سوالګر

د نړۍ شاوخوا په هر هيواد کې سوالګر شتون لری، لیکن اسيايی هيوادونه ددې لعنت څخه ډير زيات متاثره شوي دي، د ناراسته لټ او حرام خوړو د پاره د ګيډې ډکولو دا تر ټولو آسانه لار ده، لاړشه په يوچوک کې ودریږه، خوله کږه وږه ونيسه، سترګې پټې کړه او لاس و غزوه بس څوک نه څوک د عقل د ښمن چې تر دې دمه به يې خپل مور او پلار(والدين) ته اوبه نه وي ورکړې سمدستي به له جېبه یوه سیکه راوباسي او دخپل ژوند د واړه ګناهونودکفارې دبیې په
توګه به دخيراتي په لاس کیږدي .
مازدیګرته چی درویزه د شرابو یوبوتل او د چرګ یو پنډی سره د کور په درشل ننوځی او د خپل ټبر او ماشومانو د چرک په پنډی او د شرابو پر بوتل سترګی ولګيږی نو د هغوی واړه شکایتونه د خره له سره ښکر شی. د چرګ په پخیدو ماشومان پیساڼی راکاږي چی کله ناکله د وخت د کمبود له کبله اوم پاتې شوي او غرب ماشوم په مخ لکه څپیړې راپریوځي او درويزه د شرابو له تاثیر لاندی خپلی ښځی ته د خپل ننۍ ورځي د هغه مکر ، فریب ، چل او ټګی لاپی وهی، په کوم چی هغه نن یو ساده کلیوال غولولی دی ، او دغه د کرایی پیسې يې هم ترې بوت کړی وی. ډيلی کې هم د ګداګرو زور دی سړی په لاره روان وی چې ناڅآپه یو څوک له یو ګوټ نه حاضرشی او خوله ګږه کړي ، که له لوږې کوم دوکان څخه دې څه شی واخیست او خولی ته به دی نیږدی کړی نه وی چی ښکته د پخو په خوا کې به دی سپی خپه خپه کیږدی او سوالګر به دی د لاسه د خوراکی شیانو د سترګو په زور د اخیستلو په کار مصروف وی، یو چوک داسی نشته چی
واړه ماشومان ، ښځی او نارینه سړی په ارامه پریږدی، دوی د سړک پر غاړه د یوي وني لاندی یو تيله ( بیګ) ايښې وی چې سحر مهال وړکی له کوره د وتلو په وخت د يو دفتر د هغه کاتب په
څير د غرمې ښه غوړې زيړې ډوډۍ سره له يو دوه اینګولی ايښی وی، څوک چې درسته ورځ د خپل مامور د سپکو سپورو لټو اوریدو وروسته شکسته مازدیګر خپل کور ته بیرته ورګرځی، او بیا بیا زړه کی وایی چی که وس يی رسیدی نو دا نوکري به يی همدا نن پریښودې وی،البته د ګدایکرو په تیله کی یو څیز اضافی هم موندلی کیږي، او هغه د دوی د اغوستلو کالی چی دوی د
خپلو وظیفو له شروع کولو نه مخکی بدل کړی وی، ځکه په دغو کالیو کي ورته هیڅوک خيرات نه ورکوی چی څومره زیات یی په کالو تور موبلايل لګولي وی، او څومره زیاتی څيری کړی وی، هماغومره زیاتی پیسی لاسته ورځی، د دې نه پرته د پړسیدلی ګیډی سره د بالدارو ښځو روغتون ته د رسولو لپاره د مړی د کفن يا د ايری ته د رسولو لپاره بل دين او مذهب د ذکر په نوم د کوم بابا د زیارت په نوم يا دغه راز په ځینی بله پلمه سمدم خلکو څخه د پیسو بودولو بې شماره طریقې دوی ته معلومی وي ، دوي دومره ښه نفسياتی پوهه لري چی د ګاک په ليدو پوهـ شی بايد کومه طریقه او چل په کار راولی ، دوی داسی مافیاګانی لری چی د لارو کوڅو څخه پردي اولادونه وتختوي لاس خپی يی مات کړی یا يی سترګی ړندی کړی ، ځینی یی لری بل ښار کی خرڅ کړی او هغلته ورڅخه د ګدایګرو کار اخیستل کیږی. نن سحر کوم یو ډیر ضعیف او ناتوانه سړی چی له ځانه د ماشوم هلو ځلو قوت هم نلري، د پوزی په موادو يې مخ لړلی پر ځمکه پروت دی، يوې ښځې چې شايد په کوم مبارک کار روانه وه د
دغه سوالګر سترګو د تاثیر لاندی لس قدمه بیرته راغله دده په لاسه کی يی د لسو روپو لوټ کیښود، ګيرچاپیره يی وکتل چي چا چا ولیده او بیا په لوړ سر تیروتله سوالګر ژر لوټ د خپلو کوناټیو لاندي کړ، مخا مخ يی یو خوار او ډنګر مزدورکار چې د سړک د يو برقی ستنی لاندی د لکړو لپاره په خولو کې ډوب او له ځايه نشو خوځيدی کنی ستن يی ملا ماتوی او په پسخیدلو
سترګو د لسو روپو لوټ ته کتل چي پری د دوه وخته د ډوډۍ اوړه پرې اخیستل کیدای شی.
مزدورکار پوره زور سره ستن نیغه ودرولې وه په دې کې شل ګوډ او معذور کسان په مخصوص رکشا کې يو نفر راغی ، شلیدلې جامې ، په لاسونو او مخ يي تور رنګ مږلی ، تکی سرې سترکې، له قوارې څورب، د ګدا تر څنګ يی ریکشا ودروله ښکته راکوز شو او نیغ په درويزه پسی ورغی ، د درويزه پسي د نن ورځی راټولې شوې پيسې واخیستی ، چې بیرته ګرځیدونکی و، درویزه ورته وویل، هير دې شول نن لومړی نیټه ده ، زما د معاش ورځ !نانا بډوته لاس کړو ، هو دا واخله ټولو ته می ورکړي بس ستا پاتې وې، دا دی، ما چیری یوه
ورځ ناوخته کړی ده؟
بس دغه فکر کی رانه هیر شول چی نن پیسی کمی ولی دي؟
او د درویزګرو بادار پخپله رکشه کي کيښناست بل ګدا پسې روان شو.

لیکوال : روشن لعل ملهوترا