ژباړونکی :محمدواصل وصال
وایي چې یوه شپه حضرت جنید بغدادي په
خپل کور کې په عبادت بوخت چې وچې یوغل
په پټه دهغه کور ته راننوت حضرت جنید
بغدادي دهغه دراتلوپه اوازباندې
وپوهېد چې یوڅوک یې کورته راننوت خو
دی بیاهم پخپل عبادت باندې بوخت
واوڅه عکس العمل یې ونه خود.
غل دحضرت دکورکوټې ته ورداخل
شواویوخوااوبل خواپه ډیره بیړه
دیوڅه په لټه کې ګرځېده چې ویې اخلي
اوله ځانه سره یې یوسي ناڅاپه یې
سترګې په یوکمیس باندې ولیګدې په
ډیره بیړه یې کمیس رااوچت کړاوله
کوره ووت حضرت سره له دې جې کولای شود
غل مخه ونیسي مګریواځې ددې له خاطره
یې ورته څه ونه ویل چې کیدای شي دغه
کس به دده کمیس ته اړتیا درلوده اوله
مجبوریته به یې دغه کارکړی وي .
څوورځې وروسته حضرت جنیدبغدادی دخپل
څه کارلپاره ښارته لاړهلته یې یوکس
ولیدچې کمیس یې په لاس ولاړ دې اودده
ترڅنګ یوبل کس هم ولاړدی
اوددواړوترمنځ په کومې خبرې معامله
روانه ده .په دې کې حضرت جنیدپام
شوورته ددواړوخواته لاړاوپوښتنه یې
وکړه .
ورونوووایې چې څه معامله ده چې سره
نه جوړیږې پرې .
دکمیس خرڅونکي ترولاړسړي وویل جنابه
ګوره دغه ملګری کمیس خرڅوی اوزه
غواړم دده کمیس واخلم خوزه لومړی
غواړم چې په دې ځان پوه کړم چې ایا په
رښتیا هم دی دکمیس څښتن دی اوکه له
کوم ځایه یې پټ کړی اوترهغې چې یوبل
کس ماته ددې خبرې ضمانت ونه کړی زه
دغه کمیس نه اخلم .
حضرت جنید چې کله کمیس ته متوجه
نوګوري چې همغه کمیس دی چې څوورځې
وړاندې یوغل دده له کوره وړی
وخوبیاهم دحضرت فکراوقضاوت ته ګوری
سره له دې چې غل اومال دواړه یې مخې
ته و اوکولای شول چې غل ونیسي اودولت
یې ته حواله کړي اوسزاورته ورکړي
خوحضرت دخپل ترحم له مخې دغه کارنه
کوي بلکه له ده سره دکمیس په
پلورلوکې مرسته کوي اوله ځانه سره
داسې انګیرې چې کیدای شي دغه کس
محتاج وي اوپیسوته به اړتیالری
نوځکه یې یوداسې کارکولوته مجبورشوی
.
حضرت جنید کمیس اخستونکي ته وایي
وروه زه ددې خبرې شاهدي ورکوم چې دغه
کمیس دهمدغه کس دی اوته دغه کمیس په
ډیرشوق سره واخله اوکه بیاستاخوښه
نه وي نوبیا زه چمتویم چې دغه کمیس زه
واخلم ددې خبرې په اوریدوسره
اخستونکی کمیس اخلي اوپخپله مخه ځي
خوکله چې غله ته داروښانه شوه چې دغه
نیک انسان حضرت جنید رح دی اوکوم
کمیس چې د وپلورولوهغه هم دده ونوله
ځانه دحضرت په وړاندې ډیرشرمنده
کیږی اوله حضرت جنیدنه بښنه غواړی
اودتل لپاره دغلاکولونه توبه کوي .
ژباړونکی
محمدواصل وصال
وروستي