مخ مه آړوه

مخ مه آړوه
چې درڼا د ګوټ په تمه د سپېدو کلي کې
تیارو ځپلي د منزل په خاطر
کلي په کلي پل په پل درپسې
دسوال کچکول ګرزوي.

دفصل سره او سپین ګلونه
زموږ په منګولو کې کرلي دي خدای
دکال د فصل سره اوسپین ګلونه
چې هر څوک ویني را نه وڅڅوي
موږ پرې اوبه کړو هغه
او پاڼه پاڼه د سرونو په لوګرو باندې ویې شيندو.