د جلالکوټ ادبي خوځښت د ٧مې اونيزې غونډې رپوټ!

جلالکوټ ادبي خوځښت يو ځل بياخپله اونيزه ناسته د ١٣٨٩لمريزکال د ليندۍ د مياشتې پرديارلسمه د جلال اباد ښار د بي بي هوا لېسې شاته د ننګرهار په ټولنيز مرکز(ميديوتيک)کې وکړه.
د غونډې تر رسمي پيل وړاندې صيام الدين پسرلي چې د انټرنېټ زده کړې استاد دى،په ښوونيزه برخه کې د انټرنېټ زده کړې په اړه عملي لکچر ورکړ .
ورپسې غونډه د سيد جاويد شينواري لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو ايتونو په لوستو سره پيل شوه.
د غونډې مشر سيداميرجان ګيله من،مشران مېلمانه ايټالوى ژونالېست بټيسن او عبدالمعروف سباوون او کوربه د جلال کوټ ادبي خوځښت مرستيال خالدسنګر و.
دريځ چارې ايمل غيور پرمخ بيولې.
د تېرې غونډې ګذارش چې زيارصميم ليکلى و،د هغه د نه راتګ له امله خيبراحمد ترور ولوست.
بيا د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند پرانېستونکې خبرې وکړې او بټيسن ته يې غونډې ته د راتلو هرکلى ووايه.
دغه راز يې د خوځښت غونډې ته يې د سيداميرجان ګيله من،عبدالمعروف سباوون،فريد ملاتړ او ورسره د نورو ملګرو راتګ د ننګرهار د خاموشې شوې ادبي وضعې د بدلونې لپاره ګټور وباله.
ورپسې له ايټاليې نه راغلى ايټالوى ژونالېست بټيسن خبرو ته وبلل شو،هغه چې خبرې يې خالدسنګر ژباړلې،وويل په جلال اباد کې د استوګنې پرمهال به بياهم د خوځښت غونډو کې برخه اخلي او خپلې فرهنګي تجربې به يې برخوالوسره شريکوي.
ورپسې د کره کتنې وخت راورسېد،په تېره غونډه کې زيارصميم ژمنه کړې وه چې خپله يوه ادبي ټوټه به کره کتنې ته وړاندې کوي خو د نشتوالي له امله يې صيام الدين پسرلي خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ.
د غزل مطلع غيور صيب ولوست:
ملي پاڅون،ملي تړون دى په کار
ځوانانو پاڅېږئ،سمون دى په کار
رغاند وويل:ژبنۍ ستونزه لري،که داسې شي،ژبنى ماتوالى او سکته ګي به يې له منځه لاړه شي.
ملي پاڅون،ملي تړون په کار دى
ځوانانو پاڅېږئ،سمون په کار دى
د پسرلي په و ينا چې دا يې لومړنى شعر دى او د جلالکوټ ادبي خوځښت غونډو کې د ګډون له اغېزې يې ليکلى،عبدالمعروف سباوون له همدې امله ډېر وستايه.
ورپسې د شعر لومړى بيت ولوستل شو:
نور د مشرانو نه پوره نه شوله
په دې نظام کې يو بدلون دى په کار
سباوون وويل:مونږ ښه پوهېږو چې پسرلي صيب کوم مشران ياد کړي،دا بيت همداسې ښه دى.
فضل الرحمان پاڅون وويل:که لومړۍ مسره داسې شي،ښه به وي:
نوره مشرانو نه پو ره نه شوله
رغاند يې د نظر تاييد وکړ.
سنګر وويل:پوره مسره له لاندينۍ سره تړاو نه لري.
پاڅون وويل:دى په کار،ردېف ډېر تکرار دى.
خالدسنګر وويل:دا څه قيد نه دى چې د بل شاعر ردېف او قافيه دى وانخېستل شي.
وروسته وياند د غزل دويم بيت ولوست:
ترڅو به غله يو،يو د بل جېبو ته
د خداى لپاره لږ قانون دى په کار
فريد الله ملاتړ وويل:که داسې شي،ښه به وي:
بس دى،هوښيارشئ،يو او بل مه وژنئ
عصمت الله شينواري وويل:که داسې شي،ښه به وي:
بس دى پخلاشئ،يو او بل مه وژنئ
عبدالمعروف سباوون د عصمت الله د دې خبرې تاييد وکړ.
د شعر مقطع د وياند لخوا ولوستل شوه:
صيام قربان شم،له پکول او لونګۍ
نور ورکول د دې پتلون دى په کار
خيبراحمد ترور وويل:که داسې شي،ښه به وي:
صيامه!ځارشم له پکول او لونګۍ
پر همدې بيت خبرې کېدې چې پياوړى او مشر ليکوال استاد محمد آصف صميم او ورسره له پېښوره راغلى مېلمه محمد انور انور غونډې ته راغلل،د غونډې د برخوالو لخوا ورته په خورا درنښت ښه راغلاست وويل شو.
د غونډې د وياند لخوا صيام الدين پسرلي ته بلنه ورکړل شوه چې د وړاندې شوو نظرونو په اړه خبرې وکړي.
هغه له خپلو ټولو ملګرو مننه وکړه چې د ده پرشعر يې کره کتنه وکړه.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې محمد انور انور،فضل الرحمان پاڅون،خيبراحمد ترور،عبدالمعروف سباوون،سيدجاويد شينواري،پروېز بهسودوال،محمد يعقوب حسين،شفيع الله مصور،ارشادرغاند،فريد الله ملاتړ او سيداميرجان ګيله من پکې خپل شعرونه واورول.
صابرشاه ساپي پکې د غني خان شعر ترنم کړ.
دغه راز د خوځښت يو بل فعاله غړي جلال الدين غريبدوست له کابله د ټليفون پرليکه خپل شعر د غونډې برخوالو ته واوروه.
بياپروېز بهسودوال ژمنه وکړه چې راتلونکې غونډې ته به خپل شعر کره کتنې ته وړاندې کوي.
دغه راز پريکړه وشوه چې پر يوې موضوع به ادبي درس هم وړاندې کېږي.
غونډه غرمه مهال پردولسو بجو پاى ته ورسېده.