
ګودر خپرندویه ټولنه چې ننګرهار ولایت کې ددګودرکتابتون ترڅنګ دګودر خپرندویې ټولنې او مینې دوه میاشتنۍ مجلې چارې هم سمبالوي هره میاشت مختلف کتابونه خپروي داځل یې هم دمینې مجلې له پرلپسې دري څلوېښتمې ګڼې سره ځینې کتابونه علمي او معلوماتي کتابونه خپاره کړې چې په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کوو
۱-مینه : دادمینې مجلې دنهم کال پرلپسې دري څلوېښتمه ګڼه ده چې په یوسل او دوولسو مخونوکې بېلابېل فرهنګي ،معلوماتي ، ټولنیزاو بېلابېل معلومات رانغاړي ددغه مجلې دمسول مدیریت چارې دپیاوړي شاعراولیکوال عزت الله ځواب په غاړه دي او او ننګرهار مېشتې فرهنګیان یې دامتیاز ویاړ لري دیادونې وړده چې مینه یوازینۍ پښتو مجله ده چې له تېرو نهو کالونو راهیسې په پرلپسې منظم ډول خپریږي .
۲-دسردار محمد داود خان دواکمنۍ سیاسي ستونزې : دا دتکړه لیکوال او دننګرهار پوهنتون داستاد پوهندوی مستعلي نیازی اثر دی چې په دوه سوه اوپنځه اویا مخونو او دوه زره ټوکونو کې خپور شوی ، دغه اثر چې لیکوال د پوهنملۍ علمی رتبې له پاره دپوهندوی غزیر احمد رهمند تر لارښونه لاندې لیکلی د افغانستان دلومړي شهید ولسمشر سردارمحمد داود خان دواکمنۍ سیاسي ستونزو ته په کې کتنه شوې په دغه اثر دپوهندوی دوکتور عزیز احمد رهمند ، پوهندوی شاولي خان ، او پوهیالي محمد نبي لیکنې راغلې دي چې دموضوع له اړخه یې نوی والی او ارزښت خورا مهم دی .دیادونې وړ ده چې دا دلیکوال دریم چاپي اثر دی .
۳- مونوګراف لیکنه : داهم دلیکوال اوژورنالست ګل رحمن رحماني اثر دی چې په یوسل اولسو مخونواو دوه سوه ټوکو کې خپور شوی او دمحصلینو له پاره دمونوګراف لیکلو لارې چارې په کې ښودل شوې دي او په لوستلو به یې نور هغه محصلین له ستونزو سره نه مخ کېږي چې له پوهنتون نه دفراغت په مهال په مونوګراف لیکلو کې ستونزه لري په کتاب دلیکوال دیادونې ترڅنګ داستاد اسدالله غضنفر لیکنه هم راغلې چې دکتاب ستاینه یې کړې ده په کتاب کې په ساده لارو دمونوګراف لیکلو لارې او هم دلا اسانتیا له پاره بېلګې هم راغلې دي دا دلیکوال اتم چاپي اثر دی چې دموضوع دارزښت او اړتیا له مخې بېل م
قام لري .
1- ۴- ښوونیزې راډیویي خپرونې : دغه اثر دمختلفو راډیويي ښوونیزو خپرونو په اړه دی چې لیکوال یې تکړه ژورناست ارش ننګیال دی کتاب ټول ټال څلور اویا مخونه لري او په دوه زره ټوکو کې خپور شوی دی په دغه کتاب باندې یوازې دلیکوال یادونه راغلې او دیوې راډيويي خپرونو په اړه دلیکنې او تخنیکي جوړښت په اړه معلومات ورکړل شوي دي چې په لوستویې دراډیو ابتدايي کارکوونکي کولی شي په راډیو کې دنوي کار او دخپرونو دترتیب په اړه معلومات تر لاسه کړي دیادونې وړده چې له دې نه وړاندې هم دلیکوال درې اثار چاپ شوي دي ۵-مرغلرې :
دا د پیاوړي دینې عالم مولوي محمد غني فاروقي اثر دی په پنځه څلوېښت مخونو او دوره زره ټوکونوکې خپور شوې ، په کتاب کې ټول ټال دوه سوه لنډ احادیث له انګلیسې ژباړې سره چې چارې قاري عصمت الله تر سره کړې خپور شوی دی په کتاب خپله دلیکوال سریزه راغلې او په کې ددې کتاب دارزښت او ژباړې په اړه معلومات راغلي چې کولی شي بهرنیان هم ورڅخه استفاده او دانګلیسي ژبې دزده کړې محصلین ګټه واخلي .
۶ـ( اويا ټاپیکې ) – دا دتکړه ژباړن شیرین اغا جهانګیر اثر د ې چې ټول ټال شپېته مخونه لري او په دوه زره ټوکوکې خپور شوی دی په کتاب کې دانګلیسې ژبې دزده کوونکو له پاره اویا په زړه پورې انګلیسي ټاپیکې راغلې او دزده کوونکوله پاره په زړه پورې دی .
۷-( سل کیسې ) – داهم ددشیرین اغا جهانګیر اثر دی چې په یو سل اودېرشو مخونو کې او دوه زره ټوکو کې خپور شوی ،په کتاب کې دانګلیسي ژبې د زده کوونکو له پاره سل په زړه پورې کیسې راغلې دي چې بې له شکه د انګلیسي ژبې په زده کړه کې به مهم رول ولري په دغه دواړو کتابونو کې دجهانګیر صیب هڅې دستاسنې وړدي دیادولو ده چې له دې نه وړاندې هم ښاغلي جهانګیر دګودر انګلش ګرامر په نامه یو کتاب لیکلی دی .
۸- دژورنالېزم ارونه : داهم دژورنالېزم داساساتو او ارونو په اړه یو کتاب دی چې پیاوړي لیکوال اوژورنالست رحیم الله سمندر لیکلی او ډېرژر دګودر خپرندویې ټولنې له خوا بازار ته راووځي .دیادونې وړده چې ددغه کتابونو له خپرېدو سره دګودر خپرندویې ټولنې دټولو خپرو شوو کتابونو شمېره له شپېتو څخه اوړي .دکتابونوپه خپراوي کې دخپرندویې ټولنې دمسول قاري قدرت الله تائب او پیاوړي سکښتګر صادق الله صادق هڅې دیادونې او مننې وړدي .