دزړونو درد احساسوو خيرکه ويلي نه شو اوښکې له سترګې تويوو خيرکه ژړلی نه شو په سپين اوتورباندې پوهيږولېونيان خونه يو تور به له سپينه بيلوو خير که رټلی نه شو شډل بډل يوو خو ثروت مو عقيدې سپېڅلي جهان په چيغه لړزو خير که نن تللی نه شو زه د صنم په ژبه پوه ، صنم زما په ژبه تصويرپه زړونو رسمووخير که ستايلی نه شو شپه ده تياره ده تنهايي ده خو منزل روښانه ديدن په زړونو واروو خير که خندلی نه شو موږ دهمت فلسفه لوستي د ازل په غېږ کې دياد کوڅې ته به راځو خير که ليدلی نه شو تش انتظاردې دوصال دی ، چې به کله راځي ډيوه د ژوند به بله ساتو خيرکه نڅلی نه شو
وروستي