
دهرات دتاريخي ښار دمنارونو په سيمه کي ديوعمومي سړک شتون داسې ستونزه وه چې هم يې دافغانستان دغه ارزښتناکه شتمني له گواښ سره مخ کړې وه اوهم ددې خنډ گرزيدلی و، چې دهرات لرغونی ښار ديونسکو دنړيوالو فرهنگي ميراثونو په لست کي شامل شي .
داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ، دوزيرانو شورا اوپه خاص ډول دافغانستان داسلامي جمهموريت جمهوررئيس په وار وار ددغه سړک دبنديدلو غوښتنه کړې وه .
پرون دهرات ښار دپتمنو اوسيدونکو په غوښتنه او دهغه ولايت دمقام دهرات ښاروالي اوپه هرات کې داطلاعاتو اوفرهنگ رياست په گډون تصميم ونيول شو چي دغه سړک دليږدوونکو وسايطو پرمخ وتړل شي.
دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دهرات دپتمنو وگړو دغه ملي پريکړه ستايي او هيله لري چر دې ته ورته حرکتونه به په ټول هيواد کې دافغانستان دفرهنگي شتمنيو دتخريب مخه ونيسي .