شيبې پا تې راته لنډې

دپخوازمانې غلو به،غلې وړې په غلا له ژرندې
خواوس داسې غله پيداشول،چې په بډه وهي ژرندې
غلو به غلې کړلې په پټه ،څه ورپيښ به مجبوريت وو
خواوس غله دغلې په وخت کې،په کوربه وهي ملنډې
اوس خو غله دومره هوښياردي،چې ملکونه غلا کوئ شی
پخواغلـــــه ټول پاګلان وو،چــــې په غــــــلابه ېې وړې ګنډې
خدايه داسې غله راغلي،چې قومونه غلا کوي دوی
خـــــرڅوی ېې بيا په نورو،بيانې اخـــــــــــلی څرګندې
زه قيام په نارو سر يم ،چې راويښ شئ افغانانو
دادئ ټول په بل خرڅيږو،شېبې پاتې راته لنډې
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمنی
٣٠١٢٠٢٠١٠