
ظفرخان اهتمام
نن پينځنې د لړم يوولسمه د۱۳۸۹کال دکابل ښاردپلُ محمود خان پلُ سره جوخت لويدیځ لورته هغه نوی پُل چې دکابل په سین په تېرودرې اوونيوکې د کریزمه په نوم د یوه ترکي ساختماني شرکت لخوا د اته لکه امریکایي ډالرو په وړیا مرسته جوړشوی ؤرسمًا پرانیستل شو. د دې پل د دپله پرانستلو په مراسیمو کي د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي،کابل ښاروال او يو شميرکابل ښاريانوبرخه برخه اخيستې وه دا افتتاح په داسې حال کې وه:
چې دهېواد په تاريخ کې نن دا لومړی پنجشنبه وه چې نور به دا ورځ دکابل دولتي کارمندانو ته تل رخصتي وي دياددونې وړ ده چې دمحمودخان پله سره شمال ته خواکې دترافيکې جزيرې په سردساعت برج په نوم یوتاريخي يادګاري څلی ؤچې دغازي وزیرمحمد اکبرخان او دهغه ددرې نوروغازيانوملګروله خوا په همدې سیمه کې دوخت استیلاګروفرنګيانوسره د غونډې کوټه وه اوبيا همدغه ځای دوژل شووفرنګيانو دعهد ماتونونې ا ونارواوو په مقابل کې دوسله والې غزا دمېړانې سيمه شوه چې په وياړيې دا څلی جوړشوی ؤ خو دا څلی اوس ړنګ شوی او په ځای يې چمن دی، درپوټ په ترڅ کې دغې نکتې ته دقدرمنولوستونکو،د
تاريخي آبداتودمسؤلينو او ساتونکوپاملرنه اړول هم غواړم.بله په زړه پرې خبر دادی چې دحمعې په ورځ دکابل به سین يوبل پُل دپاچا په نوم دخلکوپه شخصي مرستې د شل زرو ډالرو په لګښت او اشرجوړ اود وړو موترودګټې له پاره پرانیستل شوچې دا هم یو نوی کار ګڼل کېږي.
په درناوي