
ليك: عبدالجباركاكړ
((((((۷ برخه))))))
د كله څخه چى انټرنيټ او بريښنائى رسنې و نړۍ ته راغلى دي دهغه وروسته په رښتيا هم ددي نړۍ تناؤنه رالنډ شوي دي او موږ يو دبل سره دومره نزدي شوي يوچى دمخه چا ګمان نه شو كولي دا ډول دانټرنيټ د لاري نن پښتو او پښتانه هم سره نزدي شوي دي اوټول يودبل په ښه او غم سره يو ځائى شوي دي د پښتوژبى په اړه موږ كولي شوي چى په افغانستان كښې پښتو د كومو ناخوالو سره مخامخ ده په هغه ځان خبركړو هم دا ډول د كرښې راودي خواته چى د پښتو سره څه كيږى په هغه باندي ځان او نور خبركړو پخپله چى د پښتو كومى ستونځي دي كه هغه هره بڼه لري په كاردي چى هغه په ګډه په ګوته كړو او بيا د اوارولو هڅي وكړو ځكه چى نن ويوي داسي پښتو ته اړتيا ده چى هغه سوچه آسانه او رواني وي چى د هري سيمي پښتون وګړي په پوه شې او يوه نړۍ واله بڼه ولري.
پښتو ژب پوهانو ليكوالانو او شاعرانو په وارو وارو په دي يوه تګ لاره ې ورته ټاكلي ده كه په هغه باندي بشپړه عمل وشې نومشكل به نه رابرسره كيږي البته په كاردي چى يوه بشپړه مركز ولري چى پوهان ليكوالان او ژپ پوهان په كال كښې يووار دوه واره په دي باندي غونډي كوي او كوم مشكل چى وخت په وخت رامخ ته كيږي هغه اواروي د ارښتيا خبره ده چى د پښتو د ودي دپاره ځانګړي پښتانه ترخپله وسه هلي ځلي كوي پښتو ټولني اكيډمي او نوري بې شميره ډلي جوړي دي خو دا ټولي هغه كارونه نه كوي چى د يوي سوچه ژبى وخواته پښتو روانه كړي ولي چى د پښتو دپاره حكومتي سرپرستي نه دور په برخه افغانستان چى د پښتو مركز دي الته هم په دولتي كچه دومره پاملرنه نه د شوي لكه څوني چى په كارو وخوددي سره سره په غير دولتي څانګه كښې بيا هم دومره كارشوي دي خو ترټولو لويه ګيله داده چى يو داسي هيواد چى زياتره وګړى ې پښتانه وي او دولت وهغه ته د دولتي ژبى ارزښت وركړي وي بيا هم هغه بې برخي وي نو ددي پړه په پښتنو سياست مدارانو رڼ اندو او ليكوالانو باندي راځي په كارنه ده چى موږو نورو ته ګوتي پورته كړو بلكي لومړي ځان ملامت كړو داسي نه چىموږ د بلى ژبى كمي غواړو او خپله ژبه په هغه باندي برلاسه كول غواړو خو د خپلى ژبى جائز حق هم موږ چاته په كاردي چى پري نږدوكوم خلګ چى دنورو د ژبو دوهلو هڅىكوي ياپه نورو ژپو ملنډي وهي هغه ته موږ يواځي تنګ نظره او كينه لرونكي ويلي شوكښې ټولي ژبى وهرهغه وګړي ته ددرناوي وړدي چى هغه زموږ په چاپيريال كښې ويل كيږى فارسي يادري ژبه خو و پښتنوته هم دومره تيره ده لكه ونوروته چى تيره ده ځكه يو خو دا دوې خوندي دي بله داچى په افغانستان كښې بې شميره پښتانه دي چى اوس ې د پښتو په ځائى دري ژبه خپله كړي ده خودوي په دي كښې باك نه كوي ولي چى ودوي ته دا دواړي ژبى برابري دي خو دبده مرغه په افغانستان كښې داسي لږكئ ډلي شته چى د پښتو څخه كركه كوي او كله كله خو دهغه ډلي دومره لاندي ولاړي شي چى زموږ وارو وګړو هم بدځيني وشي لكه څنګه چى تيره ورځ په هند كښې د يوه لوستونكي ليك راغلي وو په دي اړه زه ومخ ته نه ځم نه غواړم چى تنګ نظرو بريښم كه څه هم د كرښي ودي خواته ودي ورته ناخوالو سره مخامخ يوخو زموږ سوچ دادي چى په كاردي چى هره ژبه وده وكړي ولي چى د هري ژبى سره بشپړه تاريخ دود او كلتور تړلي دي او يو هم بشر دوست دانه غواړي چى د نړۍ يوه ژبه د منځ څخه ولاړه شي خو زموږ په چاپيريال كښې داسي ډلي هم شته چى دژبى په سرباندي د نورو څخه كركه كوي خوپښتو يوه منل شوي نړۍ واله ژبه ده چى دا ارزښت څوك نه شې ځيني اخستي.
د پښتو د افغانستان دپنځو ستورو څخه نيولي ترنن پوري وپښتو ته د خپل حق دراوړلو دپاره هلي ځلى كړي چى اوس هم د ارواښاد ګل باچا الفت كتاب زما ومخ ته پورت دي چى څنګه پښتوته د دولت ژبه د وخت په پارليمان كښې وركول شوه خو د قانون بڼه ې خپله نه كړه زه يو واربيا دا خبره كوم چى ونورو ته د ګوتي نيولو په ځائى وخپل ځان ته واړوو يو داچى موږ دوخت او حالاتو سره سياسى پريكړي نه دي كړي او هر وخت موږ د كوتك څخه كاراخستي دي چى ددي څرګنده ثبوت د تيرو ۳۳ كلو څخه دجګړي د لاري د لانجو اوارولو په هغه كاله بوخت يوچى پايله ې داشوه چى ټول هيواد څخه كنډوالي جوړي شوي د جګړو په دهغه اوږده مهال كښې موږ په لكاؤ وګړي دلاسه وركړو په لكاؤ وګړي مو معذوره شول او تردي دواړو څوچنده كډوال شول او تراوسه د درپدري ژوند تيروي د ۲۳ كلو څخه ښوونځي وران كړل شول روغتونو نه وران شول لوئى لاري وراني شوي كرونده او صنعت و يجاړ شول او د خپل هيواد ګران بيه شيان په ګاوندي هيوادو كښې نيلام شول خپل واك او اختيار موو نوروته وسپارى اونن هم ددهغه كارڅخه لاس نه اخلو او خپل قام اوولس ته مو دوران كار او تهره ګر نوم راوړي موږ دي اوسني بهيرته چى هرڅه نوم وركوو خو نړۍ وال داهرڅه ته تهره ګري وائى خوپه دا دومره لوئى ولس كښې دومره څوك نشته چى دا دواړي خواوي سركښينوي چى داهرڅه چى كيږي كومه خواپه سمه لاره ده يو خوابه ارومرو يړه وي خو موږ پړه هم نه منو او ضد كوو او ضد په سياست كښې ځائى نه لري هغه مشران چى د پيړيو پيړيو څخه د هغه ډول لانجى اوارولي هغه موږ پخپله ووژل يا د نورو په ښوونه ووژل شول نوچى داسي چاپيريال جوړوي نوبه څنګه د نورو سره سيالي كيږي.
زۀ چى هر څو هڅه وكړم چى د خپلى ژبى دستونځو په اړه څه وليكم خو قلم بيرته د سياست وخواته ولاړ شي داځكه چى زموږ سياسى او اقتصادى ټوله ييزه لانجو كښې موږ ټول دومره راګيريو چى دماغ كښې هم دهغه ګرځي راګرځي خوزه دومره وايم چى د پښتو د ناخوالو په اړه دومره څه تراوسه پوري ليكل شوي دي چى اوس په كاردي چى په هغه باندي عمل وشي ولي چى د عمل په چپه داهرڅه ليكل يواځى د كاغذ مخ لړل دي په افغانستان كښې پښتو نه يواځي د ښوونځى د ژبى په حيث منل شوي ده بلكي دفتري او دولتي ژبى منل شوي ده په كاردي چى ټوله سياسى مشران ژب پوهان رڼ انده پوهان او ليكوالان دحكومت څخه په كلكه غوښتنه وكړي چى وپښتو ژبى ته دي دهغه ارزښت وركول شي ځكه چى دا د پښتو آئينى قانوني اوولسي حق دي چى داحق د پښتو څخه څوك اخلي هغه دقانون ډ آئين او اساسي قانون څخه سرغړونه كوي او بياچى څوك ژبني كركي رابرسره كوي هغه د خلګو په منځ كښې وكركي ته وده وركوي چى داغير بشري عمل دي ودي ته اړتيا ده چى د افغانستان وهري مورني ژبى ته په ښوونځي كښې ځائى وركول شي او د نورو وارو دي دخپلي ژبى په چپه د نورو ژبو څخه كركه نه كوي لكه دخپلي ژبى سره چى څومره مينه كوي د نورو ژبو سره دي هم دومره مينه كوي پښتوويونكي د مخه څخه دا وياړ لري ولي چى نن لويديځ رسنېو زموږ په ژبو او دودكلتور داسي يلغار كړي دي كه د سيمي ټوله ورته يونه شې دوي به زموږ ژبى كلتور او تاريخ دمنځ څخه يوشي ولي چى رسنې ددوي په لاس كښې دي موږ ددي ټولي سيمى د حكومتو څخه داغوښتنه كوو چى وهرماشوم ته دي زده كړي په مورني ژبه وركول كيږى بلكي د هري ژبى د پرمختيا دپاره دي آئيني باور وركول شې جعفر خان اڅكزئى دي خدائى پاك وبخښي دوي به ويل كه افغانان په يوه مجلس كښې سره ناست وي او ټول ناست پښتانه وي به پخپله ژبه خبرى نه سره كوي دا خوهغه څوك كوي چى يا خو داحساس كمتري په ناروغي اخته وي يا داچى خپلي ژبى ته ارزښت نه وركوي يا داچى د پښتانه به كور كښې خپله مورني ژبه خبرى نه كوي بلكي په پريدي ژبه خبرى كوي پخوا ويل كيدل چى دري ژبه د پاچا هانو ژبه ده اوس خو هغه خبره هم پاته نه شوه ياداچى دنورو په ژبه يوبل ته ليك كول دهغه خو هغه خبري دي چى هر وګړي ې خپلوي شي خپلى عارضى دي په خپله ژبه ليكي ولي چى دا د دوي قانوني حق دي او هيڅوك ددي څخه سرغړونه نه شي كولي په بريښنائى او چاپى رسنېو كښې دي د پښتو د څنګه ونورو ژبو ته د خپلى برخي د اخستلو دپاره دي نه ستړي كيدونكى مبارزه وكړي دا حق وخپلي ژبى ته راوړل د چا د خدائى په نامه دچاڅخه وركول نه دي بلكى داې قانوني حق دي په خپله ژبه اد نورو ژبو ژباړلوته دي زياته پاملرنه وشي په زياته بيا د سائنس ټيكنالوجى ودي ورته كتابونه دي و پښتو ته ژباړه شې د پښتو وفلم ډرامه ناول ته زياته پاملرنه ضروري ده دا هم ضروري ده چى په حكومت زور راوستل شي چى داساسي قانون سره سم دي وپښتوته خپل حق وركول شې خوداكار په كار دي چى وخپلى ژبى ته دودي وركول دپاره وي نه داچى د نورو ژبو د كركي په رڼا كښې وشي ځكه چى د پښتو نامتو شاعر ويلى دي....
د بل ژبه زده كول كه لوئى كمال دي
خپله ژبه ايرول بې كمالى ده (نوربيا)
............................................................................................