
شېبې
شیبې تیرېږې او یادونو ته ځای پریږدې.هر یو یاد بیا د ژوند یوه حصه جوړه کړي.کله دا یادونه د بوډی ټال په رنګونو رنګین وي او کله هم د تروږمۍ تورې شپې په خم کې لمبیږي.دردناکه خو هغه شیبې وي چې څوک دې رنګین یادونه د جفا په رسۍ وټړي او د تیارو په خم کې یې ډوبول غواړي، او ته دومره بې وسه وې چې هر څه په سترګو ګورې خو بیا هم یادونه دې نه شې ژغورلی.کله چې یادونه په تیارو کې لاهو شي د ژوند هر څه پیکه او بې خونده شي.اوس یواځې یو یاد مې د خیال په هدیره کې په الوتو دی او هغه ستا د بې وفایی او ظلم یاد دی چې نه هیرېږي او نه هم تت کیږي....
۲۵.۱۱.۲۰۱۰
وعده
ورو مې د کوټې ور پرانیست،هغه په خپل ځای کې پروت وو او سترګې یې د کوټې په چت کې ګنډلې وې.له ښایسته تورو سترګو یې سپینې اوښکو بهیدلې وې او په تورو ویښتانو کې به یې تم شوي وې.هغه له ځان سره کوم څه ویل خو ما په سمه توګه سره نه اوریدل.ډېره ورو او داسې په پټه چې هغه مې په ورتګ خبر نه شي ورنیږدې شوم.یو څه راته عجیبه هم وه چې هغه دومره په ژور خیال کې ډوب دی چې زما په شتون هم نه خبرېده.تل به یې راته ویل چې ستا پیژندلو لپاره زه سترګو ته اړتیا نه لرم احساس مې بسیا کوي.
هغه له هم ځان سره خبرې کولې او ویل یې:
پاکه ربه !
ولې دې د نړۍ په دومره خلکو کې زما مینه بې وفا کړه؟؟؟
اخر ولې رانه لاړه او زه یې یواځې پریښودم؟؟؟
د دې خبرو په اوریدوسره حیرانه شوم.
زه کله بې وفا شوې یم؟ ما کله هغه بیا پریښود؟
نور مې په پټه د دې خبرو اوریدو توان نه درلود نو مخامخ ورغلم په مینه مې وروکتل او په ګیله مې وویل:
ګرانه زه تاته ولې بې وفا ښکارم؟تا څنګه داسې انګیرلې چې ما ته یواځې پریښودلی یې؟
هغه ماته کتل خو ځواب یې نه راکولو.ورو یې تر څنګ کیناستم ،غوښتل مې چې اوښکې یې پاکې کړم.په خپل دې کار سره ډیره ووېرېدم .ما د هغه اوښکې نه شوې لمس کولی، زما لاس لکه هوا د هغه په مخ به راتیر شو.
اوس پوه شوم چې زه ولې بې وفا ورته ښکارېدم.
خو زه بې وفا نه وم !
مرګ غیږې هم زه له هغه نه بیله نه شوم کړی.
ما په خپله وعده وفا کړي ده ....
ابدي خوب
ته یوه وړه ذره د اور بڅرکي وې، زما تیاره او سوړ زړه ته راکښته شوې.په خاموش زړه کې مې د مینې لمبه شوې، راته د خوښۍ نغمه شوې.زما تور اوسپین خیال ته دې له فطرته رنګین رنګونه راوړل.د جنت ګلونو په وږمو دې معطره کړم.په مینه دې له ورېځو راته پالنګ جوړ کړ. ستوري دې راته د غاړې امیلونه کړل.د سپوږمۍ زرینه غیږه کې دې په خپل خواږه غږ سره ویده کړم.
خو زه خبره نه وم...
هو زه خبره نه وم چې هغه د مینې لمبه به زما زړه ایرې کړي او هغه ښایسته خوب به زما د ابد په خوب بدل شي.
22.06.2010