زه او عشق

 زما په هيڅ شي مينه نه راځي او نه په څه عاشق يم. په زغرده وايم چې نه مې څه خوښيږي او نه مې په څه مينه راځي. خو داسې هم نه ده چې زما په زړه کې مينه نشته. زه د بحر په غاړه ولاړ يم يوه تيږه اوبو ته واچوم او د اوبو موجونو ته په ځير ځير ګورم چې څنګه سره يو ځای وي او بيا سره څنګه بېل شي او بيا سره ورک شي. او له مينځه لاړ شي. بيا بله تيږه اوبو ته وغورځوم. خو زه پدې حال مين يم ځکه دا زما د احساس يو انځور دې او هغه احساس زما په زړه کې مينه ده او دا مينه ستا لوريينه ده ځکه زه په تا مين يم. خو زما او د بحر د موجونو دومره توپير دي چې موږ سره لري يو سره نزدې کېږو. خو وېره لرم چې لکه د موجونو سره بېرته لرې نشو اود يو د بل د زړه نه ورک نشو.