
له کومې ورځې چې د بشر د حقوقو او په ځانګړې توګه د ښځو د آزادئ خبرې زما د وړو د مور غوږ ته لاره پېدا کړېده ، په اونئ کې دوه ځله حمام راباندې حرام شوېدى .
هرې څو ورځې وروسته نوې پرېکړې را اوروي او همدغه علت دى چې نور نو راته د کور انګړ د محاکمو رياست ښکاري .
کورودانې مې مټې رابډوهلي او غواړي چې په ورځيني ژوند کې (عصري ) بدلون رامنځ ته کړي . دغه ځل ئې د کورنئ د غړو د حقوقو او امتيازاتو په اړوند خپلې پرېکړې او لايحې داسې تصويب کړې .
١_ دا چې مور اولاد زيږوي نو تر دې وروسته به د کاکا زوئ د کاني او د ماما زوئ د ماني د زامنو په نومونو يادوم
٢_ زما مکلفيت دى چې ملګرو ته مې ورور د ورندار د مېړه په نوم وروپېژنم .
٣_ موسى خان ته مې مور ګل مکئ په نکاح ورکړې نو ددې احسان له مخې ما ته بايد لالا ووائي ، نه هغه ته .
٤_ خواښې د خوښئ دويم حالت دى نو تر دې وروسته به يوازې خوښي ورته وايم او بس .
ښائي مېرمنې مې نورې پرېکړې هم رااورولى وى خو زما له خندا او ژړا مرکب اوازونه ښه پرې و نه لګېدل ، له ځايه پاڅېده او په کوټه ورننوته .
کوم چا څومره پر ځاى وئيلي دي چې :
ددنيا نيکمرغه سړې آدم (ع) ؤ چې خواښې ئې نه درلوده . نو ښکاره ده چې بدمرغه ئې هغه دي چې لري ئې .
مونږ يو کور ګاونډيان لرو چې مېړه ېې له ما او مېرمنه ېې زما له مېرمنې سره د بدو ورځو ملګرتوب پالو . تېره ورځ زما ګاونډي ته خواښې اخطار ورکړى ؤ چې :
_ وروسته له دې به پزه په تشناب کې نه څڼوې ، که نه نو د پوليسو تر ماموريته به دې کش کړم .
ګاونډى مې ډېر اندېښمن ؤ راته ېې وويل .
_ زما د خواښې هره خبره د کاڼي کرښه ده . چې څه ووايي ډېر زر ئې عملي کوي . نو حېران يم که چېرې د ضرورت له مخې پزه په تشناب کې څڼ کړم او خواښې مې خبره شي نو بيا به د پوليسو تر مخ څه کوم ؟
زه لا د ګاونډي له اندېښنې نه وم اوزګار شوى چې مېرمنه مې له کوټې راووته او وې ويل .
_ سره له دې چې لوستى ئې بيا هم څومره متعصبه ئې ، په رښتيا سترګې پټوې ، دموکراسي او مساوات نه منې .تر څو به ښځه محکومه وي . آيا ته خوښ ئې چې ښځه دې له نارينه کښته يا کمه وي .هه؟
که د هه اخطاريه ټکې پکښې نه وى ، ممکن غلى پاتې شوى وى . سمدستي مې ورته وويل .
_ پرعکس .پرعکس . زه خو وايم چې ستا دغه نوښت بايد د نورو ژوو د ورځېني ژوند په معاشرتې مهالوېش کې هم لکه د يوه قانون په څېر ثبت شي خو که ........
ددروازې ټک ټک وژغورلم . بې له دې چې د خبرو د پرېکون اجازه واخلم بېرون ووتم .
_ ګاونډى راغاړې ووت ، ټېنګ ئې په غېږ کې ونيولم . نږدې ؤ چې بې وخته ورته ووايم .
_ اختر دې مبارک شه .
ګاونډي بې له دې چې ستړې مه شي خواره مه شي وکړي همداسې ئې په دواړه لاسو نېولى پوښتنه وکړه .
_ د آزادئ راديو دې بېګاه واورېده؟
_ نه . ولې؟؟
_ که خداى(ج) کول د اوړو پزه مې پېدا کړه .
_ زه پو نه شوم چې څه وائې ؟
_ بېګاه دښځو وزارت ، د مدني ټولنې ، د بشر دحقوقو او څو نورې استازې سره راغونډې شوې وې . دې نورو خو خپلې خبرې ژوولې خو يره يوه د نر لور پکښې وه ښه د نر غوندې ئې وويل چې ښځه کولاى شي هر وخت چې ئې زړه وغواړي ، له مړونو طلاق اخيستلى شي . دا ئې حق دى .
اوس نو که خېر وي ډير زر به طلاق راکړي او زه به وجدان او اولاد ته له ملامتئ خلاص شم . هو که خېر وي .
ګاونډى په خوښئ رخصت شو او زه فکرونو پسې واخيستم چې :
د کورني ژوند نا همغږئ ته ددموکراسئ د خپلسري نوم اړم به مونږ مړونو ته برائت ، که لاپسې سپکاوى وي ؟؟
Dr. Asadullah 'Khaliz'
Mobile:0700620892