د منګلو او مقبلو ترمنځ شخړه هم د سولیزې لارې هواره شوه

دمنګلو په او مقبلو قومونو ترمېنځ وسله واله شخړه باالخره پای ته ورسيده دنن ورځ دميلمستون په ودانۍ کې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د دشخړي دهواري کمېسيون غړو او د ښکيلو خواوو ترمينځ دغره او ځمکې پرسر دوسله والې شخړې دپای ته رسيدو په موخه توده بحثونه او خبرې اترې وکړي چې په پای کې دواړه غاړې دشخړو دهواري کمېسيون او دخوست والي په منځګړيتوب پدې سلا شوې چې روغه جوړه وکړي ديو ګډ پريکړه ليک له تصويب وروسته دمېلسمتون ودانۍ دغونډو په تالارکې دخوست والي ترمشرۍ لاندې غونډه جوړه شوه پدې غونډه کې په يادو مشرانو سربيره امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي ، دلومړۍ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمد اسرا دملي امنيت ريس اختر ابراهيمي د ولايتي شورا منشي جان مير ځاځي دبيلا بيلو رسنيو استازو پکې برخه کې اخيستي وه په پيل کې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي وويل داچې مونږ دقومي شخړو دهواري په برخه کې کلک هوډ کړی چې ټولې قومي شخړې به هوار وو چې تردې وړاندې مو د يو شمير قومونو ترمينځ وسله والې شخړې هواري کړي او پدې لړ کې مو دادی نن دمنګلو او مقبلو ترمينځ روغه جوړه وکړه دغو خواوو څخه سل لکه برمته واخيستل شوه که چيرې کوم لوري سرغړونه وکړه ياده برمته دولت تسليميږي او و پاتېيله شوه چې د يوې اونۍ په اوږدو کې به وسله وال اربکي له مورچو ښکته کوي او دواړه غاړې به دعوه ګيره ځمکه او غر خوشی کوي ترڅو پدې سره دغو قومونو ترمينځ لدې وروسته دورورۍ فضا ايجاد او دجنګ لمنه ټوله شي . خوست والي زياته کړه وسله والې شخړې په سيمه کې دعامه امنيت دزيان ترڅنګ قومونه ته درانده ځاني اومالي زيانونه اړوي په سيمه کې خپلمنځي وسله والې شخړې دهرډول پرمختګ نيسي نو پکارده چې قومونه دځمکو او غرو پرسر دوسله والو شخړو لاس واخلي او خپل باسواد زامن وروڼه قرباني نه کړي ښاغلي نعيمي د دواړو خواو مشرانو ته ورياد کړل که چيرې له پريکړې وروسته بيا هم مسلح اربکي په سيمه کې وليدل شي نو زمونږ امنيتي ارګانونه به نيغ په نيغه مداخله کوي او بيا به هر ډول شکايت نه اوريدل کيږي ښاغلي نيعيمي يوځل بيا په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې مونږ بايد په سيمه کې سوله او ثبات ټينګ کړو ترڅو د بيا رغونې چارو ته زمينه مساعده شي او خلک ارامه ژوند وکړي نعيمي وويل قومونه داوخت بې موجبه خپل تعليم يافت ځوانان قرباني کوي دوی بايد د ټوپک پرځای نور خپلو اولادونه دتعليم موقعه برابري کړي ترڅو په راتلونکي کې دخپلې سيمې او هيواد لپاره روښنفکرخدمتګاران جوړ شي او په ملي روحيه وروزل شي خوست والي دپريکړې له اعلان وروسته د دواړو خواو مشرانو ته سوګند ورکړل شو چې دبيا وار لپاره وسله واله شخړه ونه کړي خوست والي له قومي مشرانو وغوښتل چې تاسو بايد خپل قوم ولس دسولې او ورورۍ پيغام وليږدوئ او خلک پدې پوهه کړې چې جنګ تباهي او بربادي او هيڅ ډول مسايل دجنګ له لارې نه حل کيږي والي دوی ته وويل کوم دعوه ګيره ځمکه چې دا هغه به دمستندو اسنادو له مخې کتل کيږي په سوله ايزه توګه به پرې مرکچيان او دعدلي او قضايي ارګانونو مسولين جرګه کيږي او ددوی ترمينځ به عادلانه او په اسنادو ولاړه فيصله کوي ورپسي دمنګلو او مقبلو دقومونو دوه تنو قومي مشرانو په خپل وارسره خبرې وکړي او دخوست والي دشخړو دهواري کمېسيون او نورو چارواکو هلې ځلې يې دقدر وړ وبللې او ويې ويل چې زمونږ ترمينځ شوې فيصله مونږ ته دمنلو وړ ده او دتطبيق په خاطر به يې نهايي هلې ځلې وکړو
دغو مشرانو زياته کړه مونږ به دبيا ځل لپاره په هيڅ ډول په وسله واله شخړو لاس پورې نه کړو . او شوي فيصله مونږ ته دقناعت وړده او دواړه قومونه به لدې وروسته د ورورۍ او دوستۍ اړيکو ته دوام ورکړو
ديادولوده چې دمقبلو اومنګلو قومونو ترمينځ ياد شخړه په داسي حال کې هواره شوي چې تردې وړاندې خوست والي په هلو ځلو سره دحيدرخيلو ليوانخيلو نصرالدين بورخېلو شمل او ګربزو وسله والې شخړې هوارې شوې وې .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : شنبه
نیټه : ۱۳- ۹- ۱۳۸۹