
سيد سعيد
بسم الله الرحمن الرحيم
.
دروان میلادي (۲۰۱۰)کال دنومبر۲۶مه په افغانستان کي دامریکایې اشغال ورځي دپخواني شوروي اتحادداشغال دهغوسره برابري سوې ،یاني دامریکااوملګرویې هم په افغانستان کي دشوروي دپوځي میشتیدني په انډول «نهه کاله اوپنځوس ورځي» پوره سوې .
شورویانود۱۹۷۹ ز،دډسمبرپر۲۷مه نیټه پر افغانستان خونړی یرغل راوړاود۱۹۸۹ز،د فبروري پر۱۵مه دافغان ملت دسرتاسري پاڅون له امله دسرومال ددرنوزیانونوسره په مله تیښته بریالي سول .امریکایانو،انګریزانواودټلوالی غړویې د۲۰۰۱ز،داکتوبرپر۷مه نیټه پرافغانستان وحشي تیری وکړچي په پایله کي یې افغانانوته درانه تاوانونو ورواښتل خوپه وړاندي یې دتل په شان سرونه ټیټ نه کړل ،بلکي دشورویانوغوندي یې په دوی (ناټووالو)پسي هم توره رالښته کړې ده چي ورځ تربلي یې کوکاري اونارې پورته کیږي اودوتلولاري چاري لټوي.
په جرمني کي خپریدونکې مجله شپیګل په خپل تازه راپورکي لیکي چي : په افغانستان کي دناټو- امریکادعمومي قوماندان جنرال پیټریوس دمرموزپلان په اساس به راتلونکی پسرلی بهرني ځواکونه دسرپل ،سمنګان اوبدخشان واک افغان عسکروته پریږدي. دبرتانیاصدراعظم ډیویډکامرون بیادپخوانیوبرتانوي چارواکوچي ویل یې څلویښت – پنځوس کاله به په افغانستان کي پاته سي پرخلاف اعلان کوي چي :«دافغانستان څخه یې دوتلوپخه اوټینګه اراده کړې ده ».
دهمدې نومبرپر۲۴مه نیټه پنټاګون امریکایې کاګریس ته په خپل نوي راپورکي ومنله چي : افغانستان ته یې دلسهاووزره تازه دمه عسکرودلیږلواوهلته یې دنو وشدیدو عملیاتو د پیلولوسره – سره پرمختګ ډیرورواومحدوددی . پنټاګون دخپل راپورپه اخرکي لیکي چي : په هلمنداوکندهارکي یې دپراخوعملیاتوسره سره لږپرمختګ کړی دی اوزیاتوي چي زموږدډیروبریدونوسربیره مخالفین (مجاهدین )خپل غښتلی حضورښیې اوترخپل کنټرول لاندي سیموکي مقاومت ته زورورکوي .دفرانس پریس خبري اژانس دراپورپه اساس دپنټاګون یاداعتراف دامریکایې پوځي مشرانو دهغو څرګندونو برعکس دی چي دعاموخلګوپه وړاندي یې اØهاروي .یاداژانس لیکي چي :امریکایې چارواکي په افغانستان کي دطالبانوپرضدپه جګړه کي خوراهڅونکي اشارې ورکوي اوداسي ښیې چي دجنګ پله ددوی په ګټه ده !!،خوواقعیت داچي په تیرونهوکلونوکي ددوی پرضدپه جګړه کي بې ګچي شیدت ترسترګوکیږي آن د۲۰۰۷ز،څخه درې سوه سلنه ډیروالی پکښي راغلی دی .
دنړیوالوبحرانونوډلي دلیزبون دغونډي وروستۍ پریکړي ته په نغوته چي تر۲۰۱۴پوري به دافغانستان څخه خپل پوځونوباسي ګواښ وکړچي دخارجي ځواکونوتروتلووروسته به دکابل حکومت سقوط وکړي ځکه چي پر طالبانودبهرنیوځواکونودپرله پسې بریدونوله امله هغوی (طالبان ) نه یوازي داچي کمزوري سوي نه دي ،بلکي ترپخوالاډیرپیاوړي سوي دي .
افغان شنونکي فضل الرحمن اوریاوایې چي :دخارجي ځواکونوتروتلووروسته به په یوه اونۍ کي دکابل حکومت وشوړیږي .دغه رازدکابل پالمان دغړي اسحاق ګیلاني په ویناکه بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي دکابل په میداني هوایې کي به دتیښتي نوبت نه رسیږي .زیاتره عام افغانان باورلري چي دبهرنیانودشتون څخه پرته دکابل رژیم څلرویشت ساعته دوام هم نسي کولای.خلاصه داچي ،دکابل اداره دیرغلګروپه شتون کي لادولایتونواوځینوولسوالیودمرکزونوڅخه دباندي کنټرول نه لري نوبیله شکه چي دنیواکګرودتیښتي سره به دکابل په اصطلاح منتخب !!حکومت هم له منځه ځي اودپام وړیې داچي مهمو غړویې
اوس لاخپلي کورنۍ بهرته لیږلي دي اویوې داسي ورځي ته دانتظارشېبې شمېري .
سپیني ماڼۍ ته دتوراوباماپه ورتګ داسي انګېرل کیده چي نوموړی به دامریکې دولسمشر په توګه دپخواني شوروي اتحاددمشر«ګورباچوف» رول ولوبوي اودیرغلګرودقبرستان (افغانستان )څخه به ژرترژره پښې سپکي کړي ،ولي داسي بریښي چي اوبامالاتراوسه سیاسي بلوغ ته نه دی رسیدلی ځکه چي وخت ناوخت یې دریځ په ډاماتیکه توګه بدلیږي رابدلیږي اودجنرالانوپه ضدونقیض ستراتیژیوتکیه کوي چي نتیجه به یې دامریکالپاره هرومرودشوروي برخلیک وي .انشاءالله