سره د مركو په اساس شوى چې د واليانو اړيكه له سياسي حلقو سره چې د جمهور رئيس په واسطه مقرر شوي په ګوتو كوي.
د دې تحقيق پر اساس د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پنځه تنه واليان لري. كه څه هم چې دغه واليان دا مهال له حكمتيار سره خپله رابطه ردوي، خو مني چې په كلونه كلونه يې د حكمتيار د ګوند غړيتوب درلود.
د اتحاد اسلامي مشر عبد الرب رسول سياف څلور واليان لري او په حكومت كې د ده د ګوند د غړيو ونډه له څو كلونو را په دې خوا په خپل ځاى پاتې ده.
د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند حاضر دمه 3 واليان لري. د افغان ملت ګوند هم د سياسي واك په اوسني تركيب كې 3 واليان لري. د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت ګوند دا مهال څلور تنه واليان لري چې دوه تنه يې د برهان الدين په نيغه همكارۍ او دوه نور يې په غير مستقيم ډول معرفي شوي دي.
د ترسره شویو مركو پر بنسټ د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت ګوند دوه تنه واليان، د ولسمشر كرزي لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم دوه تنه واليان، د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي ګوند 3 واليان او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرى د نجات ملي ګوند 1 والي او د ولسمشر دويم مرستيال كريم خليلي هم يو والي لري.
په دې دليل چې ځينې واليانو په تېر او اوس مهال كې خپل سياسي دريځ بدل كړى او دا مهال له بېلابېلو ډلو سره اړيكي لري، كليد به د بشپړو معلوماتو او له سياسي ډلو سره د هغوى د غړيتوب په اړه د پوره حقايقو په خاطر په دې برخه كې خپلو پلټنو ته دوام وركړي.
اوس د هر والي نوم، له سياسي ګوندونو او يا خاصو هېوادونو سره د هغوى اړيكي او مشخصات تشريح كوو:
د ګلبدين حكمتيار په ګوند پورې اړوند واليان:
حزب اسلامي په هېواد كې تر ټولو ډېرې ولايتي څوكۍ لري، دا چې دغه واليان دا مهال د ياد ګوند له مشر سره اړیکې لري او که نه؟ دا د دې ګزارش په ضميمه كې د احزابو د معرفۍ په برخه كې روښانه شوې، هغه واليان چې ډېر كلونه يې د دې ګوند غړيتوب لرلى او يو شمېر يې د دې ګوند په ګټه په بېلابېلو جګړو كې جنګيدلي هم دي په لاندې ډول دي:
1 - جمعه خان همدرد د پكتيا والي:
د پكتيا والي جمعه خان همدرد د حزب اسلامي له مهمو غړيو څخه ګڼل كيږي، د ده د وياند روح الله سمون په وينا: ښاغلى همدرد د 1357 -1375 كلونو په منځ كې د جهاد او ګوندي جګړو په دوران كې د حزب اسلامي غښتلى قومندان او وروسته د شمال زون رئيس ؤ.
په هغه مركه كې چې د روان كال د تلې په پنځمه نېټه له افغان جرګې ورځپاڼې سره ښاغلي همدرد ويلي وچې حزب اسلامي د ټولو ځواكونو سره د هېواد په شمال او ټول افغانستان كې د حامد كرزي له حكومت څخه ملاتړ كوي. همدرد ويلي: (( حزب اسلامي په شمال كې پوره واك لري، ولې يو شمېر كړۍ غواړي د هېواد په شمال كې د دې ګوند مهم غړي ترور او له منځه يوسي)) د نوموړي په وينا د بغلان د نهرين ولسوالۍ د ولسوال "جوشن پور" ترور د دې كړيو په واسطه تر سره شو. هغه وويل:(( ولې د حزب اسلامي د 16 مهمو غړيو د وژلو سره سره په دې اړه يو هيئت ونه ټاكل شو، تر څو په دې برخه كې پلټنې وكړي، ولې لږ تر لږه د هغوى يو تن قاتل هم ونه نيول شو؟))
جمعه خان همدرد په دې وروستيو كې د حزب اسلامي په استازيتوب د محمد محقق په مشرۍ د وحدت ګوند سره د شمال د تفاهم شورا په نوم يوه شورا هم جوړه كړې ده، همدرد په دې دليل چې د دې ګزارش د جوړېدلو پر مهال حج ته تلونكى و له موږ سره مركه ونه كړه.
نوموړي د نوي نظام له استقرار وروسته د ملي دفاع وزارت په چوكاټ كې د اتل قل اردو د قومندان په توګه دنده تر سره كوله. همدرد له 1383 تر 1384 كال پورې د بغلان د والي په توګه دنده درلوده. وروسته د يوكال او - لسو مياشتو لپاره د جوزجان والي و او د 1386 كال د مرغومي له 12 نېټې تر دې مهاله د پكتيا د والي په توګه كار كوي.
د يادولو ده چې همدرد د بكلوريا تر كچې زده كړې لري او د ډګر جنرال رتبه لري، نوموړى همداراز د جمهور رئيس كرزي سلاكار وزير هم دى.
2 - د لبرجان ارمان د بادغيس والي:
د بادغيس اوسنی والي دلبرجان ارمان هم د حزب اسلامي له تكړه قومندانانو څخه دى او د جهاد پر مهال د شورويانو په مقابل كې او د تنظيمي جګړو په دوران كې د ( 1357 – 1375 ) په پېښور كې د پاړه چنار حوزې مسئول، د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ قومندان او د خوست ولايت د مرستيال په توګه دندې ترسره كړې دي او مني چې زيات كلونه د حزب اسلامي غړى و.
په ولسي جرګه كې د بادغيس پخوانى استازى محمد يعقوب وايي: د حزب اسلامي په ګوند كې ممكن د ښاغلي ارمان غړيتوب د بادغيس ناآرام ولايت د وضعیت په ښه والي كې مهم رول ولري. ښاغلي ارمان كليد ته وویل: هغه له يو شمېر وسله والو ډلو سره د اړيكو په نيولو او خبرو كولو په دې ولايت كې د ډېر تاوتريخوالو مخه نيولې.
ارمان په 1352 كال د تخنيك ثانوي له لېسې فارغ او وروسته يې تر 1356 كاله پورې يوه امتحاني دوره د هايدرولوژي په برخه كې تېره كړې. ارمان وړاندې له دې چې والي شي د جنوبي حوزې د ملي امنيت په شوراكې دنده ترسره كوله. دى د1383 كال په كب مياشت كې د زابل د والي په توګه وټاكل شو او له څلورو كلونو زيات د دې ولايت والي و او د 1388 كال د وري په مياشت كې د بادغيس د والي په توګه وټاكل شو.
3 - منشي عبدالمجيد د بغلان والي:
د هغو مركو پر بنسټ چې تر سره كړي مو دي د بغلان اوسنى والي هم د حزب اسلامي له غړيو څخه دى. نوموړى د شمال ائتلاف سره هم اړيكي لري، ولې په ولسي جرګه كې د كابل استازى رمضان بشر دوست، د غزني پخوانى والي معراج الدين پټان او د نورستان پخوانى والي تميم نورستاني نوموړی يو له هغو واليانو څخه ګڼي چې د حزب اسلامي په ډله پورې تړاو لري. منشي عبد المجيد هم له موږ سره په ټليفوني مركه كې ومنله، ډېر كلونه يې په جهاد كې تېر كړي او په سياست او قانون اېښودونه كې يې فعاليت كړى، خو نه غواړي د هغه ګوند نوم واخلي چې ده يې غړيتوب درلود.
د حزب اسلامي ځينو غړيو چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي ويلي چې عبد المجيد د حزب اسلامي غړى دى. منشي عبدالمجيد وویل:(( نه غواړم د هغه ګوند په اړه څه ووايم چې ما يې غړيتوب درلود.))
له هغه ځايه چې منشي عبدالمجيد وروسته له اتحاد اسلامي سره نږدې اړيكې درلودې كليد به يې په اړه نور تحقيقات هم وكړي.
د بغلان والي په 1352 كال كې د كابل پوهنتون له كرنې پوهنځي څخه فارغ شوى او له 1371 تر 1373 پورې د كورنيو چارو په وزارت كې مسلكي مرستيال و. په هغه وخت كې د استاد سياف مرستيال انجنیر احمد شاه احمدزى د كورنيو چارو وزير و. له لنډ مهالي حكومت وروسته يې په لومړيو كې د كورنيو چارو وزارت د سلاكار په توګه دنده درلوده، وروسته د 1383 كال په كب مياشت كې د بدخشان والي وټاكل شو او د 1388 كال تر ثور پورې د بدخشان والي و او له تېرو اوو مياشتو راهيسې د بغلان د والي په توګه دنده لري.
4 - خواجه غلام غوث ابوبكر د كاپيسا والي:
د كاپيسا اوسنى والي خواجه غلام غوث ابوبكر هم د حزب اسلامي له ډلې څخه دى او دا مهال يې دنده تعليق شوې ده. د ځايي ارګانونو د خپلواكې ادارې مرستيال عبدالمالك صديقي وايي: د كاپيسا په ولايت كې د كم كارۍ له امله د ابوبكر دنده تعليق شوې. د رپوټونو له مخې نوموړى دا مهال په څارنوالۍ كې د ولایتي بيارغاونې( پي ار ټي) ټيم د پنځو كارمندانو د قتل په قضیه کې د لاس لرلو په تور دوسيه لري، خو ابوبكر دا خبره په کلکه ردوي. د كاپيسا د پخواني والي عبد الستار مراد د وينا له مخې ښاغلى ابوبكر چې د دې ولايت له اوسيدونكو څخه دى، په بېلابېلو وختونو كې د حزب اسلامي ګوند له مهم قومندان استاد عبد الصبور فريد سره د دې ګوند په ګټه فعاليتونه كړي.
ابوبكر له كليد سره په خپلو خبرو كې د حزب اسلامي د ګوند غړيتوب تائيد كړل او ويل یې چې له جمهور رئيس حامد كرزي سره هم ښې اړيكې لري.
د ده په وينا د تخار ولايت د ښوونكو د روزنې له انسټيټيوټ څخه په 1386 كال هغه وخت چې د دې ولايت والي و فارغ شوى. نوموړى چې د څلورو كلونو لپاره د تخار والي تېر شوى د1386 كال د چنګاښ په 26 نېټه د كاپيسا والي وټاكل شو او له هغه وخت راهیسې تر درې مياشتې مخكې پورې چې دنده يې تعليق شوه د كاپيسا د والي په توګه كار كاوه.
۵-محمد حليم فدايي د ميدان وردګو والي:
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي هم د حزب اسلامي په ډله پورې تړل كېږي، هغه پنځه كلن و چې پاكستان ته كډوال شو او تر 1371 كاله پورې په دې هېواد كې اوسېده. د حزب اسلامي يو لوړ رتبه غړى چې په خپله د وردکو اوسيدونكى دى د نوم له نه اخستلو پرته ووېل: ښاغلى فدايي د حزب اسلامي غړيتوب درلود او د پوهنې د وزير ډاكټر غلام فاروق وردك په مستقيم حمايت د دې ولايت د والي په توګه وټاكل شو.
دغه مقام چې له فدايي سره هم نږدې اړيكي لري همداراز وویل چې دا مهال فدايي د ډاكټر فاروق وردك له ورور شيرولي وردك سره نږدې اړيكي لري او په وينا يې دا يې يوازينى پلوي دى چې نوموړى د والي په توګه تر دې دمه پاتې شوى، خو ښاغلي فدايي په شدت سره دا ادعا رد كړه او يوازې دا يې ومنله چې د ده پلار پخوا د حزب اسلامي غړى و چې وروسته په دوو ګوندونو( جميعت اسلامي او حزب اسلامي) ووېشل شول. فدايي لوړې زده كړې لري او په وينا يې دى په شرعي علومو او اداره او منجمنټ كې دپلوم لري. فدايي له ولايت مخكې له لسو كلونو زيات د بېلابېلو موسسو لكه پاملرنه، د متحده ايالتونو پرمختيايي اداره يا USAID ،سفما يا د جنوبي آسيا د آزادو رسنيو ټولنې سره كار كړى او د 1387 كال د وږي له مياشتې تر دې دمه د ميدان وردکو د والي په توګه كار كوي.
په اتحاد اسلامي (دعوت اسلامي) عبدالرب رسول پورې اړوند واليان:
شواهد ښيي چې عبد الرب رسول سياف د واليانو په تقرر كې له حزب اسلامي وروسته دويم مقام لري او له څو كلونو را په دې خوا د ده لوړپوړي غړي او جهادي قومندانان د يو شمېر ولايتونو واليان دي.
د ترسره شوي تحقيق له مخې دا مهال د اتحاد اسلامي ګوند پورې اړوند څلور واليان د بېلابېلو ولايتونو په توګه دندې ترسره كوي.
1 - محمد موسى اكبرزاده د غزني والي:
د غزني اوسنى والي محمد موسى اكبرزاده د استاد سياف له قومندانانو څخه دى، د نوموړي په خپله وينا ده لس كاله د اتحاد اسلامي د ګوند لپاره په لوړو پوځي چارو كې د مسئول په توګه خدمت كړى. ښاغلي اكبرزاده له كليد سره په مركه كې وویل چې دى د استاد سياف د ګوند د اجرايوي شورا غړيتوب لري. نوموړي زياته كړ: (( له 27 كلونو را په دې خوا د استاد سياف د ګوند غړى يم او د دې ګوند په ټولو مجلسونو او پرېكړو كې برخه لرم او خپل مشر راته ډېر ګران دى، هغه يو مسلمان او متدين شخص دى.)) له نوموړي مو وپوښتل څنګه والي وټاكل شوئ او ستاسو په ټاكنه كې د استاد سياف رول څه ډول و؟ په ځواب كې اكبرزاده وويل:(( لكه څنګه چې زه، استاد سياف او حامد كرزى له 30 كلونو راهيسې له یو بل سره ناسته لرو احتمالا د دوى په هغو مشورو كې چې د دواړو ترمنځ شوې وې او زه خبر نه وم له ما وغوښتل چې راشم او والي شم.))
نوموړي ادعا وكړه: (( ماته د چارواكو له خوا څو نور ولايتونه لكه خوست ميدان وردك او ارزګان وړاندیز شوي و، ولې قبول مې نه كړل او غزني مې په دې خاطر قبول كړ چې د اسلامي ثقافت مركز دى او زه له ثقافت سره ډېره علاقه لرم.))
ښاغلى اكبرزاده د كابل له حربي ښوونځي څخه فارغ شوى او لوړې زده كړې يې په نظامي چاروكې د هند په هېواد كې تر سره كړې دي. نوموړى له ولايت وړاندې شخصي كار درلود او له پنځو مياشتو را په دې خوا د غزني د والي په توګه ټاكل شوى دى.
2 - جمال الدين بدر د نورستان والي:
د نورستان والي جمال الدين بدر له موږ سره په مركه كې ومنله چې دى د استاد سياف په مشرۍ د دعوت اسلامي (پخواني اتحاد اسلامي) ګوند غړيتوب لري. د نورستان ولايت د ولايتي شورا پخوانى غړى رحمت الله راشدي وايي چې استاد سياف په نورستان كې د والي په توګه د بدر په پاتې كېدو ټينګار كوي. د نوموړي په وينا د سږكال په اوږدو كې د نورستان يو شمېر سپين ږيري دا ستاد سياف كور ته تللي او له هغه څخه يې غوښتي چې د بدر له ملاتړه لاس واخلي تر څو هغه له دندې لرې كړاى شي، ځكه چې هغه بې كفايته دى. راشدي ووېل: (( استاد سياف د نورستان سپين ږيرو ته څه نه و ويلي، خو وروسته يې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې له مشر جيلاني پوپل سره ټليفوني خبرې كړې وې او كور ته هم ورغلى و او ويلي يې و چې د نورستان والي د دوى له خوا ټاكل شوى بايد له دندې لرې نه كړاى شي.))
راشدي او تميم همداراز دعوه لري چې د مشرانو جرګې مرستيال عبدالهادي مسلميار هم له بدر ملاتړ كوي او ښـاغلي بدر نوموړي ته زرهي( د مرمۍ ضد) موټر هم وركړى دى، خو بدر دا ادعا ردوي او وايي:(( زه د دعوت اسلامي ګوند غړيتوب لرم او ښاغلى مسلميار هم د دې ګوند د ختيځ زون د څلورو ولايتونو مسؤليت په غاړه لري، كه ما د مرمۍ ضد موټر نوموړي ته وركړى وي، شخصي موټر مې و او دا زما شخصي كار دى.))
جمال الدين بدر خپلې زده كړې د پاكستان او سعودي عربستان په مدرسو كې بشپړې كړې دي او په عربي ادبياتو كې ليسانس لري.
نوموړي له ولايت مخكې د كورنيو چارو په وزارت كې څلور كاله په بېلابېلو برخو كې كار كړى او د 1387 كال د ليندۍ له مياشتې را په دې خوا د نورستان د والي په توګه ټاكل شوى دى.
3 محمد اشرف ناصري د زابل والي:
د زابل اوسنى والي محمد اشرف ناصري هم د عبدالرب رسول سیاف د ګوند غړى بلل كېږي. هغه ډېر كلونه په پېښور كې د دعوت الجهاد په پوهنتون كې د استاد او د پوهنتون د مرستيال په توګه كار كړى. يو تن چې له ښاغلي ناصري سره لنډې اړيكې لري، د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې ناصري د اتحاد اسلامي غړيتوب لري او په داسې حال كې چې د كليو د بيارغونې له وزارت سره د يوې همكارې موسسې سره یې کار کاوه د استاد سياف له خوا جمهور رئيس كرزي ته وروپېژندل شو، څو د بادغيس د والي په توګه وټاكل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې هغه په بادغيس كې د څو مياشتو تېرولو وروسته د سل زره ډالرو د اختلاس په تور پړ وبلل شواو ترعدلي تعقيب لاندې راغى چې وروسته د زابل ولايت ته بدل شو. د بادغيس اوسني والي دلبرجان ارمان وویل نه غواړي د ناصري د دوسيې په اړه څه ووايي، خو د زابل والي اشرف ناصري له كليد سره په مركه كې د اختلاس د دوسيې د ردولو په ترڅ كې دا هم ونه منله چې هغه دې د استاد سياف په مرسته والي شوى وي، خو ويې ويل چې له هر چا زيات استاد سياف ته درناوى لري: (( استاد سياف تل زما استاد و او د هغه تر مشرۍ لاندې مې جهاد كړى، هغه يو وطنپال شخص دى چې افغانستان ته ډېر خدمت كوي او زه پرې وياړم.))
ناصري په 1356 كال كې د كابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي نه فارغ شوى او د 1386 كال كې د بادغيس د والي په توګه او له هغه وروسته د 1388 كال په وري میاشت كې د زابل ولايت د والي په توګه دنده ټاکل شوی او ترننه دنده ترسره کوي.
4 - انجينر محمد عمر دكندز پخوانى والي:
د كندز پخوانى والي انجنیر محمد عمر هم د اتحاد اسلامي له قومندانانو څخه و. ښاغلى عمر چې له اتو كلونو زيات د كندز والي و، له كليد سره تر مركې يوه اوونۍ وروسته د روان كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه په يوه بمي چاودنه كې په تخار كې ووژل شو. ښاغلي عمر منلې وه چې ډېر كلونه په تخار كې د اتحاد اسلامي قومندان و. هغه همداراز د خپل ژوند پر مهال ويلي و چې(( له استاد سياف سره ښې اړيكي لري، ځكه د هغه تر مشرۍ لاندې يې كار كړى او هغه يو ملي شخص دى او د تل لپاره ښايي له هغه سره اړيكې ولري.))
انجنیرعمر ويلي و چې د 25 يا 30 كاله جهاد او مقاومت پرمهال یې مهم رول لوبولى او په دې وخت كې د استاد سياف په مشرۍ په اتحاد اسلامي ګوند كې تنظيم شوى و.
انجنیر عمر همداراز د شمال ائتلاف غړى هم و چې په تخار ولايت كې يې د يو قومندان په توګه له احمدشاه مسعود سره ائتلاف وكړ او د طالبانو د حاكميت تر وروستيو شیبو يې له هغوى سره جګړې وكړې .))
انجنیر عمر تر نهم ټولګي پورې د تخار په متوسطه کې زده كړې كړې وې، وروسته يې د كابل د ثانوي تخنيك له لېسې د فراغت سند واخیست.
نوموړی له اتو كلونو زيات د كندز والي و او بالاخره د 52 كلونو په عمر ووژل شو.
د عبدالرشید دوستم د جنبش ملي اسلامي ګوند پورې تړلي والیان:
جنرال عبدالرشید دوستم چې په افغانستان کې د جنبش ملي ګوند مشري کوي، په افغانستان کې د والیانو په منځ کې خپله ونډه ولري او تل د نوموړي له ګوند څخه ځینې کړۍ د والیانو په توګه ټاکل شوې دي. د ترسره شویو مرکو پر بنسټ دمګړئ د جنبش ګوند ۳ والیان لري.
۱-محمد عالم ساعی د جوزجان والی:
محمد عالم ساعی د جوزجان ولایت اوسنی والی د جنبش مرستیال او د ښاغلی دوستم له نږدې کسانو څخه دی. نوموړی په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د خلکو استاز و، د روان کال ( ۱۳۸۹) کال د ثور په میاشت کې د جوزجان د والي په توګه وټاکل شو. ساعي ټینګار وکړ چې د جنبش د ګوند برحاله مرستیال دی. کله چې له هغه وپوښتل شول چې په تېرو ټاکنو کې له جنبش څخه د ملاتړ په برخه کې د جمهور رئیس له ژمنو څخه یوه هم د دغه ګوند د څو تنو غړیو ټاکل د والیانو په توګه وو، آیا هغه پر خپلو دغو ژمنو وفا وکړه؟ وویل: (( موږ د جنبش د ګوند د مشرتابه په توګه له کرزي سره ښې اړیکې لرو او فعلا له هغه څخه کوم شکایت نه لرو.))
کله چې له هغه څخه د جنبش د دوو نورو والیانو په اړه چې د سنمګان او غور ولایتونو والیان دې وپوښتل شول، هغه وویل چې په شمال کې زیات خلک د جنبش غړیتوب لري، په ځانګړي توګه په شمال کې قدرتمند کسان د جنبش غړي دي.))
ساعي خپل لیسان په شرعي علومو کې له ترکیې ترلاسه کړی او همدارنګه له همدې هېواده د جمهوریت په تاریخ کې ماسټري لري. نوموړی د لومړنیو پارلماني ټاکنو پرمهال په ۱۳۸۴ لمریز کال له ترکیې څخه هېواد ته راستون، ځان یې کاندید او بالاخره د روان کال( ۱۳۸۹) د ثور په میاشت کې یې د ولسي جرګې له وکالته استعفا ورکړه او د جوزجان د والي په توګه یې په دنده پیل وکړ.
2 – خیرالله انوش د سمنګان والي:
خیرالله انوش د سمنګان ولایت اوسنی والی هم د جنرال دوستم د جنبش د ګوند غړی ګڼل کېږي. دا ټکی د جنبش ملي ګوند یوې معتبرې سرچینې په دې شرط څرګند کړی چې نوم یې وانه خیستل شي. انوش له کلید سره په مرکه کې دا ومنله چې په تېر وخت کې یې د جنبش غړیتوب درلود، خو زیاته یې کړه لکه ځنګه چې دولتي چارواکي بې طرفه دي، زه اوس د جنبش غړیتوب نه لرم.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسي کارپوهان لکه ډاکټر رمضان بشردوست دا باور لري چې د والیانو په توګه د جنرال دوستم د ځینو پلویانو ټاکل کېدل، د جمهوري ریاست د دوهمې دورې په ټاکنو کې د کرزي له بریالیتوب وروسته ترسره شوي دي. ښاغلی انوش د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی او د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.
ښاغلي انوش له ولایت د مخه اووه کاله د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوال په توګه دنده ترسره کړې او له اوو میاشتو راهیسې د سمنګان ولایت د والي په توګه کار کوي. نوموړی د سوداګرۍ پیشه هم لري او په خپله وینا یې په دوو شرکتونو( د بازرګان سوداګریز شرکت او د میمنې د سرخان مختلط شرکت چې په ازبکستان کې ثبت دی) کې شریک دی.
3 – سید اقبال منیب د غور والي:
د هغو شواهدو له مخې چې ترلاسه شوي دي، د غور والي سید اقبال منیب هم د جنبش ملي ګوند غړی دی او له تېرو څو کلونو راهیسې یې د والي په بست کې په بېلابېلو ولایتونو کې کار کړی. ښاغلي منیب د بکلوریا تر کچې زده کړې کړې او له دې مخکې چې د غور والي شي، له څلورو کلونو زیاته موده د سمنګان او شاوخوا درې کاله د سرپل والي پاتې شوی دی. اوس دوه کاله او یوه میاشت کې کېږي چې د غور والی دی. ښاغلي منیب زموږ له پوښتنو په بېلابېلو پلمو اوږې سپکې کړې، فقط د ولایت د کلونو د مودې په اړه یې معلومات راکړل. د غور والي او د غور ولایت ویاند او اجرايي رئیس د هغه د ټاکنې او تبدیلۍ په اړه په بېلابېلو ولایتونو کې وویل چې موده یې په یاد نه ده.
د برهان الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند اړوند والیان:
شواهد ښيي چې د اوسني دولت په جوړښت کې تر ټولو ډېرې دولتي چوکۍ د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د غړو په اختیار کې دي. خو له هغه ځایه چې د دغه ګوند ځینې کسان لکه مارشال محمد قسیم فهیم، ډاکټر عبدالله عبدالله او... چې د استاد رباني په نسبت ډېر واک لري، نو له دې کبله دا کسان خپل والیان هم لري. د دغې څېړنې موندنې ښيي چې ټول ټال د جمعیت اسلامي ګوند څلور والیان واک چلوي چې دوه تنه یې د استاد رباني په مستقیم ملاتړ ټاکل شوي او دندې ترسره کوي.
1 – عبدالجبار تقوا د تخار والي:
که څه هم د ښاغلي تقوا په اړه ویل کېږي چې د حزب اسلامي مخینه لري او هغه خپله هم له حزب اسلامي سره د ښو اړیکو یادونه کوي، خو ښواهد ښيي چې هغه د استاد رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي د ګوند غړیتوب لري. نوموړي له کلید سره په مرکه کې وویل چې د جهاد پرمهال له جمعیت اسلامي سره پاتې شوی دی: ((موږ د استاد رباني زعامت منلی و او اوس هم هغه زموږ مشر او زموږ لوی دی، خو زه نورو رهبرانو ته هم احترام لرم.))
عبدالجبار تقوا چې په خپله وینا یې په حکومت کې د ماموریت او کار له ۴۰ کالو ډېره تجربه لري، په موقتې او بیا وروسته په انتقالي دوره کې د بیارغونې د مرستیال په توګه چې بیا وروسته د اقتصاد وزارت په نوم یاد شو، کار کړی او ورپسې یې د مالیې وزارت د اداري رئیس په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ۱۳۸۳ کال د کب په میاشت کې د پروان د والي په توګه وټاکل شو او د ۱۳۸۸ کال تر ثوره پورې په همدې دنده پاتې شو. له هغه وروسته د ۱۳۸۸ کال د کب په میاشت کې د تخار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
2– شاه ولی الله ادیب د بدخشان والي:
د ترسره شویو مرکو پر بنسټ، شاه ولي الله ادیب چې په دې وروستیو اوونیو کې د بدخشان د والي په توګه ټاکل شوی دی، هم د استاد رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب لري.
همدارنګه د بدخشان ولایت مرستیال شمس الرحمن شمس د استاد رباني د خاله زوی دی او هغه په خپله له کلید سره په مرکه کې د جمعیت اسلامي غړیتوب ومانه. نوموړی د موقت حکومت راهیسې د بدخشان ولایت د والي د مرستیال په توګه پاتې دی. د نوي والي له ټاکل کېدو وړاندې په مرکه کې له شمس څخه وپوښتل شول چې ښاغلي رباني، شاه ولي الله ادیب جمهور رئیس ته د ولایت لپاره وړاندیز کړی، آیا دا سمه ده؟ وویل: ((هو، ویل شوي چې ښاغلی ادیب د والي په توګه راځي، خو تراوسه نه دی راغلی.))
شمس همدارنګه وویل چې استاد رباني له جمهور رئیس کرزي سره د سږني کال د میزان په اتمه بدخشان ته په یوه سفر راغلی او هغوی ته یې ویلي و چې ډېر ژر به شاه ولي الله ادیب د بدخشان د والي په توګه واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې یوې باخبره سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، له هغه وروسته چې استاد رباني د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو، له ښاغلي کرزي یې وغوښتل چې ادیب د بدخشان د والي په توګه وټاکي. شاه ولي الله ادیب مخکې د لوړو زده کړو د نشراتو رئیس و. نوموړی همدارنګه په کابل کې د نړیوال بانک په دفتر کې د کار تجربه لري او خپلې زده کړې یې د دوکتورا ترکچې د مصر په الازهر پوهنتون کې بشپړې کړې دي.
3 – عطا محمد نور د بلخ والي:
عطامحمد نور د بلخ ولایت اوسنی والي د استاد رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي له مطرحو قومندانانو څخه دی. که څه هم د ډېرو سیاسي فعالانو په باور ښاغلی عطا له ځانګړي واک څخه برخمن دی، خو د نورستان پخوانی والی تمیم نورستانی چې په خپله هم د جمعیت اسلامي غړیتوب لري وايي: (( ښاغلی عطا د استاد رباني له والیانو څخه دی.)) استاد عطا د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې رسما له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و. نوموړی تل له مرکزي حکومت څخه انتقاد کوي.
ښاغلي عطا له کلید سره په مرکه کې وویل چې هغه د نظام په اصلاح کولو پسې و، نه د نظام په تخریب. ځینې افغانې سیاسي کړۍ لکه رمضان بشردوست وايي چې عطا محمد نور د امریکا له مستقیم ملاتړ څخه برخمن دی؛ هغه څخه چې د عطامحمد نور له لوري په شدت سره ردېږي.
عطامحمد نور د مزار شریف له باختر لیسې فارغ شوی او د بلخ ولایت د ویاند منیر فرهاد په وینا د تاجکستان له یوه پوهنتون څخه هم تحصیلي سند لري. ښاغلی عطا له ۱۳۷۱ تر ۱۳۸۳ کاله پورې د مزار شریف د اووم نمبر قول اردو د قومندان په توګه او د ۱۳۸۳ لمریز کال د جوزا راهیسې د بلخ ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوي.
4 – عبدالکریم براهوی د نیمروز والي:
ښاغلی براهوي په ۱۳۷۱ لمریز کال د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته په لوېدیځ او جنوب کې د جمعیت اسلامي له بانفوذه څېرو څخه بلل کېده.
د جهاد په لومړیو کې هغه د مولوي محمد نبي محمدي د حرکت انقلاب اسلامي ډلې ملتیا کوله. ښاغلی براهوي د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو په حکومت کې د نیمروز والي و او د کورنیو جګړو او د طالبانو (۱۳۸۰-۱۳۷۲ ) د واکمنۍ پر مهال د احمد شاه مسعود تر قوماندې لاندې جنګېده او د مقاومت له قومندانانو څخه و. نوموړي په خپله دا هرڅه منلي او وايي چې اوږده موده یې د طالبانو پرضد د شمال د ائتلاف په ملاتړ جګړه کړې. ښاغلی براهوي د اسماعیل خان په څېر د هېواد په جنوبغرب کې له زیات نفوذ او قدرت څخه برخمن و، نو له همدې کبله د هغه په ټاکنه کې د استاد رباني رول نسبي ګڼل کېږي.
عبدالکریم براهوي د حربي پوهنتون د تخنیک له څانګې په ۱۳۵۶ لمریز کال فارغ شوی. براهوي د موقت حکومت له جوړېډو وروسته په ۱۳۸۱ کال د نیمروز والي شو او په ۱۳۸۴ کال د سرحداتو او قبایلو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړی په دغه وزارت کې د څلورو کلونو له تېرولو وروسته په ۱۳۸۷ کال د کډوالو د چارو وزیر شو او د جمهوري ریاست د دوهمې دورې له ټاکنو وروسته، پوره یو کال په کور پاتې شو. د نوموړي په وینا هغه ته یې د هرات ولایت وړاندیز کړی و چې بیا وروسته دا پرېکړه بدله شوه او اوس له دوو میاشتو راهیسې د نیمروز د والي په توګه دنده اجرا کوي.
په افغان ملت ګوند پورې اړوند والیان:
افغان ملت ګوند په اوسني دولت کې د بانفوذه ګوندونو په ډله کې راځي، ځکه ډېری غړي یې په دولتي چوکیو ګمارل شوي دي. د دغه ګوند رئیس ډاکټر انوارالحق احدی د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او مرستیال یې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشر غلام جیلاني پوپل دی چې ویل کېږي ښايي له دندې استعفا ورکړي.
دمګړۍ درې والیان په افغان ملت ګوند پورې تړلي بلل کېږي. استانه ګل شیرزاد د دغه ګوند عمومي منشي وايي چې حمیدالله قلندرزی د خوست ولایت پخوانی والي او عبدالصمد ستانکزی د فراه ولایت پخوانی والي د دغه ګوند برجسته غړي وو چې په وینا یې دا ګوند په حاضر حال کې کوم والي نه لري.
1 –روح الامین د فراه والي:
روح الامین د فراه ولایت اوسنی والي مني چې له ښاغلي پوپل سره د پېژندګلوی پر بنیاد والي شوی دی، خو د افغان ملت ګوند غړیتوب ردوي: (( زه د افغان ملت رسمي غړیتوب نه لرم، خو لکه څنګه چې د پوپل له لوري په نظام کې داخل شوی یم، ټول فکر کوي چې زه د افغان ملت غړی یم.)) نوموړی چې د کندز ولایت له اوسېدونکو دی، ادعا کوي چې ولایت ته یې دلچسبي نه درلوده، بلکې ملګرو او دوستانو یې وویل چې باید والي شي. هغه وايي: ((کله چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره جوړه شو، پوپل صاحب وویل چې راشئ او په دولت کې کار وکړئ، له یوه زوی او ورور پرته مې نوره کورنۍ راسره موافقه نه وه، دا د ملګرو پرېکړه وه چې والي شم.)) کلید وغوښتل چې په دې اړه د غلام جیلاني پوپل مرکه هم ولري، خو ونه توانېده. عبدالمالک صدیقي د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال دا ومنله چې روح الامین د ولایت لپاره د دغې ادارې کاندید و او د ښاغلي پوپل له لوري ټاکل شوی دی.
روح الامین په ۱۳۵۸ کال پاکستان ته مهاجر شوی او خپلې زده کړې یې په همدې هېواد کې بشپړې کړې دي، له ولایت د مخه یې د افغان جرمن، ودان او.... موسسو کې کار کړی.
روح الامین خپل لیسانس په اقتصاد او مجمنت کې له پاکستان څخه ترلاسه کړی او دوه نیمو کلونو راهیسې د فراه والي دی.
2 – سید فضل الله واحدي د کونړ والي:
سید فضل الله واحدي د کونړ اوسنی والي هم د افغان ملت ګوند غړی ګڼل کېږي. که څه هم نوموړی په خپله دا ټکی ردوي، خو د افغان ملت ګوند عمومي منشي استانه ګل شیرزاد په کابل کې ومنله چې ښاغلي واحدي د جهاد په کلونو کې په پاکستان کې د افغان ملت د ډاکټرانو په اتحایده کې همکاري درلوده. همدارنګه د نورستان ولایت پخواني والي تمیم نورستاني وویل چې ښاغلی واحدي نېغ په نیغه د افغان ملت له لوري ټاکل شوی او د دغه ګوند رسمي غړیتوب لري. د کونړ والي هم د فراه د والي روح الامین په څېر د ښاغلي پوپل له موسسه يي همکارانو څخه دی او د هغه له لوري ټاکل شوی. واحدي له کلید سره په مرکه کې وویل: (( ما او پوپل په موسسه کې یو ځای کار کاوه، زه یې مقرر کړم، خو د کوم تنظیمي مخینې او یا دا چې کوم رهبر دې زه پېژندلی وم، والي شوی نه یم.))
عبدالمالک صدیقی د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مرستیال تایید کړه چې ښاغلی واحدي د دغې ادارې کاندید و.
ښاغلي واحدي په طبیعي علومو کې د لیسانس په کچه زده کړې کړې او له ولایت مخکې اووه کاله د افغانو غیر دولتي موسسو د همغږې کوونکې ادارې د رئیس په توګه دنده اجرا کړې. له دې وړاندې نوموړي د افغان جرمن په موسسه کې هم کار کړی. واحدي له تېرو درې کلونو راهیسې د کونړ د والي په توګه دنده اجرا کوي.
د لغمان والي محمد اقبال عزيزي:
د لغمان والي محمد اقبال عزيزي هم د افغان ملت له حزبه شمېره كېږي. د هغه په ټاكنه كې ځينې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزوی او د پوهنې وزير فاروق وردک لاسونه دخيل بولي، خو فاروق وردک كليد سره په يوې مركې كې دغه ادعاوې رد كړې. د لغمان والي كليد سره په مركه كې د افغان ملت ګوند غړیتوب رد كړ. عبدالمالك صديقي هم له موږ سره په مركه كې منلې چې محمد اقبال عزيزي د جيلاني پوپل لخوا مقرر شوى دى. كله مو چې له هغه وپوښتل چې په كوم اساس ټاكل شوى دى؟ صديقي وويل: ((پوپل صاحب له دوى او له كار سره يې پوره شناخت درلود او له همدې كبله يې هغه د لغمان د والي په توګه وټاكه.))
د لغمان والي په دې برخه كې چې څنګه يې يو دم له معارفه سياسی بست ته ارتقا وكړه وويل: (( دا د تقدير خبره ده، كه نه ما فكر هم نه كاوه چې يوه ورځ دې والي شم.))
اقبال عزيزي تر دې وړاندې د وردک، پكتيكا او ننګرهار د معارف د رئيس په توګه دنده ترسره كړې، هغه د ليسانس تر كچې زده كړې كړې او په وينا يې، د جهاد او تنظمي جنګونو پر مهال (۱۳۵۷- ۱۳۷۱) په پاكستان كې په زده كړو بوخت و.
ښاغلى عزيزي په نړيوالو اړيكو كې له كراچۍ پوهنتونه دپلوم ترلاسه كړى او د روان كال له وري مياشتې راهيسې د لغمان د والي په توګه دنده ترسره كوي.
د پير سيد احمد ګيلاني اړوند واليان:
پير سيد احمد ګيلاني د محاذملي تنظيم رهبر دى او په افغانستان كې له ډېر نفوذ لرونكي مذهبي رهبرانو څخه شمېرل كېږي چې زيات مريدان يې د هېواد په جنوبي او د پاكستان په قبايلي سيمو كې دي. د هغه زوم انوارالحق احدى د سوداګرۍ وزير، لور يې فاطمه ګيلاني د سرې مياشتې عمومي رئیسه او د كورنۍ نور غړي يې هم په دولت كې چوكۍ لري، خو شواهد دا په ګوته كوي چې په ټوله كې د ګل اغا شېرزوی په شمول ۳ واليان د ده د تنظيم غړي دي، خو په ځانګړي توګه د ده لخوا د ۲ واليانو ملاتړکېږي.
۱ د خوست والي عبدالجبار نعيمي:
عبدالجبار نعيمي چې د محاذ ملي تنظيم له لوړ پوړو كسانو شمېر كېږي، له كليد سره د مركه كوونكو په باور د پير سيد احمد ګيلاني لخوا ټاكل شوى او د هغه لخوا يې ملاتړ كېږي. د پكتيا پخوانى والي رازمحمد دليلي وايي چې ښاغلى نعيمي د پير سيد احمد ګيلاني لخوا جمهور رئيس كرزي ته د ولايت لپاره ورپېژندل شوى.
د لوګر والي، عتيق الله لودين هم چې د محاذ ملي تنظيم غړى دى له كليد سره په مركه كې وويل چې ښاغلى نعيمي د دوى د تنظيم غړى دى. نعيمي چې ډېرعمر يې په پاكستان كې تېر كړى، تر دې وړاندې د ميدان وردک والي و.
كليد په تېرو څو اوونیو كې په دوامداره توګه هڅه وكړه چې له ښاغلي نعيمي سره مركه وكړي، خو د نامعلومو دلايلو له كبله مركې ته حاضر نه شو.
نعيمې په خوست كې له والي كېدو وړاندې ۳ كاله په ميدان وردکو كې والي او له تېرو ۷ مياشتو راهيسې د خوست والي دى.
۲ د لوګر والي عتيق الله لودين:
د كليد د معلوماتو له مخې لودين د پير سيد احمد ګيلاني دويم والي دى. نوموړي خپله د دې خبرې پخلى كړى چې كلونه يې د محاذ ملي د تنظيم غړيتوب لاره او اوس هم پيرګيلاني د دوى مشر او رهبر دى، نوموړي وويل: (( زه په دوه جبهو كې د پير صيب قومندان وم[د كابل او لوګر جبهې، كله چې داخلي جنګ پيل شو، پير صيب موږ ته امر وكړ چې په كې مداخله ونه كړو او پاكستان ته لاړ شو او زه تر نوي نظام پورې په پاكستان كې وم.))
لودين وايي چې دى يو له هغو څلورو قومندانانو څخه و چې په ۲۰۰۱ ميلادي كال په پاكستان كې له يوې ناستې وروسته د طالبانو د نظام د راپرځولو لپاره هېواد ته راننوتل: ((په دغو قومندانانو كې زه ، ښاغلى حامد كرزى، چې اوس جمهور رئيس دى، شهيد عبدالحق او اوسنى دفاع وزير عبدالرحيم وردک وو.))
د لوګر والي خپلې زده كړې تر ليسانس دورې پورې په نظامي برخه كې ترسره كړې او د جنرالۍ رتبه لري.
لودين تر ۲۰۰۴ ميلادي كاله پورې د دوو كالو لپاره د پكتيا د قول اردو قومندان و، هغه له دوو كالو راهيسې د لوګر د والي په توګه دنده ترسره كوي.
نوموړى وايي، نه پوهېږي څه ډول والي شو: ((زه يوه ښه دهقان هم يم. ما په خپلو پټيو كې كار كاوه د شولو د تخم د شيندلو په حال كې وم چې ټليفون ته مې زنګ راغى، له ادارې امور څخه مې راته يوه دوست وويل چې ته والي شوی یې.))
۳- د ننګرهار والي ګل اغا شېرزوى:
ګل اغا شېرزوی د جهاد پرمهال د محاذ ملي غړیتوب درلود او اوس هم د پير سيد احمد ګيلاني له سرسختو مريدانو څخه يو دى. نږدې يوه مياشت وړاندې يوه خصوصي تلويزيون د ارګ د يوه چارواكي د معلوماتو پر اساس يو رپوټ خپور كړ چې ګواكې جمهور رئيس كرزي د ګل اغا شېرزوي په شمول هغه واليان چې د امريكا لخوا يې ملاتړ كېږي لرې كوي، خو دا خبر د جمهوري رياست د وياندانو لخوا رد شوى دى.
ښاغلى شېرزوى، تر دې وړاندې د كندهار والي و او د هېواد د بيارغونې په برخه كې له برياليو څېرو څخه شمېر كېږي.
كليد هڅه وكړه چې په دې برخه كې ورسره مركه وكړي، خو له دومدارو هڅو وروسته بيا هم په دې ونه توانېدو، چې ورسره مركه وكړو.
د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم اړوند واليان:
مارشال محمد قسيم فهيم په ۱۳۸۱ لمريز كال د احمدشاه مسعود له مړينې وروسته د شمال د مقاومت ځواكونو مشري پر غاړه واخيسته او له همدې كبله هغه د شمال د ايتلاف او جمعيت اسلامي د نورو رهبرانو په پرتله ډېر ځواك لري.
د رمضان بشردوست په وينا، وروسته تر هغه چې مارشال محمد قسيم فهيم د ښاغلي كرزي د دويم مرستيال په توګه وټاكل شو، جمهور رئيس كرزي ته يې دوه واليان پېشنهاد كړل چې د بدخشان والي بازمحمد احمدي او د پروان والي عبدالبصير سالنګي وو.
۱ د پروان والي عبدالبصير سالنګى:
عبدالبصير سالنګى د شوراى نظار لوړپورړو قومندانانو څخه و چې په وينا يې، نږدې ۳۰ كاله له مارشال فهيم سره د جنګ په جبهو كې يو ځاى و. نوموړي له كليد سره په مركه كې وويل چې ده جمهور رئیس كرزي ته رايه وركړى، ځكه چې مرستيال يې مارشال محمد قسيم فهيم دى او دى د مارشال فهيم قومندان و. سالنګي دغه خبره چې ګواكې دى د مارشال فهيم لخوا د ولايت په چوكۍ مقرر شوى، رد كړه.
نوموړى چې په كابل كې له انصاري لېسې فارغ دى له تېر يو نيم كال راهيسې د پروان د والي په توګه دنده ترسره كوي. تر دې وړاندې د ميدان وردکو او ننګرهار د امنيه قومندان او د پروان ولايت د مرستيال په توګه دندې ترسره كړې. سالنګى وايي مينه لري چې يوه ورځ وزير شي.
۲ د پنجشېر والي كرام الدين كريم:
هغه مهال چې مارشال فهيم په موقته او انتقالي دوره كې د دفاع وزير و كرام الدين كريم يې د دفتر د رئيس په توګه دنده تر سره كوله.
نوموړي د ځان په اړه مركه خپل مرستيال مولانا عبدالرحمن كبيري ته راجع كړه. ښاغلى كبيري چې له پنځو كالو راهيسې د پنجشېر ولايت مرستيال دى او تر هغه وړاندې د شمال مقامت د ۱۶ مې زرهدار فرقې سياسي رئيس و تائيد كړه چې د پنجشېر پخوانى والي بهلول بهېج له ډاكټر عبدالله ملاتړ كاوه، خو نوموړي وويل چې ښاغلي بهلول له جمهوري رياست سره نه، بلكې د جمهور رئيس مرستيال احمد ضيا مسعود سره اړيكې درلودې.
ښاغلي كبيري د دې پوښتنې په ځواب كې چې نوى والي څنګه مقرر شو وويل چې ښايي په ټاكنې كې يې د مارشال فهيم لاس وي: ((ښاغلى فهيم، د افغانستان مارشال او د جمهور رئيس لومړى مرستيال دى او دا يوه روښانه خبره ده، كه هغه ټاكلى وي، هيڅ كله هم نه ردېږي، ځكه هغه واقعاً يو قوي مرستيال دى.))
د سيمه ييزو ارګانونو مرستيال عبدالمالك صديقي هم له كليد سره په مركه كې ويلي چې مارشال فهيم حق لري چې څوك والي مقرر كړي.
د پنجشېر د مرستيال والي په خبره، ښاغلى كريم، له دولسم ټولګي فارغ دى او د ډګر جنرالۍ رتبه لري.
له دفاع وزارته د مارشال فهيم له لرې كېدو وروسته كريم يو څه موده په المپيك رياست او ملي امنيت كې دنده لرله او د روان كال له غويي مياشتې راهيسې د پنجشېر د والي په توګه دنده پرمخ وړي.
د حاجي محمد محقق(حزب وحدت مردم افغانستان) اړوند واليان:
شواهد دا په ګوته كوي، له هغو ادرسونو چې جمهور رئيس كرزي ته له پردې پرته په لوړو پوستونو د مقررېدو لپاره خپل كسان ورپېژني يو هم د حزب وحدت رهبر حاجي محقق دى. هغه وزيران چې ده نوې كابينې ته ورپېژندلي و، له پارلمانه رايه وانه خيسته، خو د هغو مركو پر اساس چې كليد كړې دي يو والي د ده په مكمل ملاتړ او يو بل په نسبي ملاتړ د ولايت په چوكۍ مقرر شوي دي.
۱ د دايكنډي والي قربان على ارزګاني:
قربان علي ارزګاني د روان كال له غويي مياشتې راهيسې د دايكنډي والي دى چې د وحدت اسلامي د رهبر حاجي محمد محقق له كسانو څخه شمېرل كېږي.
نوموړي خپله د دې خبرې پخلى كړى چې د جهاد پر مهال د وحدت اسلامي د حزب له رهبرانو څخه و او دغه راز د ايران په قم ښار كې د همدې حزب د سياسي اړيكو د مسؤل په توګه پاتې شوى.
هغه په انتقالي دوره كې هغه مهال چې ښاغلی محقق د جمهور رئيس مرستيال و د سياسي مشاور په توګه دنده پرمخ وړله، دغه راز نوموړى هغه مهال چې حاجي محمد محقق د جمهوري رياست لومړنيو ټاكنو لپاره ځان كانديد كړى و په ارزګان او هلمند كې د هغه د كمپاين مسؤل و. نوموړي زياته كړه: ((هغه مهال چې استاد خليلي او استاد محقق يو وو او دواړو له جمهور رئيس كرزي د جمهوري رياست د دويمې دورې په ټاكنو كې ملاتړ كاوه، زه يو له هغو فعالو كسانو څخه وم چې په هلمند كې مې د ښاغلي كرزي په ګټه كار كاوه.))
ښاغلی ارزګاني ادعا كوي چې دا مهال دى د حزب وحدت غړیتوب نه لري. ((ښايي زه به د استاد محقق ښه ایسېدم، خو زه د سيمه ييزو ارګانونو لخوا مقرر شوى يم.))
قربان علي ارزګانى په ۱۳۵۷ كال كې په هلمند ولايت كې له كرنې لېسې څخه فارغ شوى او په وينا يې، كله چې په كابل كې د كرنې په پوهنځي كې شامل شو، خو د جنګ له امله يې زده كړې نيمګړې پاتې شوې او ايران ته مهاجر شو.
نوموړى له ۷ مياشتو راهيسې د دايكنډي والي دى.
۲ د فارياب والي عبدالحق شفق:
عبدالحق شفق يو وخت د حزب وحدت غړى و او په ۱۳۷۱ كې د دغه حزب تر ټوټه كېدو وروسته د محقق د ډلې سره يو ځاى شو، خو اوس هغه وايي چې د هېڅ كوم ګوند يا ډلې غړيتوب نه لري.
بلخوا ښاغلي خليلي ته يوه نږدې تن چې په ادارهء امور كې هم دنده لري، په دې شرط چې نوم به يې نه ښوول كېږي، كليد ته وويل چې ښاغلى شفق له محمد كريم خليلي او د اداره ء امور د رئيس ډاكټر صادق مدبر سره نږدې اړيكې لري، خو شفق وايي، دى پر خپلې دندې د پاتې كېدو لپاره له هېڅ كوم رهبر څخه هم مرسته نه ده غوښتې، دا يوازې د مقاماتو لزوم ديد او د ده خپل كار كرده ګي ده چې دى په دې چوكۍ پاتې دى.
دا چې ښاغلى شفق د دغو دريو رهبرانو له جملې د كوم يوه: ډاكټر صادق مدبر، محمد كريم خليلي او حاجي محمد محقق د بشپړ ملاتړ په نتیجه کې پر دندې پاتې دی، په دې اړه د كليد څېړنې روانې دي.
د شفق په وينا، تر لیسانس دورې پورې يې په ديني علومو كې زده كړې كړې دي. نوموړى د ۱۳۸۳ لمريز كال په زمري مياشت كې د سمنګانو والي شو او ۳ كاله د دغه ولايت والي و او اوس له ۳ كاله او ۳ مياشتې كېږي چې د فارباب والي دى.
د محمد كريم خليلي اړوند والي، سرپل :
سيد علا رحمتي وړاندې تر دې چې د سرپل د والي په توګه مقرر شي د جمهور رئيس كرزي د دويم مرستيال كريم خليلي د دفتر رئيس و.
ښاغلى رحمتي له كليد سره په مركه كې ويلي چې دى د واليانو د مقررولو د بورډ لخوا په دې دنده ګمارل شوى. له نوموړي مې په دې اړه چې ګواكې د ښاغلي خليلي د نېغ په نېغه وړانديز په سبب والي شوى پوښتنه وکړه، هغه وويل: ((اصلاً داسې تصميم نه و چې زه دې په دې ځاى كې مقرر شم، تصميم داسې و چې زه بايد په بل ځاى كې د والي په توګه مقرر شم او له هغه ځاى سره خليلي صيب هم موافق و، نه له دې ځای سره.)) كله مې چې ترې وپوښتل، ښه هغه كوم ځاى و چې ښاغلى خليلي ورسره موافق و، وويل: (( اوس به دا بحث پرېږدو.))
رحمتي په هرات ولايت كې له كرنې لېسې څخه فارغ شوى او په وينا يې، د جنګ له كبله يې خپلې لوړې زده كړې ترسره نه شواى كړې. نوموړى شاوخوا ۴ كاله د محمد كريم خليلي د دفتر رئيس او اوس له ۴ مياشتو راهيسې د سرپل والي دى.
د ډاكټر رنګين دادفر سپنتا اړوند والي:
د هرات اوسنى والي ډاكټر داود صبا د جمهور رئيس د ملي امنيت مشاور رنګين دادفر سپنتا له نږدې كسانو څخه شمېرل كېږي. تميم نورستانى او رازمحمد دليلي وايي چې په ټاكنه كې يې ښاغلي سپنتا مهم رول لاره، ښاغلى نورستانى وايي: ((هغه سل فيصده د جمهور رئيس لوړپوړى مشاور دى، تل يې د ښاغلي كرزي په غوږ كې دا خبره تكرار كړې او خپل کس پرې مقرروي، لكه څنګه يې چې د هرات والي مقرر كړى.))
د هرات د اوسني والي په اړه ويل كېږي چې د شعلې جاويد د حزب غړیتوب لري، خو ښاغلی صبا دا څرګندونې ردوي.
داود صبا له كليد سره په يوې مركې كې په دې خبره ټينګار كړى چې دى د هرات ولايت د مشرانو په وړانديز مقرر شوى دى.
له هغه څخه وپوښتل شول چې آيا د هرات له مشرانو يې هدف ښاغلى سپنتا او اسماعيل خان دي؟ صبا وويل: ((په ټوله كې د هرات ولايت له مشرانو سره مشوره شوې ده.))
صبا دغه خبره رد نه كړه چې ګواكې د ده په مقررولو كې سپنتا لاس لاره. نوموړي وويل: ((پرته له شكه ښاغلى سپنتا يو افغان روشنفكره دى، د هېواد د ملي امنيت مشاور دى، نه يوازې د واليانو په تقرر كې، بلكې د هر تن په اړه ښاغلي كرزي ته مشوره وركوي، پرته له شكه، ښايي زما په اړه به يې هم نېك نظر لرلی وي.))
ښاغلى صبا چې له ۳ مياشتو راهيسې د هرات والي دى، زده كړې يې د ماسټرۍ او ډاكټرۍ تر كچې په ځمك پېژندنې او د كانونو د كشف په برخه كې تر سره كړې. نوموړى تر دې وړاندې په پراختيايي برخه كې د جمهور
رئيس كرزي اقتصادي مشاور و.
د حضرت صبغت الله مجددي اړوند والي:
د كابل اوسنى والي، ذبيح الله مجددي د مشرانو جرګې د رئيس حضرت صبغت الله مجددي دويم زوى دى. صبغت الله مجددى په تېر كې د نجات ملي د تنظيم رهبر و او په اوسني دولت كې يوه ځواكمنه څېره ده.
د ده بل زوى، نجيب الله مجددي په روغتيايي برخه كې د جمهور رئيس كرزي جګپوړى مشاور دى
په حقيقت كې جمهور رئيس كرزى هم د هغه د تنظيم غړى دى.
هغه مهال چې جمهور رئيس كرزي د خپل ټاكنيز كمپاين مشر د كابل پخوانى والي حاجي دين محمد د ۱۳۸۸لمريز كال د غبرګولي په ۲۶ مه وټاكه، حضرت صبغت الله مجددي د مشرانو جرګې په ناستې كې وويل چې ده د استخارې لمونځ كړى او د ده د عبادت پايله دا ښايي چې ښاغلى كرزى به په راتلونكو ټاكنو كې بريالى كېږي.
ذبيح الله مجددي خپلې زده كړې د ډاكټرۍ تر كچې رسولې او له ولايته وړاندې يې د (ټي آى) په نامه يوه ساختماني شركت كې كار كاوه. د ده بل ورور صديق مجددي هم د امنيتي او لوژستيكي شركت سهمدار دى.
د قومندان مطيع الله اړوند مرستيال او سرپرست والي:
د ارزګان سرپرست والي حاجي خداى رحيم د قومندان مطيع الله خان كاكا دى. مطيع الله خان چې د ارزګان د پخواني والي او د جمهور كرزي د مشاور وزير جان محمد خان له كورنۍ څخه دى، دا مهال د كندهار- ارزګان لويې لارې د پوليسو مسؤليت پرغاړه لري.
د جان محمد خان كورنۍ د جمهور رئيس د ځانګړي احترام او محبوبيت وړ ده، ځكه هغه په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې جمهور رئيس كرزى ترينكوټ ته څېرمه په غرونو كې د طالبانو له منګولو خلاص كړى و او ښاغلى كرزى د هغه له حجرې څخه د جمهوري رياست ارګ ته ورسېد.
قومندان مطيع الله خان د ۳۰۰۰ څخه د ډېرو سرتېرو لرونكى دى چې له كندهار څخه ارزګان ته د ناټو ځواكونو كاروانونه لېږدوي.
د دولت يوه لوړپوړي چارواكي چې د ارزګان اوسېدونكى دى د نوم د نه ښوولو په شرط كليد ته وويل چې مطيع الله خان په حقيقت كې د ارزګان ټول واك په لاس كې لري او خپل كاكا يې د دې ولايت مرستيال ټاكلى او اوس د همدې ولايت سرپرست هم دى.
سرچينه زياتوي چې حاجي خداى رحيم خان په تېر كې د كمونيستانو د حزبونو غړيتوب لاره، خو نوموړي دغه تورونه رد كړي.
نوموړي دا تائيد كړې چې د ادبياتو له پوهنځي فارغ دى او يو كروندګر دى.
د پكتيا والي محب الله صميم: ((............))
محب الله صميم د طالبانو په رژيم كې د لوړو زده كړو د وزارت اداري رئيس، د پولي تخنيك پوهنتون او د كابل طبي پوهنتون رئيس و او د هغه مهال د علمي كدر په توګه پېژندل كېده.
نوموړى چې د جهاد پر مهال د پيرسيد احمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي د تظيم غړى و، له طالبانو سره د هر راز اړيكو لرل ردوي، دا په داسې حال كې ده چې ويل كېږي، نږدې خپلوان يې اوس هم په طالبانو كې دي او په غزني ولايت كې د دولت پرضد جنګېږي. ښاغلي صميم له كليد سره په خبرو كې دغه ټول تورونه رد كړي دي.
نوموړى تر دې وړاندې د اندړ ولسوال او د غزني د اطلاعاتو او كلتور رئيس و، دغه راز دی د كورنيو چارو د پخواني وزير علي احمد جلالي د اوونيزې(زمزمې) مسؤل مدير و.
محب الله صميم د كابل د تعليم او تربيې له پوهنتونه فارغ شوى او د روان كال له پيله تر دې دمه د پكتيا والي دي.
د كاناډا ملاتړى او د كندهار والي:
د كندهار اوسنى والي ډاكټر توريالى ويسا چې د كاناډا تابعيت لري او د څرګندونو له مخې يې له تېرو ۱۵ كالو راهيسې له خپلې كورنۍ سره په دغه هېواد كې ژوند كوي.
ښاغلى ويسا ډېر كلونه په كاناډا كې د بريتش كولمبيا پوهنتون د آسيا په څېړنيز مركز كې تدريس كاوه. هغه په وروستيو كې د ۲۰۰۳ ميلادي كال راهيسې تر ۲۰۰۷ ميلادي كاله پورې په هېواد كې د كاناډا هېواد اړوندو موسسو او د متحده ايالاتو له انكشافي ادارې سره د مشاور په توګه كار كاوه.
توريالى ويسا پر معراج الدين پټان سربېره د نورو هغو ټولو مركه كوونكو خبرې رد كړي چې ګواكې دى د كاناډا هېواد په وړانديز د كندهار والي شوى.
له هغه مې وپوښتل چې مركه كوونكو راته دا هم ويلي چې تاسې د احمدولي كرزي له اجازې او مشورې پرته هېڅ كار هم په كندهار كې نه كوئ؟ هغه وويل: ((نه داسې نه ده، خلك موږ نه پېژني او زموږ له اړيكو هم خبر نه دي، موږ سره ډېرې ښې اړيكې لرو او له يو بل سره په كارونو كې مشورې كوو.))
له هغه وپوښتل شول چې ولې د كاناډا هېواد تابعيت نه پرېږدئ؟ هغه وويل: ((دا چې اولادونه مې هلته زده كړې كوي او دا طييعي خبره ده چې څوك په كوم هېواد كې زندګي كوي، بايد د هغه هېواد تابعيت ولري.))
ويسا د ډاكټرۍ تركچې د كرنې په برخه كې زده كړې كړې او نږدې ۳ كاله كېږي چې د كندهار والي دى.
د انګليستان ملاتړی او د هلمند والي:
شواهد دا په ګوته كوي چې د هلمند اوسنى والي ګلاب منګل له انګلستان سره ډېرې نږدې اړيكې لري. كليد له ده سره د ده او د انګلستان ترمنځ د اړيكو په اړه پوره يو ساعت مركه كړې، ښاغلي منګل وويل، كله چې دى هلمند ته د والي په توګه لاړ، د دولت او انګلستان ترمنځ اړيكې خړې شوې وې.
د منګل په وينا، د اړيكو د دې خړتيا یو علت دا هم و چې حكومت د ملل متحد څو كاركوونكي د طالبانو سره د همكارۍ په تور ويستي و چې په هغې كې د انګلستان يو دپلومات هم شامل و.
نوموړي زياته كړه، له هغه وخته په دې هڅه كې و چې له انګلستان سره د دولت خړې پړې اړيكې بيا تازه كړي.
ښاغلي منګل د دې پخلی وکړ چې دا مهال يې يو زوى په انګلستان كې په زده كړو بوخت دى. هغه دا هم وايي چې اوس له انګلسانو سره اړيكې ښې دي، خو د هغه په وينا، دا اړيكې د ملي ګټو لپاره دي نه د زيان لپاره.
نوموړي په دې اړه چې ګواكې د انګلستان لخوا حمايه كېږي وويل: ((هر والي چې وكولاى شي، له نړيوالې ټولنې سره ښې اړيكې ولري، زما په نظر دا د هغه د برياليتوب څرګندوى دى.تاسې ګورئ چې جمهور رئيس كرزى له امريكا او نورې نړيوالې ټولنې سره ښې اړيكې لري، نو اوس موږ داسې نه شو ويلاى چې جمهور رئيس كرزى د امريكا او يا پلانكي هېواد لخوا حمايه كېږي.))
په واشنګټن كې راند څېړنيزې موسسې جګپوړي شنونکي او د افغانستان د چارو كارپوه ډاكټر آرتور جي مونز د معلوماتو له مخې د امريكا د متحده ايالاتو نظامي او ملكي چارواكي هم د هلمند والي ګلاب منګل د ښه مديريت لرونكي او اغېزناک شخص په توګه پېژني.
ګلاب منګل تر دې وړاندې د اساسي قانون د تدقيق كمېسيون غړی، د پكتيكا او لغمان والي په توګه دندې ترسره كړې. نوموړي د مجاهدينو له كومې ډلې سره اړيكې نه درلودې، بلكې د ډاكټر نجيب الله د حكومت پرمهال د اردو ډګروال و چې وروسته يې په وينا، تقاعد واخيست.
د امريكا د متحده ايالاتو ملاتړې او د باميانو والي:
د باميان اوسنی والي حبيبه سرابي له كليد سره په مركه كې ويلي چې امريكايي چارواكي ترې سياسي ملاتړ كوي.
نوموړې چې تر دې وړاندې د ښځو چارو وزيره وه، له تېرو ۵ كالو راهيسې د باميان والي ده. نوموړې وايي: ((څو كاله وړاندې چې لورا بوش باميانو ته سفر كړى و، هغه يې په حقيقت كې د افغانستان د ښځو او په ځانګړي توګه زما د حمايت په خاطر كړى و.))
له هغې څخه وپوښتل شول، څه ډول وپوهېدې چې مېرمن بوش له تاسې څخه حمايت كوي، په خندا وويل: ((هو، هغې له دې سفر وروسته په پاريس كنفرانس كې ګډون وكړ او هلته يې له ما خپل حمايت اعلان كړ. هغوى له ما ډېر كلك ملاتړ كاوه.))
هغې د يوې پوښتنې په ځواب كې چې اوس خو لورا بوش په واك كې نه ده او له تاسې څوك ملاتړ كوي چې د ولايت په دې چوكۍ پاتې شئ، وويل: (( هو داسې كسان شته، چې د امريكا په متحده ايالاتو كې له ما ملاتړ كوي، زه د كوم تن نوم نه شم اخيستلى، ښايي يوه يې هم مېرمن هيلري كلنټن وي.))
مېرمن سرابي چې ډېره كلونه يې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره كار كړى، ويل كېږي، چې د راوا ( افغان ښځو د انقلابي غورځنګ) جګپوړې غړې ده چې له جهادي تنظيمونو سره په تضاد كې ده، خو مېرمن سرابي د راوا او بلې سياسي ډلې غړيتوب په كلكه ردوي. نومړې تايېد كړه، په باميانو كې ځينې كړۍ شته چې له يو شمېر ګروپونو او تنظيمونو سره اړيكې لري او دا په باميانو كې د والي په صفت نه شي زغملاى: ((زما لپاره مهمه نه ده چې هغوى ما زغملى شي او كه نه؟))
هغه ولايتونه چې ډېر ژر يې واليان تبديلېږي:
د نيمروز پخواني والي محمد دستګير آزاد ويلي، جمهور رئيس څو ولايتونه ورته پېشنهاد كړي چې په كې فراه، كاپيسا، نورستان، كندز او ارزګان ولايتونه شامل دي.
د ښاغلي آزاد د معلوماتو له مخې ډېر تاكيد پر دې كېږي چې د فراه د والي په توګه مقرر شي. دا په داسې حال كې ده چې د كندز د والي انجنیر عمر له وژل كېدو ورسته دغې چوكۍ ته د فراه والي روح الامين او په ولسي جرګه كې د كندز د خلكو استازى معين مرستيال كانديد دي.
د ملي ارګانونو مرستيال عبدالمالك صديقي كليد ته وويل، حكومت په پام كې لري چې ډېر ژر د كندز، كاپيسا او ارزګان ولايتونو لپاره واليان وپېژني.
دوه نيم مليونه افغانۍ د هر والي د دسترخوان خرچه:
هر والي ته د اسيا فونډېشن د يوې پروژې له مخې هره مياشت ۲۵ زره ډالره وركول كېږي. دغه پروژه چې د (پي بي جي ايف) تر نوم لاندې د سيمه ييزو ارګانونو لخوا تر سره كېږي له كومې استثنا پرته تر يو مليون افغانيو ډېرې پيسې د دسترخوان د خرڅ، د وړو پروژو او د موټرو د تېلو د لګښت لپاره وركول كېږي.
سربېره پر دې د عبدالمالك صديقي د معلوماتو له مخې د دې ادارې لخوا تر يو مليون او دوه سوه زره افغانيو پورې هره مياشت د والي د لګښتونو لپاره وركول كېږي چې په وينا يې، د هر ولايت كچه معلومه ده، ځينو ته ۵۰۰ زره، ځينو ته ۸۰۰ زره او هغه ولايتونه چې لوى او ناامنه دي هغوى ته يو مليون او ۲۰۰ زره افغانۍ وركول كېږي.
دغه راز هره مياشت واليان ۳۰۰۰ زره ډالره تنخوا اخلي.
د هلمند والي چې يو لوى كاري ټيم لري د دې خبرې پخلى كوي، ټيم ته يې چې په كې مشاوران او فعال ځوانان شتون لري فوق العاده معاشونه وركول كېږي چې په وينا يې، ټول واليان دغه راز ټيمونه لري.
د حزبونو او د هغوى د رهبرانو لنډه بيوګرافي:
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار:حكمتيار يو مشهور جهادي رهبر دى چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته يې له جمعيت اسلامي او نظار ډلې سره په كورنۍ جګړې كې هم ښكېل و. نوموړى دا مهال هم له دولت سره په مخالفت اخته دى او افغان او بهرني ځواكونه يې د نيونې په لټه كې دي.
حزب اسلامي په دوو برخو كې فعاليت كوي: يو ګروپ يې د دولت په ضد جنګېږي او بل ګروپ يې رسمي سياسي فعاليت كوي چې لږ تر لږه يې په كابينه كې دوه وزيران شتون لري.
كه څه هم هغه ګروپ چې د عبدالهادي ارغنديوال تر رياست لاندې فعاليت كوي ځان له ګلبدين حكمتيار جلا ګڼي، خو افغان سياستوال په دې مسئلې باور نه لري.
د نورستان پخوانى والي تميم نورستانى په دې اړه وايي: (( تر څو چې ګلبدين حكمتيار ژوندى وي، هغه كسانو چې په كابل كې د هغه په نوم حزب جوړ كړى وي، هېڅ كله هم مستقل كېداى نه شي، دا خلك د دويم لاس خلك دي او اصلي رهبر يې [هغه] دى.))
د نورستاني په وينا، د حزب اسلامي فعال كسان په دولت كې د ګلبدين او د هغه د ډلې په نوم امتيازات اخلي، هغه وويل: (( ما د حزب اسلامي په كنګره كې ګډون درلود، د حزب اسلامي ټول سپين ږيري ودرېدل او ارغنديوال صيب ته يې وويل چې ځانته رهبر مه وايه، زموږ رهبر بل څوك دى چې اوس نشته، ته د حزب اسلامي رئيس يې نه رهبر.))
د دعوت اسلامي رهبر عبدالرب رسول سياف: ښاغلى سياف په دې وروستيو څلورو كلونو كې چې د حزب نوم يې اتحاد اسلامي و په دعوت اسلامي تبديل كړ. د هغه تنظيم چې اسلامي ليد لري هم د افغانستان په جهاد كې مهم رول درلوده او هم يې په تنظيمي جګړو كې. استاد سياف د شمال د مقاومت ډلې غړى هم و چې څو كاله د طالبانو پر ضد وجنګېده. نوموړى يو ځل بيا د ولسي جرګې غړى شو او د سولې د عالي شورا رهبرۍ غړى هم دى چې په وروستيو كې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د جمهور رئيس كرزي لخوا جوړه شوه.
د جنبش ملي اسلامي حزب رهبرعبدالرشيد دوستم: عبدالرشيد دوستم د داخلي جګړو پرمهال د ځواكمونو قومندانو له ډلې څخه يو و، دغه حزب سربېره پر دې چې سلګونه جنګيالي لرل، سياسي فعاليتونه او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره يې هم په بحثونو كې لاس لاره او اوس هم د ۳ وزارتونو رهبري د دغه حزب د غړو په لاس كې ده.
جنبش له پخوانيو كمونيستي حزبونو او يو شمېر اسلامپالو جوړ دى.
د جمعيت اسلامي رهبر برهان الدين رباني: جمعيت اسلامي هم د جهاد او كورنيو جګړو پرمهال مطرح حزب و. دغه حزب چې له حزب اسلامي سره يې سخت رقابت لاره، د مجاهدينو له بري وروسته يې سمدستي واك په خپل لاس كې واخيسته او رهبر يې برهان الدين رباني د دولت د رئيس په توګه وټاكل شو.
وروسته تر هغه چې طالبانو دوى ټول تېښتې ته اړ كړل، دغه حزب د شمال د مقاومت ډله رامنځته كړه او د طالبانو له سقوط وروسته دغه حزب ډېرې لوړې دولتي چوكۍ خپلې كړې. ښاغلى رباني دا مهال د سولې د عالي شورا رئيس هم دى.
افغان ملت: دغه حزب په ۱۳۴۴ لمريز كال په كابل كې د يوې ۶۸ كسيزې كنګرې لخوا جوړ او په لومړيو كې يې مشري د كابل پخواني ښاروال انجنیرغلام محمد فرهاد كوله.
د جهاد او تنظيمي جګړو پرمهال دې حزب په پاكستان كې فعاليت كاوه او اوس مهال د هېواد په داخل كې پر فعاليت بوخت دى.
شواهد دا په ګوته كوي چې د دغه حزب غړي په ډېرو دولتي چوكيو دندې ترسره كوي.
د استانه ګل شېرزاد په وينا، د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي د دې حزب مشر دى او د محلي ارګانونو مشرغلام جيلاني پوپل د دغه حزب عمومي مرستيال دى.
حزب وحدت: دغه حزب له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۶۸ پورې تاسيس شوى، وروسته په ۱۳۷۱ لمريز كال كې په دوو څانګو ووېشل شو چې د یوې څانګې رهبري يې محمد اكبرى كوله او اوس هم فعاليت لري او د بلې هغې عبدالعلي مزاري رهبري كوله چې له مړينې وروسته يې محمد كريم خليلي ځایناستى شو.
وروسته دغه حزب بيا په دوو شاخونو ووېشل شو چې يو يې د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان په نوم او مشري يې د محقق پرغاړه ده او بله يې د قربانعلي عرفاني لخوا رهبري كېږي چې د حزب وحدت اسلامي ملت افغانستان په نامه ده.
د حزب وحدت ډېرى فعاليتونه د جهاد پرمهال په مركزي ولايتونو كې ترسره كېدل، خو د داخلي جګړو پر مهال د دخيلو حزبونو څخه يو شمېرل كېږي.
محاذ ملي: دغه حزب یا تنظیم د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د جهاد په كلونو كې رامنځته شو او ډېرى غړي يې د ده مريدان وو.
ښاغلى ګيلاني دا مهال د سولې د عالي شورا د رهبرۍ غړى دى. نوموړى د پاكستان د قبايلي سيمې له رهبرانو سره ښې اړيكې لري.
د پاكستان د كورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمدخان شېرپاو د ده له نږدې مريدانو څخه يو و.
شعله جاويد: د مترقي ځوانانو سازمان چې د شعلهء جاويد مشري يې كوله د ۱۳۴۴ كال د لړم په مياشت كې رامنځته شو چې رهبري يې د غزني ولايت د چاغوري اوسېدونكي اكرم يارى كوله.
دغه سازمان په ۱۳۴۷ يوه خپرونه د شعله جاويد په نامه د عبدالرحيم محمودي په مشرۍ نشر كړه چې د ۱۱ ګڼو له نشر وروسته يې مسؤل مدير توفيق شو او په همدې وخت كې د شعله جاويد نوم مشهور شو.
په ۱۳۴۹ كال كې انجنیرعثمان دغه جريان ووېشه او وروسته د همدې سازمان يو بل بنستګر ډاكټر فيض ترې جلا شو او ګروه انقلابي خلق هاى افغانستان يې رامنځته كړ.
د مترقي ځوانانو سازمان په ۱۳۵۴ كال كې د يوې لويې جلسې د جوړولو پلان ونيوه چې په كې د دې سازمان د تېرو اهدافو او برنامې جمع بندي شي، خو په منځ كې يې اختلاف رامنځته شو او له كبله يې دا سازمان هم له منځه لاړ.
شواهدا دا په ګوته كوي چې يو شمېر هغه حزبونونه چې د شعله جاويد د پاتې شونو څخه رامنځته شوي، فعال او نيمه فعال دي: حزب كمونيست مائويست افغانستان، سازمان رهايى افغانستان، سازمان پيكار افغانستان، سازمان انقلابي افغانستان او سازمان ساما.
راوا (RAWA) د افغانو ښځو انقلابي غورځنګ( جمعیت): دغه سازمان د رهايى افغانستان د سازمان يوه برخه ده چې په ښكاره د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره كار كوي. راوا هم د شعله جاويد د پاتې شونو څخه شمېرل كېږي.
د دغه حزب مشره چې مستعار نوم يې مينا و، څو كاله وړاندې د پاكستان په كوټه كې ووژل شوه.
راوا په وروستيو كلونو كې د ښځو د حقونو د خونديتوب تر نامه لاندې يو شمېر برنامې په لاره اچولي، خو په هغې كې يې په ښكاره توګه د حزب اسلامي غړو، رهبرانو او نور جهادي رهبرانو ته سپكاوى كړى.