غزل



زه پــه عشـــق کــې له فنا نه وړاندې لاړم
ځــــانه پريمــــــېږده له تا نه وړانــــدې لاړم
ابتداء چې ليونتوب په ســــور کـــــې نه کړ
شـــــــــايد زه له انتـــــها نه وړانــــدې لاړم
نن مې سترګې په لاسونوکې راتوی شوې
ستا په غـــــــم کـــې له ژړا نه وړاندې لاړم
زندګۍ پســـــې مې تنګــې لپــــې مه وړه
ته مې وينې چـــې له ســـا نه وړاندې لاړم
باغـــي زړه مـــې له ما وړانـــدې دی طالبه
زه حيــران يم چــــې له چا نه وړانـــدې لاړم
ـــ
طالب منګل