بيابان

د روهي ويب پاڼې درنو ليدونکو شاعرانو ورنو او خويندو اسلام عليکم ....
په دې تمه چې روغ جوړ او خوشحاله اوسئ مرام راډيو چې په ختيځه سيمه کې په ٩٧،٨ څپو خپرونې کوي يوه خپرونه چې بيابان نوميږي هره اونۍ نشر ته سپاري په دغه ادبي خپرونه کې هره اونۍ مونږ د يوه گران شاعر يو بيت ټاکو او د هغه بيت په ليکه نور شاعران ورونه او خويندې خپل شعرونه ليکي نو د دې اونۍ لپاره مونږ د ښاغلي زاهد الرحمان زاهد لاندې دوه بيتونه انتخاب کړي په دې تمه چې د همدغه بيتونو په ليکه خپل شعر وليکۍ او مونږ ته يې راواستوئ
چې سترگې جادوگرې ووينم رانه ماتيږي
قسم دې په قسم پسې قسم رانه ماتيږي
ساقي خمار خمار کړمه خمار خمار روان يم
دا ځکه په قدم پسې قدم رانه ماتيږي
شاعران ورونه او خويندې کولاى شي چې خپل شعرونه په mahbobshahmahbob@yahoo.com
ايميل ادرس راواستوي او که چېرې په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه برخه اخلي او خپل شعر په خپله ژبه وايي نو په ٠٧٩٨٥٨١٣٨٠ شميره دې اړيکه ونيسي
د خپرونې وخت د هرې يکشنبې شپه د نهو بجو نه تر لسو بجو پورې په ژوندۍ بڼه
د مرام راډيو نشراتي څانگه
د روهي ويب پاڼې درنو چلوونکو په دې تمه چې دغه خبرتيا د بيابان د سرليک لاندې خپره کړى