
په دې وروستیو کې د ویکي لیکس چې د جولیان اسانج چې یو استرالیي الاصل دی څو مهمې او د راز خبرې افشا کړې دي چې د امریکا په شمول یې د افغاانستان د حکومتي کړیو تر منځه هم ناندرۍ رامنځته کړې، او هغه څه چې له خلکو پټ وو هغه یې افشا کړي دي. دا مسله بیله ده چې آیا دا رښتیا دي او که درواغ، او آیا که دا دومره مهم مسایل وای نو سي آی اې چې له مړو سره هم خبرې کوي څنګه ترې ناخبره پاتې ده؟ خو د خبرو او مسلو سناریو همدغه رنګ ده لکه څنګه چې ویکي لیکس افشا کړي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځه چې کوم ترانزیتي تړون لاسلیک شو ښایي د هغه څه لامل وي چې رییس جمهور کرزي د پرویز مشرف د لرې کیدو وروسته له پاکستان سره د ګډې همکارۍ په موخه ښه روابط ساتلي او د خلکو د ګوند په مشرۍ د پاکستان رییس جمهور آصف علی زرداري هم د نړیوالو فشارونو په پایله کې ددې غوښتونکی دی چې باید نیک روابط د سیمې د امن لپاره ټینګ کړي.
هند او پاکستان چې له یو بل سره سخت مخالفین دي او دواړه د خپلو ګټو د تامین لپاره په افغانستان کې ځآنته حمایوي ډلې هم لري غواړي په دغه ملک کې اوس له هر څه پخوا زیاته ونډه ولري، د یوسف رضا ګیلاني راتګ افغانستان ته هم ددې مانا لري چې پاکستان په سیمه کې د هند له لاسوهنو تنګ راغلی او غواړي نور له افغانستان سره هغه څه وکړي چې افغانستان او نړیواله ټولنه یې غوښتونکي دي خو ددې مسلې بل اړخ دا هم کیدای شی چې ښایي پاکستان له طالبانو سره خپلو مرستو ته نور هم زور ورکړي، هغو ته پناه ورکړي او د خپل طبعې مطابق یې استعمال کړي لکه څنګه چې د ویکي لیکس په خپل راپور کې د جنرال اشفاق کیاني د پاکستان د اردو لوی درستیز له خولې کاږي چې که چیرې افغانستان غواړي هند ته ورنیژدې شي نو دوی به له طالبانو سره خپلو مرستو ته دوام او شدت ورکړو. هند سره لدې چې په کابل کې سفارت لري په مزار، هرات، جلال آباد او کندهار کې قونسلګري هم لري او پاکستان هند په دې تورنوي چې د بلوچستان ایالت له جدایي غوښتونکو بلوچانو سره په پراخه کچه کومکونه کوي.
بلې خوا ته هند هم له دې ویره لري که چیرې افغانستان له پاکستان سره کومې موافقې ته ورسید او پاکستان طالبان دیته راضي کړي څو له افغان حکومت سره جوړ جاړي ته کښیني نو بیا به ددوی ګټې په خطر کې وي، او امریکا هم لدې په ویره کې ده څو پاکستان په یو رنګ دیته راضي کړي چې طالبان له کابل حکومت سره مذاکرې ته کښینوي، خو د تشویش خبره یې دلته ده چې ترڅو پاکستان په سیمه کې د هند ګټې محوه نکړي او ځآن له هند څخه بیغمه نکړي نو دیته به راضي نشی چې طالبان دې مذاکرې ته کینوي، او په دې وروستیو کې ددې ښه شاهدان یو چې د طالبانو مقاومت، کړنو او اعمالو لا پسې زور اخیستی، ددې خبرې د پخلي لپاره د نړیوالو بحرانونو ټولنه هم په خپل یوه راپور کې داسې کاږي: \"داسې ډیر لږ لیدل کیږي چې د طالبانو د کمزورۍ نښې دې څرګندې کړي خو واقعیت دادی چې طالبان ورځ تر ورځې پیاوړي کیږي، هغوی منظمې ځالې لري، او منظم عملیات ترسره کوي په داسې حال کې چې پاکستان د هغو تر شا ولاړ دی.\"
راځۍ چې خبره وخت ته پریږدو چې وخت څه کوي؟ آیا زمونږ د طبعې موافق به وګرځي او که مخالف؟ خو خوشبیني دلته ده چې ښایي زمونږ په طبعه روان شي..! او هیله مند هم یو..