پښتانه جنګ نه کوي جنګ ته چې مجبوره نه شي
د تــــورې وارنکا چــــې غـــــوڅ دبل تــــــوره نه شي
دهــــــیچا مـــــــوردخپل بچــــــي په قـــــــبر نه ژړوي
چـــــې خپله مــــوریې دپردو لـــــه لاسه بوره نه شي
دمــــــینې نوم باندې دخـــــــپله... ســـــره هم تیریږي
خـــــــو دټوپک زوربه کـــــــته له غــــــوروره نه شي
ترهغــــه وخـــــــته به دونیاکې سوله ټیــنګه نه شي
ترسوچې خاوره دپښتون په نوم باندې منځوره نه شي
د یارپه ...مـــــینه چې غــــــرواله په دار ونه خا ند ې
پښتون یې مه بوله چې مخکې له منصوره نه شي
وروستي