تورماچکې! فراغت دې مبارک شه!
ستاسو جشن ته دروړمه ډېر ګلونه
یوه نامه د محبت په کې اېږدمه
هسکه غاړه یې بیا تاته درکومه
تورماچکې! چې محفل ته مو درځمه
رانه ځان دې بیا پټ نه کړې درته سوال کړم!
ستاسو مور ته معرفي کې دا وایمه
ستا د لور مجنون دا څو کاله «زه» یمه
تورماچکې! پوهنتون کې به بیا نه وې
نجونو منځ کې د ناجو تر ونې لاندې
نه به ستا د سندریزې خندا شور وي
نه به زړونه زموږ هغه شانته مست وي
تورماچکې! نن بېخي خراب خراب یم
نن مې بیا ستا د نامې ذکر پرېښې
راشه دم مې کړه چې لږ قرار قرار شم
غاړه راکړه چې سینه کې د خمار شم
تورماچکې! ستا یادونه تصویرونه
راته شاوخوا په اتاق کې مې ولاړ دي
د څلورو دېوالو منځ کې تنها یم
نه مې وژني، نه مې زړه ته تسکینېږي
تورماچکې! دا خبره خو زور غواړي
داسې مه وایه چې ما کې ګناه نشته
ته چې نه وای زه به دومره ځورېدمه؟
چې میین نه وای بیا تاته درېدمه؟
تورماچکې! د رښتیني ژوندکیسه یې
ته دُرخو، ته شیرنۍ ته ګلبشره یې
له اسمان را کښته شوې فرښته یې
ته خو زما د زړه ټوټکه فریحه یې
تورماچکې! پښه نیولې شه څه وایم
په څلورو کتابونو رښتیا وایم
«که زه نه وای تا به عشق لره لرل څوک
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک»
وروستي