ددرزي بیاتي

ګڼه :څلورمه
لنډه رښتیني کیسه :ددرزي بیاتي
ژباړن :محمدواصل وصال

حضرت عبدالله حنیف دالله یوډیرمشهورولي تیرشوی دوه کسانودحضرت عبدالله حنیف دشهرت په اوریدووروسته له ډیره لیرې ځایه څخه دحضرت لیدوته راغلل خودغه دوه کسان کله چې دحضرت عبدالله خانقا ته ورداخل شول نوهغه وخت حضرت عبدالله
دباچا دربارته تللی و. راغلودواړوکسانوله یوبل سره وویل داڅنګه ولي دی چې دشاهانودربارته ځي ولي خوهغه دی چې تارکل جهان یعني له دنیاسره هیڅ تړاوونه ساتي وروسته له دغه فکراوخبرودوی له ځانه سره پریکړه وکړه چې دوی به له حضرت سره نه ګوري دوی دواړه سره له دې چې له ډیره لیرې ځایه راغلي ول دخانقا نه دښارپه لور ووتل .دواړه په ښارکې ښکته پورته ګرځیدل چې دیوه سترګې یې دیوه درزي په دوکان ولګیدې دواړه ددرزي دوکان ته لاړل ځکه چې دسفرپرمهال ددوی کالي یوڅه شکیدلې اوهم یې درزونه ایله شوي ونوهم هغه ودواړوله درځي نه تاراواستې واخستې اوپه خپل کاربوخت شول درزي باندې هم ډیربیروباروهغه هم بیخي بوخت وپه همدغه وخت ناڅاپه یوکس راځي دموقع نه په استفادې سره ددرزي بیاتي په قراره پورته کوي اوپه خپله مخه ځي .څوشېبې وروسته درزي بیاتي ته اړتیاپیداکوي په دوکان کې یوخوابل خوابیاتي ګوري خونه مومي .درزی له ځانه سره سوچ کوي چې بیاتي
چایوړه نوپه څنګ په دووناستومسافروشکي کیږي درزي له دغه درویشانونه دبیاتي پوښتنه کوي چې ایابیاتي تاسې پورته کړې خوکله چې دوي دواړه ناخبري ښکاره کوي نودرزي په دوي باندې غصه کیږي اوپه شوراوغوغا پیل کوي په کږه شېبه کیږي ددرزي ددوکان په خواکې ډیرخلک راټولیږي خوڅرنګه دغه دوه کسان په دغه ښارکې له بله ځایه راغلي ول نوهیچاهم ددوی پلوي نه کوله
اوټولودرزي حق په جانب ګاڼه کیسه داسې کیږي چې درزي دواړه کسان نیسي اودباچادربارته یی وړي اوپاچاته وايي چې دغه دوه کسان غله دي اودوی زما ددوکان نه زما بیاتي پټه کړې په دغه وخت کې حضرت عبدالله حنیف دباچاترڅنګ ناست وي اوداټوله مهاجره په ښه توګه څاري اوپه ډیرې اسانی سره پوهیږې چې خبره څه ده له خپله ځایه پاڅیږي اوباچاته وايي باچاسلامت دادواړه کسان خودرویشان دي اودوی زما دلیدولپاره دلته راغلی دي اوزه په دوي کامل باورلرم چې دوی هیڅ کله هم داسې کارنه کوی چې دوی دې دچامال پټ کړي زه وایم چې ددرزي بیاتي بل چاوړي دی .دحضرت دې خبروپه پاچاډیراغیزوکړاوباچاددواړه کسان خوشي کړل حضرت دغه دواړه کسان له ځانه سره خپل خانقاته راوستل اودواړوته یې داسې وویل ٫ګوری ورونوره پوهیږم ستاسې په زهنونوکې چې کوم فکراوخیال وهغه درست نه وداومنی چې دالله تعالی په هرکارکې یوه بهتري خوانسان پرې نه پوهیږي چې
کوم دده په ګټه دي اوکوم يې په زیان ځکه چې انسان په خپل ګته اوتاوان نه پوهیږي .لږفکروکړی که چیرې زه هلته نه وی نوتاسې به چادباچاله منګلوخلاص کړي وايي . دحضرت عبدالله ددې خبروپه اوریدوسره دواړه کسان دخپلې غلطی احساس کوي اوله حضرته نه بښنه غواړي اودده مریدان کیږي . په پای کې بایدووایوچې دالله دولیانواودوستانویوکارهم له خالی نه وي .
-------------------------